English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
په مسکو کې د افغانستان د عکسونو نندارتون
ناټو منځنۍ اسيا “بشپړه نيسي”
د نفاق پاكستان
د روسيې افغاني كوكنار ورسېدل
هند او پاكستان هڅه كوي چې سره پوخلا شي
په روسيه کې يوه افغاني پوه د ډاکټرۍ تزسس دفاع كړ
جرمني د خپل ځان پر وړاندې جګړه اعلان كړه
انقلابي ځايناستي توب
په كابل كې د روسي ژبې او ادبياتو د څانګې د بكلوريا فارغينو په وياړ جشني غونډه وشوه
امريكايي اجيرانو د پاكستان له قوانينو څخه سرغړونه وكړه
امریکا قندهار له طالبانو پاکوی
امریکا د دوو جگړو توان نه لری
دروسیی – افغانستان کاری شورا د افغانستان د بیا رغونی په هکله د مسکو له وړاندیز نه هرکلی کری
په روسيه كې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې د موسسانوغونډه جوړه شوه
له ناتو پرته به د افغانستان راتلونکی څنگه وی؟
د هرات په ولایت کی د امریکا د جنرال قونسگری ودانی په توغندیو ویشتل شوی ده
په خوست کی در پاکستان د استخباراتو اجنت نیول شوی دی
شيرحسن: دحامد کرزي په نوی حکومت کې د مجاهدينو ليري کول يو ناممکن کاردي
سرچينه :ارګومنت نيدلي
مسکواو کابل دمخدره توکو سره دمبارزې دهمکاريو موافقه لاسليک کړه
په ماسكو كې به د بهر اوسېدونكو افغاني ټولنو نړيوال كانگرس جوړ شي
د روسيې ولسمشر د ماسكو له جامع جومات نه كتنه وكړه
ماسكو او واشنگټن د (( افغاني مسئلې )) په اړه همكارۍ ته پراختيا وركوي
افغانستان او روسيه د خپلو پارلمانونو ترمنځ اړيكي ټينگوي
مېدوېدېف : روسيه په افغانستان كې د اغېزمن سياسي سېستم پلوۍ ده
افغانستان په اټومي محاصره کې
پاكستاني پوځي څارگرۍ اى اېس اى واشنگټن ته (( ځان وښود ))
د ماسكو كنفرانس گډونوالو له ېفگېني پريماكوف سره وكتل
امريكايي پلان په كابل كې وارخطايي راپيدا كړه
روسيه به له افغانستان سره مرستو ته دوام وركړي
  مقالې/
امریکا د دوو جگړو توان نه لری
/5.2.2010
     چاپي بڼه امریکا د دوو جگړو توان نه لری
نیکولای سورکوف
شونی ده چی د مقالو د لیکوالانو نظریات د "افغانستان.رو" سایت اند سره په تکرکی وی.

پرون د پنتاگون له خوا د نوی طرحه شوی " څلور کلن پراخ اټکل " محتوا څرگنده شوه ، چی ، په ماهیت کی ،په نژدی راتلونکو څلورو کلونو کی د امریکا پوځی دوکتورین شمیرل کیږی. د سند له شوره ډکه سناریو – په دوو بلابیلو پوځی ډگرونو کی د جگړی د پرمخ بیولو له طرحی څخه د " زیات شمیر" گواښونو سره دمقابلی په گټه تیریدل شمیرل کیږی ، چی د هغوی په لړ کی چین ، شمالی کوریا ، ایران او نړیوال تروریستان شامل دی. نوی نظریه له بی پیلوټه الوتکو څخه د کار اخیستلو د پراخولو او د خاصو عملیاتو د ځواکوند د پیاوړتیا غوښتنه کوی.

بهرنی کتونکی څرگندوی ، چی پنتاگون د لمړی ځل لپاره خپله پاملرنه د پوځی نظریی له یوی عمده مادی – د امریکا له وسله والو ځواکونو څخه په بیلابیلو پوځی ډدگرونو کی د دوو جگړو لپاره د همزمان تیاری له غوشتنی څخه تر یوه حده اړولی ده ، که څه هم له هغو یی لاس ندی اخیستی.

اوسنی " څلور کلیز اټکل " وړاندیز کوی ، چی زیاته پاملرنه باید نورو سناریوگانو ، لکه بشری ناتارونو یا شخړو ته واړول شی ، چی په هغو کی د امریکا غلیمان د نامنظمو ډلو وسله وال کسان دی. د مثال په توگه ، یاغیان یا د نیشه یی موادو قاچاق وړونکی.

په سند کی ویل شوی : " د امریكا د متحدو ایالاتو پوځیان په لنډه او منځنی موده کی باید خپل کار پلان او دی ته تیار وی ، تر څو د عملیاتو بیلابیل ډولونه د جگړه ایزو فعالیتونو په زیات شمیر ډگرونو کی په عین وخت کی پر مخ بوزی". د لومړیتوبونو په لړ کی په افغانستان او عراق او د نړی په نورو سیمو کی له تروریستی گواښونو سره مبارزی ته ځای ورکړی شوی دی.

غواړم دا خبره یاده کړم ، چی پنتاگون د نوی " څلورکلن اټکل د اعلان په ترځ کی کانگرس ته د 2011 کال د پوځی بودجی مسوده وړاندی کړی ، چی له اوسنی بودجی څخه به 44 میلیارد ډالره زیاته وی او 708 میلیاردو ډالرو ته به ورسیری. ددی پیسو زیاته برخه په افغانستان او عراق کی د جگړی د پرمخ بیولو لپاره په پام کی نیول شوی ده.

په اټکل کی د بی پیلوټه الوتکو د زیاتولو شدیدی اړتیا ته اشاره شوی ، له کومو څخه ، چی په عراق ، افغانستان او پاکستان کی د کشف او پر ځمکنیو موخو د گوزار لپاره کار اخیستل کیږی. د بلومبیرگ د اژانس د معلوماتو له مخی ، تر 2013 کال پوری د بی پیلوټه الوتکو شمیر به د جگړی د سیمو په اسمان کی تر 40 – 50 الوتکو او تر 2015 کاله – تر 65 الوتکو ورسيږي. په عین حال کی د بی پیلوټه الوتکو د استعمالولو د اغیزمنتوب د اقداماتو تر سره کول هم په پام کی دی.

دامریکا د پوځی جوړښت بل لومړیتوب د خاصو عملیاتو د ځواکونو پراختیا گڼل کیږی. په نوی اټکل کی د دغو ځواکونو د ملاتړ د ښه کولو او سنبالولو د اړتیا خبره شویده. په دی منظور د اضافی شمیر AC– 130 الوتکو ، چی په چټکو توپونو به سنبال شوی وی ، د رانیولو او د مرستندویو قطعاتو د پرسونل د شمیر زیاتوالی ، چی د امریکا خاص ځواکونه د کشف د معلوماتو او مخا بری له نظره تامینوی ، په پام کی دی.

لکه څنگه ، چی د CNN تلویزیون خبر ورکوی ، په ځانگری توگه د امریکا د وسله والو ځواکونو د هليكوپترونو د پارک د زیاتوالی مساله هم څیړل کیږی. د امریکا د دفاع وزیر روبرت گیتس اشاره کړی ، چی پنتاگون د پخوا په شان د هلیکوپترونو کمښت احساسوی. په افغانستان او عراق کی ، چیری چی په دایمی توگه پوځیان او وسایل په غرنیو شرایطو کی لیږدول کیږی ، هلیکوپترونه هغه عمده وسیله ده ، چی د ځواکونو خوځښت تامینوی. له همدی کبله د هلیکوپترونو زیات شمیر به دغو هیوادو ته واستول شی.

د پخوا په شان زیاته پاملرنه چین ته اړول شوی ده. دا خبره کیږی ، چی چین د عصری توغندیو ،نوو گوزاریزو اوبتلونو ، د لیری واټن هوایی مدافعوی سیستمونو زیات شمیر تولیدوی او په محاربوی مورچلو کی یی ځای پرځای کوی او د رادیو الکترونی جگړی د پرمخ بیولو امکاناتو ته پراختیا ورکوی.

امریکا په اسیا کی پر حالاتو د کنترول د قایمولو په برخه کی د هوایی او پوځی – سمندری توان په یو موټی توب ډه ډه لگوی. په دی برخه کی اساسی رول د بمبارد الوتکو نوی نسل ، نوو وزر لرونکو توغندیو او بی پیلوټه الوتکو ته ، چی له الوتکو وړونکو بیړیو به الوزول کیږی ، ورکول کیږی.

سیبیرنیتیکی بریدونه د امریکا د خاصی اندیشنی سبب گرزی. له هغوی سره د مقابلی په غرض په دی برخه کی د ماهرانو د تشکیل زیاتول او د متمرکزی سیبیرنیتیکی قوماندانی جوړول اتکل کیږی. همدارنگه ، په چین کی د مصنوعی سپږمیو پرضد وسلو ( د لایزری وسلو ) انکشاف او د فضایی کشف او مخابراتو سیستم ته زیاتیدونکی گواښ ته اشاره کیږی. د امریکا د دفاع د وزارت تحلیلوونکی دی ټکی ته اشاره کوی ، چی پیکن پر مخنیوونکو گوزارونو او له عملیاتی پریکړو د نیولو له امکان حخه د دښمن په محرومولو ډه ډه لگوی.

د خپاره شوی اټکل سره سم پنتاگون له داسی شخړو سره مخامخ کیږی ، چی د ختمیدونکو منابعو په خاطر د مبارزی او طبیعی ناتارونو له سببه را منځ ته کیدلي شي. د اقلیم تغیر ( د سمندرونو د اوبو د سطحی لوړیدل ، د قطبی یخونو ویلی کیدل ) باید د عملیاتو د پلانولو په ترځ کی په پام کی ونیول شی. سربیره پردی ، دا کار داسی منفی پایلی ، لکه ساری ناروغی ، د اوسیدونکو ډله ایز کوچیدل او د منابعو له منځه تلل ، لرلی شی.

په سند کی پر ذروی امنیت هم تماس نیول شوی. امریکا نیت لری خپلی ذروی زیرمی تر هغو وساتی ، تر څو سراسری ذروی بی وسلی کول نوی تر سره شوی.

منبع: " نی زایوسیمایا گازیته "
فارسی.رو
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--