English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
په مسکو کې د افغانستان د عکسونو نندارتون
ناټو منځنۍ اسيا “بشپړه نيسي”
د نفاق پاكستان
د روسيې افغاني كوكنار ورسېدل
هند او پاكستان هڅه كوي چې سره پوخلا شي
په روسيه کې يوه افغاني پوه د ډاکټرۍ تزسس دفاع كړ
جرمني د خپل ځان پر وړاندې جګړه اعلان كړه
انقلابي ځايناستي توب
په كابل كې د روسي ژبې او ادبياتو د څانګې د بكلوريا فارغينو په وياړ جشني غونډه وشوه
امريكايي اجيرانو د پاكستان له قوانينو څخه سرغړونه وكړه
امریکا قندهار له طالبانو پاکوی
امریکا د دوو جگړو توان نه لری
دروسیی – افغانستان کاری شورا د افغانستان د بیا رغونی په هکله د مسکو له وړاندیز نه هرکلی کری
په روسيه كې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې د موسسانوغونډه جوړه شوه
له ناتو پرته به د افغانستان راتلونکی څنگه وی؟
د هرات په ولایت کی د امریکا د جنرال قونسگری ودانی په توغندیو ویشتل شوی ده
په خوست کی در پاکستان د استخباراتو اجنت نیول شوی دی
شيرحسن: دحامد کرزي په نوی حکومت کې د مجاهدينو ليري کول يو ناممکن کاردي
سرچينه :ارګومنت نيدلي
مسکواو کابل دمخدره توکو سره دمبارزې دهمکاريو موافقه لاسليک کړه
په ماسكو كې به د بهر اوسېدونكو افغاني ټولنو نړيوال كانگرس جوړ شي
د روسيې ولسمشر د ماسكو له جامع جومات نه كتنه وكړه
ماسكو او واشنگټن د (( افغاني مسئلې )) په اړه همكارۍ ته پراختيا وركوي
افغانستان او روسيه د خپلو پارلمانونو ترمنځ اړيكي ټينگوي
مېدوېدېف : روسيه په افغانستان كې د اغېزمن سياسي سېستم پلوۍ ده
افغانستان په اټومي محاصره کې
پاكستاني پوځي څارگرۍ اى اېس اى واشنگټن ته (( ځان وښود ))
د ماسكو كنفرانس گډونوالو له ېفگېني پريماكوف سره وكتل
امريكايي پلان په كابل كې وارخطايي راپيدا كړه
روسيه به له افغانستان سره مرستو ته دوام وركړي
  مقالې/
امريكايي اجيرانو د پاكستان له قوانينو څخه سرغړونه وكړه
/18.3.2010
     چاپي بڼه امريكايي اجيرانو د پاكستان له قوانينو څخه سرغړونه وكړه

ولاديمير سكوسيرېف – د (( نېزاويسيمايا ګزيته )) خبريال.

كېداى شي چې د ليكوال ليد د (( افغانستان . رو )) له دريځ سره سمون ونه لري .

له ماسكوه خپرېدونكې (( نېزاويسيمايا ګزېته )) په خپله وروستۍ ګڼه كې ليكي : د امريكا د متحده ايالاتو د بهرنۍ څارګرۍ په كړيو كې لانجه رامنځته شوه . مالومه شوه چې په افغانستان او پاكستان كې د څار لپاره له ځاني شركتونو نه كار اخيستل كېده . د دغو عملياتو ، چې د اسلام اباد له لوري منع شوي ، مشري د پنتاګون يوه كاركوونكي كوله . په دغه كاركوونكي باندې د سركاري پيسو د لګولو شك كيږي .

ددغې كيسې تر ټولو لوى اتل د دفاع وزارت ملكي مامور (( مايكل فېرلن )) دى چې پخوا د متحده ايالاتو د پوځي هوايي ځواكونو افسر وو . ده په افغانستان او پاكستان كې داسې يوه څانګه په ټېكه جوړه كړې چې له سي . اى . اې او دفاع وزارت سره يې د جګړه مارو په څار او وژلو كې مرسته كوله . په دغه څانګه كې يې د سي . اى . اې او ځانګړو دندو پوځي ټولګيو پخواني كاركوونكي په كار ګومارل .

دغو اوپراتيفي كاركوونكو د جګړه مارو كمپونو د مېشتځاىونو په اړه مالومات راټولول او د امريكا څارګريزو خدماتو ته يې وركول . د بهرنيانو دا ډول كار او فعاليت پاكستان بند كړى دى ، خو واشنګټن ونه غوښتل چې دغه بنديز په پام كې ونيسي . دا چې دغې شبكې خپل كار په څومره اغېزمنتوب سره ترسره كاوه په اړه يې قضاوت كول ستونزمن دي . ددغې شبكې په اړه مالومات د (( نيويارك ټايمز )) ورځپاڼې او د امريكا متحده ايالاتو ادارې مامورينو د داسې شرايطو په پام كې نيولو سره راسپړلي چې نوم يا نومونه به يې نه ډاګيزه كيږي . داسې ښكاري چې د (( فېرلن )) كار له دغو مامورينو څخه د كوم چا نه دى خوښ شوى . دغه مامور وويل چې دده خلك د جګړه ييزو پېښو د سيمې پر شاخوا كې له يوه ځايه بل ځاى ته لېږدېدل ، خپل ځانونه يې د (( جېمز بونډانو )) په توګه ښودل .

په افغانستان كې له رسنيو سره د اړېكو په برخه كې د امريكا متحده ايالاتو لوى استازي د دريابي پوځونو جنرال (( ګرېګوري سميت )) هم د پنتاګون له خوا د جوړو شويو جوړښتونو په اړه ډېر منفي غبرګون ښودلى دى . (( فېرلن )) او د هغه امريكايي انډېوالانو بل چاته نه ، بلكې په خپله په افغانستان كې د امريكايي پوځيانو بولندوى جنرال (( دېويد ماكېرنان )) ته خپل وړانديز كړى چې د امريكا متحده ايالاتو اردو او ځاني كمپنيو لپاره دې اطلاعاتي شبكه جوړه شي . ددغې شبكې مالوماتو بايد امريكايي دولتي جوړښتونو او سوداګرۍ ته دا شونتيا وركړې واى چې د سيمې په ستونزو ښه پوه شي .

همدا ډول يوه شبكه ، چې ځايي وګړي يې اجيرول ، په عراق كې هم جوړه شوې وه . خو دغې شبكې دومره ډېر عايد نه درلود ، ځكه خو د سي . اى . اې او پوځ پخواني نوښتګر كاركوونكي د پيسو په خاطر پوځي قوماندانۍ ته پام واړاوه . د دريابي پوځونو جنرال ، چې تړاويز ( مواصلاتي ) خدمتونه يې تر لاس لاندې دي او دا دنده وركړ شوې وه چې د (( فېرلن )) او د هغه د انډيوالانو د نوښت ارزونه وكړي ، د دوى په وړانديز نيوكه وكړه . په ده دا خبره ښه ونه لګېده چې پوځيان دې په څارګريزو عملياتو بوخت شي . جنرال هممهال په دې اعتراف وكړ چې د امريكا متحده ايالات د رسنيو په برخه كې د مالوماتو راټولولو لپاره د نورو نهو ( ۹ ) نړيوالو كمپينو له خدمتونو نه كار اخلي .

(( فېرلن )) او دده همكاران د جنرال په برخه كې پروسږ كال له ناكامۍ سره مخ شول . خو له دې نه مخكې د حكومت له خوا ده ته نږدې دوه ويشت ( ۲۲ ) ميليونه ډالره بېل شوي ول . دا لږ پيسې نه دي . دا چې دا پيسې يې په څه شي لګښت كړې كره مالومه نه ده . لكه څنګه چې د دريابي پوځونو جنرال (( سميت )) ويلي ، (( فېرلن )) تر اوسه پورې د ۱۵ ميليونو حساب نه دى وركړى . اوسمهال پخوانى پيلوټ له كار نه ګوښه كړ شوى دى . دده پر وړاندې د پلټنې كار روان دى .

موږ د بهرنۍ څارګرۍ د لويې ادارې پخواني ډګروال (( ويتالي شليكوف )) ته پاملرنه وكړه او هيله مو ورنه وكړه چې د امريكايي ورځپاڼې په اړه خپله تبصره وكړي . ده وويل ، امريكايان په هر څه كې ګټه لټوي . دا چې ځاني بانكونه او كارپورېشنونه په نورو برخو كې ، نورو شركتونو ته ، د خپلې سوداګرۍ يوه برخه د (( اوت سورسينګ )) لپاره وركوي ، نو ولې پنتاګون او څارګريزې ادارې دا كار ونه كړي .

داسې رسمي ادارې لكه د ساري په توګه د امريكا متحده ايالاتو پوځي څارګري د خپلو سختو او جدي قاعدو له مخې كار كوي . هلته بايد خپلې مشرۍ ته د هر ګام په اړه په جدي ډول رپوټ وركړ شي . د (( ناپوځي كسانو )) لاسونه ډېر خپلواك دي او كولاى شي چې په زړورتيا سره خپل نوښت څرګند كړي .

كارپوه په پاى كې وويل ، ددغه دولت پوځيان هم نه تمامېدونكي نه دي . اوسمهال ۲۰۰ دوه سوه زره ځاني شركتونه د پنتاګون لپاره كار كوي . نور دولتي ارګانونه هم په همدې ډول كار بوخت دي . د ساري په توګه نږدې د ټولو مهمو اشخاصو ، له ولسمشر نه پرته ، ساتنه داسې خلك كوي چې د ځاني شركتونو له خوا په كار ګومارل شوي دي .

(( نېزاويسيمايا ګزيته ))
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--