English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
افغانی جهاد د پاکستانی جنرال میراث دی
په مسکو کی د افغانستان په باره کی بین المللی سیمینار جوړ شو
"روسان افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړوي"
افغان حکومت طالبانو ته د نوي دفتر وړانديز وکړ
د ټولو افغانانو لپاره د کابل جان ټولنیزې شبکې تاسیس
کرزی اوباما په دروهنه تورنوی
ایا امریکا به له تروریزم سره مبارزی ته د پاکستان په خاوره کی دوام ورکړی؟
په افغانستان کی د چارو وضعه د خوشبینی وړ نده
په روسيه کې د عيسوۍ شوې افغانې نجلۍ په باب
امريكا هيله لري چي تاجكستان به له افغانستان څخه د پوځونو په وتلو كي فعاله ونډه واخلي
افغانستان او اذربایجان د سفارتونو د پرانیستلو په هکله موافقه کړی ده
زیات شمیر پناه وړونکی چی تاجکستان ته راغلی د افغانستان اوسیدونکی دی
طالبان دې د نېمروز بریدونو په اړه دریځ روښانه کړي
فراه کې ۱۲ پوليس او قومندان يې طالبانو ته اووښتي
سر له نن به ځانګړي او د شپې عمليات افغان ځواکونه کوي
د امريکا سفير د عملياتو پر افغاني کېدو خوښي وښوده
روسيې له ډبليو ايف پي سره د ٤١ کاماز ډوله موټرو مرسته وکړه
ندهار کې ٥٠ ټنه تر وخت تېر درمل له منځه يوړل شول
عطامحمد د سولې پروسې مشروط ملاتړ وکړ، خو فهيم دا اړتيا وبلله
جنرال الن: د افغان او نړيوالو ځواکونو اړيکې پياوړې دي
ده کابل نه پنجوايي ته پر تللي پلاوي وسلوال بريد شوى
کيميرون: د کندهاره پېښه بده او اغيز لرونکې ده
زلمی رسول د سولې پر سر خبرو لپاره قطر ته ځي
د سپین بولدک چاودنې څلور افغان مسافر ووژل
ملي امنیت وايي د یوه سیاسي ګوند د مشر د وژنې طراحان یې نیولي
امریکايي پوځيانو ته په قرآن سوځونې سزا ورکول کېږي
'په تېرو څو کالو کې له افغانستانه نژدې پنځه میلیارد ډالر ایستل شوي'
د هلمند په یوه کور کې چاودنې اووه کسه ووژل
کرزی: احساسات مو وښودل، نور ارامي په کار ده
د شوروی اتحاد له خوا په ننګرهار کی جوړشوی کانال د ورانیدو په حال کی دی
  مقالې/
سرچينه :ارګومنت نيدلي
/2.11.2009
     چاپي بڼه سرچينه :ارګومنت نيدلي
ليکوال:سرګي نيخا مکين
شونی ده چې دمقالو دليکوالانو نظريات د « فارسی –رو» سايت اند سره په ټکر کې وي.

دباعظمته شخص ياد. محمد ظاهرشاه د افغانستان وروستى پاچا و، چې له ١٩٣٣ کال څخه يې تر ١٩٧٣ کال پورې واکمني کړې ده. محمد ظاهر د ١٩١٤ کال د اکتوبر په شپاړسمه نېټه د محمد نادرخان په کور کې و زېږېد. هغه ١٥ کلن و، چې پلار يې د حبيپ الله کلکاني( بچۀ سقاو) واکمني پاى ته ورسوله. د محمد ظاهر مور ماه پرور بېګم او مېرمن يې ملکه حميرا وه، چې پر ٢٠٠٢ کال په روم کې په حق ورسېده او مړى يې کابل ته راولېږدېد.

موږ دڅه له پاره ديو پردي هېواد دپا چا او پاچاهانو په اړه خبری کوو، دازموږ سره څه تړاو لری موږ دارام سمندر د تانګه پر پادشاهی هېواد خبری نه کوو، بلکه موږ دخپل ګاوڼډې هېواد افغانستان محمد ظاهرشاه په اړه بحث کوو چې ۳کاله مخکې ئي له دي نړۍ څخه دتل لپاره سترګې پټې کړي هغه ترخه يادونه چې شوروي نسل په افغا نستان کې وزغمل په یو ډول نه يو ډول په پخوانې پیر پورې اړه لری او موږ ته تير يادونه يو وار بيا را يادوي خو دابه بی ځايه نه وي چې داعلحضرت محمد ظاهرشاه دور ته يوخغلنده نظر وکړو.

داعلحضرت محمد ظاهرشاه دسپاه سالار محمد نادرخان زوی و، نادرخان دامان الله خان تر نسکوریدو وروسته دقومې جرګی په پریکړه دهېواد نوی پاچاه غوره شو محمد نادرشاه د ١٩٣٣ زکال د نومبر په اتمه نېټه د لغمان په کله ګوش کې .

ووژل شو محمد ظاهر د پلار تر مړينې وروسته د ١٩٣٣ کال د نومبر په اتمه نېټه د افغانستان د پاچاهۍ پر ګدۍ کښېناست. هغه دغه مهال ١٩ کلن و او د واک ډېرى چارې يې ترونو پر مخ بېولې. او پوره ۴۰ کاله ئي په افغانستان واکمنۍ وکړه داوږده سلطنت تر نيمائي زياته برخه ئي دترونو تر سيوري لاندې تيره شوه دملک ادارې چاری دهغه تره محمد هاشم خان مخ په وړاندې وړل ،خو ددوهمی نړېوالۍ جګړي وروسته پخپله دمستقل شخصيت په توګه ډګر ته راووت . ظاهرشاه خپله بهرني تګ لاره ددو زبرخواکونوپه منځ کې تر يوی اندازی بې پری وساتله یعنی شوروی کانکريټ اودامريکا ډالر یا په بله ژبه شوروی ګوګرد یا اورلګیت اوامریکائی سګريټ اوپه دې توګه دهېواد ليدر او مشر شو.

محمد ظاهرشاه له۱۳۱۲څخه تر۱۳۵۲ شمسی کال پوری دافغانستان ټولواک وو. افغانستان ددو،زبرځواکونو ترمنځ پروت وو،اوهغه مهال دغو دواړو قواو یوپربل باندې بر لاسی نه وو، نوځکه دغو دواړو قدرتونو په افغانستان کې ارامې اوثبات په خپله ګټه بلل او دا ئی غوره بللی وه چې افغانستان ددوی په منځ کې ديو ناپيئلی هېواد په توګه پاتي شی.

هغه مهال لويديځ دافغانستان سره اقتصادی مرستي، اوموږ يعنی شوروي اتحاد په افغانستان کې سړکونه،هوائي ډګرونه،فابريکی،سيلوګانی،بريښناکوټونه اوداوبو بندونه جوړول، داجوته خبره ده هغه وخت هم فساد په لویه کچه موجودو، ښی اوکيڼ لاسی ډلی موجودی وی،دغه ډلي اوددولت مخالفان په بې رحمانه توکه شکنجه کیدل اوسرکوبيدل،خو په تارېخې لحاظ ډيره په زړه پوری خو لا داده چې ده ته ديو بشردوست پاچاه په سترګه کتل کیدل؟ خوهغسی نه و، دی مکار، بې علاقې بی رحم انسان و،خو خان ئي بشردوست ګاڼه .

په همدې ترڅ کې د محمد ظاهر شاه مخالفان د هغه نږدې ٤٠ کلنه واکمني تور پېر بولي او پخوانى پاچا په ناسم اقتصادي مديريت تورنوي. پر هغه دا نيوکې هم کيږي، چې پر واک يې منګولې تينګې کړې وې او مهمې څوکۍ يې د خپلې کورنۍ غړو ته ورکړې وې.

خو ده غوښتل چې هېواد دپرمختک لوری ته سوق کړی. البته زموږله پاره دامهمه نه ده مهم داده چې،افغانستان زموږګاونډی هېواد دی اود ګاونډې څخه دڅه شی توقع کېدای شي. البته زه دلته ديومعتبر سند څخه اقتباس وکړم دغه سندپه ۲۰۰۷ میلادی کال کې دوطن په لومړي لمبر ژورنال کې،ا.فيلشوف ليکې:د۱۹۶۹ميلادې کال دمی په مياشت کې دشوروی اتحاد يو عالې رتبه پلاوی دالکسي کاسيګین په مشری افغانستان ته سفر وکړ تر څو دخپلواکۍ د۵۰ کاليزی په شاندارو مراسمو کې ګډون وکړی .

دسفر په پای کې کاسګين په کابل کې دشوروی سفارت ددیپلوماتانو سره دتړلو دروازو ترشا خبری اتری وکړی،دادی دالکسي کاسيګين دخبروڅو مهم ټکې.

دکاسيګين له نظره.. (( ظاهرشاه په کلکه اودوامداره توګه دښه ګاونډي توب پلوی دی،شوروی مشران پرپاچاه باور اواعتماد لري،دی زموږ دهېواد ملګری دی،دی دخپل هېواد دځمکنۍ بشپړتيا،ملي استقلال، ناپيئلتوب پلوی دی زه په ځانکړي توګه وايم چې ددغه پاچاه څخه بايد ملاتړ وشی ،نڼ په افغانستان کې دبهرنيو ځواکونو پوځي اډي نشته ، په دغه هېواد کې دجاسوسی شبکې نشته،زموږ له هېواد سره تر۲۰۰۰ کيلومترو پوری اوږده پوله لري ،دلته سوله او ارامۍ واکمنه ده موږ له افغانستان سره په ګډه پوله کې دخپلو ځواکونو دځای پر ځای کولو اړتيا نه وينو يوازی سرحدی قوا،چې دافغانستان دسرحدی قواو سره په تماس کې وي اوبس.)).

((په افغانستان کې سیاسی اوضاع ډیره زړه بږنونکې اوحيران ونکې ده،که چيری په افغانستان کې سياسې رژيم بدلون ومومې نو کيدای شي افغانستان وويشل شی اوافغانستان به دبهرنيو مداخلو په ډګر تبديل شی اوبهرنيان به مداخله اوپه خپلو کې سيالې پيل کړي نو شوروی اتحادبايد دافغانستان سره خپلومرستو ته دوام ورکړي)).

شرم اورسوائي: ۴ کاله وړاندې په افغانستان کې پارلمانې ټاکنۍ تر سره شوه، په کابل کې دنورمحمد تره کې په کورکې يو شمېر کسان چې دمارکسيزم اولينينيزم د ايديالوژې پيروان ول راټول شوی وو دوی په پټه کارکاوه دوی په ډيره چوپتيا او ارامۍ سره خبری کولي ځينوکسانودزندان له پاره ځانونه چمتو کړي وو«دزندان بکسونه».

خوپه پائيله کې ئي دافغانستان دخلق ډموکراتيک ګوند تاسيس کړدګوند تاسيس کاسيګين عصبانې کړ.« دغه ګوند دمارکسيزم اولينينيزم په ايديالوژي سنبال اوغوښتل ئي واکمن رژیم نسکور اوپر ځاي ئي سوسيالستې ټولنه جوړه کړي.».

«کابل ته مې تر تګ مخکې ما په مسکو کې پريکړه وکړه[محرر]چې دافغانستان دخلق ددموکراټيک ګوند ددو لوړپوړيو چارواګو سره ليده کاته وکړم ددوی سره زماخبرواترو زه ډير ناهیلی کړم».

« دوی یولړلستونه اوکاغذونه خپاره کړی اودخلکو څخه ئي هيله کړي چې دشاهې رژیم په وړاندې راپاڅې».

«دګونددغو کسانو ويل چې افغانستان موږ جوړولای شو اوزموږ کاراوفعاليت ته ضرورت لري ».

شاه اومات

خوپه پائيله کې شاهې رژيم دخلک دموکراتيک ګوند له خوا چپه شو. افغان شنونکی اوکارپوهان دشاهې نظام دله منځه وړلو لپاره ډيردليلونه او علتونه په ګوته کوی لوږه ،فقر اوپه ځانګړی توګه په ۱۹۷۱-۱۹۷۲ کلونو کې د لیبراليزم سيستم دزياترو خلګو د هيلو ترجمانې نه کوله اودخلګودقبول وړ ونه ګرخید ،له بلی خوا يو شمېر رونډاندو له هغې جملی يو زيات شمېر افسرانو په شوروی اتحاد کې تحصیل کړی وو،دوی کيڼ اړخ ته تمائیل پيداکړ، په داسی يوه ټولنه کې چې دهغې ټولنۍ په جوړښت کې يو لړپرابلمونه موجودول اوترټولو زیات په داسي یو هېواد کې چې ژوری دينی ريښی لري خوددې ټولو خبرو سره سره پاچا ښځو ته يوه نسبې ازادی ورکړه چې خپلې چادری ايسته کړي.خويو بله نظريه هم موجوده وه،چې دباچا دليری کولو باعث وګرځيد که څه هم د ښي او کيڼ لاس ډلو هرې يوې هڅه کوله چې د زور په کارولو د ظاهر شاه واکمني واړوي، خو اصلي خطر په خپله د سلطنتي کورنۍ له منځ نه راوټوکېد.

د خپل تربور- سردار محمد داود لخوايې د جمهوريت دا اعلان د ١٣٥٢ لمريز کال په دوبي په داسې حال کې واورېده چې په ايټاليا کې د سترگو په درملنه بوخت و محمد داود د پاچا د اکازوی او اخښی وو. دده ښځه دپاچا خور وه سردار محمد داود ډيرپاک،صادق خو ډيرکلک دزيږ صفت خاوند صلاحيت لرونکی او داعتماد وړ سياسي شخصيت وو،دی دپاچا همفکر،با انرژي خو خودخوا سړی وو.

په ۱۹۶۳زېږدېزکال کې ظاهرشاه داودخان دصدارت له څوکۍ څخه ليري کړ خو داود خان په اردو کې ډير شهرت درلود اومشهور کس وو.

په۱۹۷۳ ميلادي کال کې ظاهرشاه ددرملنی لپاره ايټاليا ته ولاړ چې،دسترګو درملنه وکړی، داود دموقع څخه په ګټه اخستو سپينه کودتاه وکړه او پاچاهې رژيم ئي دتل لپاره ړنګ کړ،اوپه افغانستان کې جمهوريت اعلان شو او پخپله محمدداؤد دهېواد جمهور رئيس شو.

په دغه کودتاه کې دخلق ډموکراتيک ګوند دداودخان سره مرسته وکړه،خو شوروی اتحاد په دغه کودتاه کې هيڅ راز ونډه نه لرله ظاهرشاه خپله ماته ومنله او په خپل اعتراف يې له مقاومت ځکه جمهوريت ته غاړه کېښوده او دسولۍ لاره ئي خپله کړه اوداود خان ته ئي دبري هېله وکړه ،داؤد خان هم دده په ځواب کې دشوروی دترانسپورتې الوتکۍ په ذريعه ايټاليا ته دهغه قیمتې جواهرات وروليږل اوظاهرشاه هم دخپل ژوند ترپايه پورې ښه ژوند وکړ او غريب پاتې نه شو.

محمدداؤد دخپل جمهوريت په پيل کې دکمونستانو څخه ملاتړ وکړ خو وروسته ئي هغوی ترتعقيب لاندې ونيول، په ۱۹۷۸ ميلادې کال کې کمونستانو پرده کودتاه وکړه او دی ئي وواژه او په پائيله کې دثور انقلاب بريالی شو اودهېواد چارې دخلق دډموکراټيک ګوند په لار ښوونه پرمخ بېول کېدل،خو دګوند په دننه کې يولړ اختلافات اوشخړې موجودې وي دهېواد سياسي اوضاع ترېنګلې وه،کورنۍ جګړه پيل شوه ،هغه وو،چې په ۱۹۷۹ مېلادې کال ددسمبر په مياشت کې شوروي عسکر افغانستان ته داخل شوه. که څه هم کاسيګين مخالفت څرګنداوه خو دده بخت او طالع دلمر پريواته يعنی پای ته رسيدلی وه اوهيچاه ئي په خبرو غوږ ونه ګاراوه.

اوس په افغانستان کې امريکائيان موجوددی. دوی هم دډيري مودی لپاره دغه هېواد ته راغلي دی دا يوعجيب اوپه زړه پورې هیواد دی دلته یو اردو، دبل اردو غاښونه ماتوي.

اوس موږ دظاهرشاه په اړه اود۱۹۶۹ميلادې کال د کاسيګین خبری په ياد کې راځی خو جوته ده چې دظاهر شاه پاچاهي دتيرتاريخ يوه دوره وه خو هغه دور لاپه افغانستان کې له منځه نه دی تللی داځکه چې ددې هېواد خلګ دخپل ژوند لپاره ځانته يو لړ ځانګړتیاوې لری چې هغه دهغوی خپل قانون اوعنعني دي.په ورستيو کلونو کې پخواني پاچا بيا دهېواد په نوی سياسي ‌ډګرکې راڅرګندشو خو په ۲۰۰۷ ميلادې کال کې ومړ.

هغه وخت دروسيي ولسمشر ولادېمېر پوتين وو هغه کابل ته دخواخوږی اوډاډګېرنې ټلګرام مخابره کړاوخپله همدردی ئي څرګنده کړه چې زموږ دهېواد سره ئي ښه روابط لرل. او په حقيقت کې دغه سړی موږ ته هيڅ بد، نه دی رارسولي بلکه برعکس نو ولې دده دزوکړي ورخ په ښواونيک نامه ونه لمانځو؟

منبع: "ارگومینتی ای فاکتی"
فارسی.رو
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--