English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
په مسکو کې د افغانستان د عکسونو نندارتون
ناټو منځنۍ اسيا “بشپړه نيسي”
د نفاق پاكستان
د روسيې افغاني كوكنار ورسېدل
هند او پاكستان هڅه كوي چې سره پوخلا شي
په روسيه کې يوه افغاني پوه د ډاکټرۍ تزسس دفاع كړ
جرمني د خپل ځان پر وړاندې جګړه اعلان كړه
انقلابي ځايناستي توب
په كابل كې د روسي ژبې او ادبياتو د څانګې د بكلوريا فارغينو په وياړ جشني غونډه وشوه
امريكايي اجيرانو د پاكستان له قوانينو څخه سرغړونه وكړه
امریکا قندهار له طالبانو پاکوی
امریکا د دوو جگړو توان نه لری
دروسیی – افغانستان کاری شورا د افغانستان د بیا رغونی په هکله د مسکو له وړاندیز نه هرکلی کری
په روسيه كې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې د موسسانوغونډه جوړه شوه
له ناتو پرته به د افغانستان راتلونکی څنگه وی؟
د هرات په ولایت کی د امریکا د جنرال قونسگری ودانی په توغندیو ویشتل شوی ده
په خوست کی در پاکستان د استخباراتو اجنت نیول شوی دی
شيرحسن: دحامد کرزي په نوی حکومت کې د مجاهدينو ليري کول يو ناممکن کاردي
سرچينه :ارګومنت نيدلي
مسکواو کابل دمخدره توکو سره دمبارزې دهمکاريو موافقه لاسليک کړه
په ماسكو كې به د بهر اوسېدونكو افغاني ټولنو نړيوال كانگرس جوړ شي
د روسيې ولسمشر د ماسكو له جامع جومات نه كتنه وكړه
ماسكو او واشنگټن د (( افغاني مسئلې )) په اړه همكارۍ ته پراختيا وركوي
افغانستان او روسيه د خپلو پارلمانونو ترمنځ اړيكي ټينگوي
مېدوېدېف : روسيه په افغانستان كې د اغېزمن سياسي سېستم پلوۍ ده
افغانستان په اټومي محاصره کې
پاكستاني پوځي څارگرۍ اى اېس اى واشنگټن ته (( ځان وښود ))
د ماسكو كنفرانس گډونوالو له ېفگېني پريماكوف سره وكتل
امريكايي پلان په كابل كې وارخطايي راپيدا كړه
روسيه به له افغانستان سره مرستو ته دوام وركړي
  خبرونه/
په روسيه كې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې د موسسانوغونډه جوړه شوه
/25.1.2010
     چاپي بڼه په روسيه كې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې د  موسسانوغونډه جوړه شوه
داکتر شیر حسن

له 1992 م كال راوروسته په افغانستان كې د قدرت په سر د جنگونو د شدت له شامته ، هغه وخته  چې روسيې ته د افغانانود مهاجرت پروسه پيل شوه ، دغه افغانان  په ورځني ژوند كې له متعددو ستونزو او كړاونو سره مخ وو، او د مهاجرت  د كړاونو له هماغه پيل څخه  په دې هيله او هڅه كې وو، چې  د خپلو ورځنيو ستونزو د حل په منظور د روسيې د دولت د قوانينو په چوكاټ كې  يو واحد  اجتماعي تشكل يا اتحاديه  جوړه او رسمي  راجستر كړي  .

په  روسيه كې مېشت افغانان ، چې په ټول هويت كې د يو شان  پردېس افغانيت  د ماضي او مستقبل  گڼ  شمير مشتركې وجې لري ،  د سالمو انسانانو په حيث د ژوند له   ناخوالو ناهيلي شوي نه  دي او د ريښتينو افغانانو په توگه له هېواد څخه بهر  د خپل منځي اړيكو ، افغان پاتې كېدو، د   افغاني  ټولنيز ژوند دښه  او ابرو مندانه سمبال   او د يو كلكتيف  په تو گه   د خپلو ورځنيو مشتركو ستونزو د حل په منظور يې   د يو   واحد حقوقي  تشكل  يا اتحاديې  د جوړښت او رسمي راجستر هيلې او  هڅې  لاتر اوسه ژوندۍ وې .

په همدې هدف نن د روان كال د جنوري په  ۲۴  نېټه د مسكو ښار د پريزيدنت هوټل د كنفرانسونو په تالار كې په روسيه كې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې د  موسسانو  غونډه  جوړه شوه .

په غونډه كې د روسيې په مختلفوښارونو كې د مېشتو افغانانود مختلفو ټولنو او قشرونو له درې سوه څخه زياتو استازو گډون كړى و.

 غونډه د ورځې په يوولس  بجو د قرآن مجيد د مباركو اياتونو په تلاوت  پيل شوه او  ورپسې د افغانستان د اسلامي جمهوريت ملي سرود واورول شو.

  ورسته  برخه والو  په  لوړ انساني او افغاني  كلتور   او روښانه افكارو په نوبت سره  په روسيه كې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې د جوړولو  د ضرورت او څرنگوالي په باب څرگندونې وكړې .  ورپسې د سراسري اتحاديې د اساسنامې د  طرحې   پر منځپانگه  مفصلې ، مدللې  او جوړونكې خبرې وشوې او په  پايله كې د اساسنامې طرحه   د وړاندې شوو تغيراتو ، زياتونو او كمونو په پام كې نيولو سره  د رايو په اتفاق   تصويب شوه .

غونډې د سراسري اتحاديې  په وړاندې يو شمير اساسي وظايف وټاكل ، چې لنډي كرښې يې دا دي :

- د بشر د حقوقو د نړيوالې اعلاميې په چوكاټ كې په  روسيه كې د مېشتو افغانانو له مدني او ټولنيزو  حقوقو څخه  دفاع .

- په روسيه كې د مېشتو افغانانو په محيط كې د خپلو خلكو دكلتوري ارزښتونو ژوندي ساتل.

-  په روسيه كې د اوسېدونكو افغانانو د كلتوري مركز جوړول .

-  افغانانو ته د مهارت د حقوقو، د اقامت د اسنادو، د زده كړو ، كاري اسانتياو او روغتيايې خدمتونو د تر لاسه كولو لپاره هڅې.

-  په روسيه كې د لوړو زده كړو لپاره د افغاني محصلينو د تحصيلي بورسونود شمير د زياتولو لپاره  هڅې.

-  د روسيې او افغانستان تر منځ د اقتصادي ، سياسي اوكلتوري اړيكو د ټينگښت لپاره هڅې.

-  په  افغانستان كې د بې وزلو، بې ځايه شويو، معيوبينو، او په حوادثو كې د زخميانو او شهيدانو له كورنيو سره مرسته، د مكتبونواو طبي كتنځايونو جوړول  .

-  د مخدره توكو پر ضد دمبارزي له دولتي ادارو  او مدني ټولنو سره د هڅو شريكول .

-  په مجموع كې د افغانستان  او افغان ولس  د ملي گټو ساتنه او ملاتړ.

غونډې   د سراسري اتحاديې  د مشرتابه هيئت د رايو په اكثريت  او وروسته بيا رئيس او مرستيالان په ځانگړي افغاني دود، د ټولو په اتفاق وټاكل او په په بې ساري ډول د خوشحالونكي صميميت په فضا كې د قرآن كريم  د مباركو آياتونو او دعايې په لوستلو پاى ته ورسېده . له لوی  څښتن (ج)  څخه دوی  ټولو ته  د بري توفيق  غواړو .

فارسی.رو
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--