دروسیی – افغانستان کاری شورا د افغانستان د بیا رغونی په هکله د مسکو له وړاندیز نه هرکلی کری
/29.1.2010
د روسیی – افغانستان کاری شورا په افغانستان کی د شوروی اتحاد له خوا د ودانو شوو پروژو په بیا رغونه کی د مسکو د گډون په هکله د روسیی د لوری له وړاندیزونو څخه هرکلی کوی. دا ټکی د " افغانستان.رو " اطلاعاتی پارتل ته د شورا اجرائیه مدیر والیری ایوانوف ، د افغانستان د اقتصادی شبکی د بیاودانولو په باب د روسی دیپلوماتانو په څرگندونو د تبصری په ترځ کی څرگند کړ.
په افغانستان کی د روسیي د فدراسیون پخوانی تجارتی اتشه وویل : " زه له دی واقعت څخه خپل رضایت څرگندوم ، چی د اوږدو او هدفمنو هلو ځلو او زیات ټنیگار وروسته دا بهیر په داسی لوړه کچه د بحث په اجنداء کی شامل شوی دی".
والیری نیکولایوویچ باور لری ، چی یوازی د اقتصاد بیاودانول د افغانستان د حالاتو په ثبات کی په ټاکونکی عامل بدلیدلی شی. د ایوانوف په نظر ، " دا کار د ټولی نړیوالی ټولنی په گډو هلوځلو تر سره کیدلی شی. څوک مالی مرستی ، څوک اړونده سندونه او ماهران ، څوک " نوی تخنالوژی " او داسی نور وړاندی کولی شی. پدی صورت کی باید په افغانستان کی د اقتصادی حضور د گټی د ترلاسه کولو ټولی مسالی تر ودانولو وروسته دوری ته و ځنډول شی".
د یادولولو وړ ده ، چی په دی وروستیو کی په ناتو کی د روسیی دایمی استاځی د " کمیرسانت " له ورځپاڼی سره په مرکه کی په افغانستان کی د شوروی اتحاد له خوا ددانو شوو پروژو په بیا ودانولو کی د مسکو د برخی اخیستو په هکله تیاری څرکند کړی وو. روسی دیپلومات په عین حال کی دا خبره څرگنده کړی ، چی مسکو ددی کار لپاره خپلی پیسی نه لری.
|