English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
د نفاق پاكستان
د روسيې افغاني كوكنار ورسېدل
هند او پاكستان هڅه كوي چې سره پوخلا شي
په روسيه کې يوه افغاني پوه د ډاکټرۍ تزسس دفاع كړ
جرمني د خپل ځان پر وړاندې جګړه اعلان كړه
انقلابي ځايناستي توب
په كابل كې د روسي ژبې او ادبياتو د څانګې د بكلوريا فارغينو په وياړ جشني غونډه وشوه
امريكايي اجيرانو د پاكستان له قوانينو څخه سرغړونه وكړه
امریکا قندهار له طالبانو پاکوی
امریکا د دوو جگړو توان نه لری
دروسیی – افغانستان کاری شورا د افغانستان د بیا رغونی په هکله د مسکو له وړاندیز نه هرکلی کری
په روسيه كې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې د موسسانوغونډه جوړه شوه
له ناتو پرته به د افغانستان راتلونکی څنگه وی؟
د هرات په ولایت کی د امریکا د جنرال قونسگری ودانی په توغندیو ویشتل شوی ده
په خوست کی در پاکستان د استخباراتو اجنت نیول شوی دی
شيرحسن: دحامد کرزي په نوی حکومت کې د مجاهدينو ليري کول يو ناممکن کاردي
سرچينه :ارګومنت نيدلي
مسکواو کابل دمخدره توکو سره دمبارزې دهمکاريو موافقه لاسليک کړه
په ماسكو كې به د بهر اوسېدونكو افغاني ټولنو نړيوال كانگرس جوړ شي
د روسيې ولسمشر د ماسكو له جامع جومات نه كتنه وكړه
ماسكو او واشنگټن د (( افغاني مسئلې )) په اړه همكارۍ ته پراختيا وركوي
افغانستان او روسيه د خپلو پارلمانونو ترمنځ اړيكي ټينگوي
مېدوېدېف : روسيه په افغانستان كې د اغېزمن سياسي سېستم پلوۍ ده
افغانستان په اټومي محاصره کې
پاكستاني پوځي څارگرۍ اى اېس اى واشنگټن ته (( ځان وښود ))
د ماسكو كنفرانس گډونوالو له ېفگېني پريماكوف سره وكتل
امريكايي پلان په كابل كې وارخطايي راپيدا كړه
روسيه به له افغانستان سره مرستو ته دوام وركړي
اسلام اباد طالبانو ته خاوره پرېږدي
د ډله ييز امنيت د تړون سازمان چمتو دى چې په افغانستان كې د وضعې د ټيكاو لپاره له ناټو سره همكاري وكړي
  خبرونه/
شيرحسن: دحامد کرزي په نوی حکومت کې د مجاهدينو ليري کول يو ناممکن کاردي
/15.11.2009
     چاپي بڼه

دی وائي دلويدځي نړۍ ديوشمېر مشړانو هڅي چی غواړی مجاهدينو ته دې په دولتې چارو کې ونډه نه وړکول کيږی يوخیالې تصور دی اوعملی کېدل ئي ګران کار دې شيرحسن وائي پخپله کرزي اودده دوه مرستيالان پخوانې مجاهدين دي دیادونې وړده چې څه موده مخکې دبرتانیا لومړی وزيرګوردن براون دولسمشر حامد کرزي څخه وغوښتل چې دولتې اداري دي دپخوانې جنګسالارانو «مجاهدينو» څخه پاکې کړي.

دغه افغان کار پوه وائی: چې دحامد کرزی څخه دلوديځ غوښتني چې ،بايد عملې شي هغه د مالي اواداري فسادله منځه وړل ،دمخدره توکود قاچاق مخنيوی،غلا ددولتي خمکو غصبول اود ملکې وګړو تښتوني ته باید خاتمه ورکړل شي.

دی وائي جنايتونه نه يوازي طالبان ،بلکې هغه کسان چې دجهاد تر نامه لاندې ئي پر مخونوپرده اچولی اوخانته شخصی وسله وال ګروپونه لري اود تخريبې کارونو داجرا لارښوونه ورته کوي اجرا کوي .دغه ډلی،ټپلې ددولت په دستګاه کې ځای لري اودولتې ارګانونه په خپل نوبت ددغو ډلو دفعاليت څخه پيسی لاس ته راوړی.

شير حسن وائي: دنړۍوالی ټولنۍ غوښتنی چې بايد دجنايت کارانو ډلو ټپلو په وړاندې چې ځانته ئي«دجهاد دمشرانو» حثيت او اعتبارغوره کری اوددغه سیوري ترنامه لاندې فعالیت کوی دسياسي ډګر څخه ليری کېدل عادلانه اومنصفانه ده، که چيری حامد کرزی وغواړي بيله کومي ستونزي دنړۍوالۍ ټولنۍ دغه غوښتني عملی کولای شي.خو ددی تر څنګ دغه مسله او ستونزه پخپله دافغانستان دجمهوررئيس حامد کرزي په ګټه ده اوبرعکس دابه دکرزی اودهغو کسانولپاره چې دولسمشري په ورستیو ټاکنو کې ئي له ده څخه ملاتړکړی دښه راتلونکې انتظار تمه نشی کېدای.

دغه افغان کارپوه زياتوي. چې دولسمشرۍ ورستي ټولټاکنۍ شفاف او عادلانه نه وه ،بلکه يونما يشي ټاکني وي ،خو دادپخوانيو پوځې کودتاګانو په پرتله يو مثبت ګام وو.

شير حسن وائي: په افغانستان کې په نننی ټولنيز-اقتصادی او پوځۍ- سياسی اوضاع کې شفاف اوعادلانه ټاکنۍ نشي تر سره کېدلای «ټاکنۍ په افغانستان کې يوازی فورماليټه شکل لری.خو له دی سره سره دغه ټاکنۍ دپخوانيو پوځې کود تاګانو په پرتله يوصحيح اومثبت بديل دي او دافغانستان ناکامه عنعنه ئي دافغانستان په تاریخ کې په نوی بڼه بدله کړه».

شير حسن وائي چې په ټول ټاکنو کې دنننی ولسمشر دبرياليتوب چانس تر نورو کانديدانو ډيروو،« سياسي اودولتي واک له ده سره موجود وو، ده له دغو امکاناتو څخه په لويه کچه استفاده وکړه ،همدغه عینې لاعاملونه وو،چې دحامد کرزي دبرياليتوب سبب شو».

ډاکټر شيرحسن وائي .چې دافغانستان دولسمشري په ټاکنوکې دبهرنيو هېوادونو استازومهم سیاسي رول ولوباوه او په ټاکنو کې ددوی اغيز ډير وو« په څه ډول رائي وشمېرل شوی،څنګه درايود پائیلوپه اعلان کې ډير ځنډ رامنځ ته شو او په پاي کې څنګه دټاکنو پائيلي اعلان شوی داټول ددی معنی لری چې،دلويديځي نړي اوهغه هېوادونه چې دانتخاباتو مالی لګښت ئي تاميناوه په دغو انتخاباتو خپله اغيزه لرلی ده- دوی کولای شی هر څه چې ئي زړه وغواړی زموږ په هېواد کې تر سره کړي.

نو له دی کبله کارپوه زياتوي د ولسمشرۍ په ټول ټاکنو کې د لويديخ داستازو ،سلوک اورويه دی ته زمينه مساعده کړه چې دافغانستان ټاکنۍ بد نامه او بې اعتباره کړي،او همداشان دکرزي شخصیت ته:«زما اودنوروډیرو څارونکوپه اند دټاکنو په وړاند دلويدځو هېوادونو دسياست والو اوديپلوماتانو داشان عمل زموږ لپاره ناڅاپې او غيري منتظره وو ،چې داد سياستوالواودټاکنودتمويل کوونکو هېوادونو لپاره يوه لويه تېروتنه وه». شير حسن په ټينګار سره وائي: چې دافغانستان دولسمشري په ټول ټاکنوکې دملی ګوند-اوډموکراتو يوشمېر استازو دکيڼ اړخو قوتونوپه استازيتوب چې په سياسي ژوند کې فعاله برخه واخلي دماتی او ناکامی سره مخامخ شول.

دی وائی: دګوند پخوانې غړی اوددغه ګوند پلويان اوس يوه پارچه اویوه واحده نيرو نه ده دافغانستان کيڼ اړخ يو له بل سره اړیکي نه لری او نه هم واحد او ديوالې دريځ لري اونشي کولای دخپل هېواد سياسي اوضاع په واحده توګه وڅيړي.

افغان کارپوه شيرحسن وائي: دولسمشري د ټاکنو پرمهال د افغانستان دخلق دموکړټيک ګوندد پخوانی غړیو په منځ کې نفاق او انشعاب رامنځ ته شو دګوند يوشمېر غړيو دډاکترعبدالله عبدالله څخه او بلی ډلي ئي له حامد کرزي څخه ملاتړاوپلوی وکړه.

خو نوموړی وائی چې دملي ګوند – او دډموکراتانو يو شمېراستازويولړ وړاندېزونه او شرطونه دانتخاباتونه مخکې حامد کرزي ته وړاندې کړيدي چې ددغو پيشنهادونو څخه دمالی اوادارې فساد اودمخدره توکيو دسوداګرې په وړاندې کلکه مبارزه، ددولتی جوړښت څخه دمفسدو عناصرو پاکول ، دعمومی اوټولنيز امنيت خوندي کول ،دنظم تامينول ،د وسله والو ځواکونو ، پوليسو اود ملي امنيت او نورو بيارغول او په پښو درول شامل دي.

جمهور رئيس اوس هم وخت په اختيارکې لري اوددغو شرايطو دپلی کولو امکانات په واک کې لري دغه شرايط ډیر عادلانه او دهېواد لپاره ډير ګټور تماميږي.

افغان کيڼ اړخ قوتونه هم دهیواد په ټولينزو اودولتی برخوکې د مدړنيزه کولوپه سيستم کې کولی شي ديووالۍ يوه نوی ټولنه رامنځ ته کړي.

خو له دی سره سره شيرحسن وائي چې دافغانستان دخلق ډموکراتيک ګوند پخوانې فعالين کولای شي نن يوځل بيا سره يو موټی اويو ځای شي او دهېواد په مدرينيزه کولوکې ونډه واخلي.
افغانستان.رو
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--