English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
په مسکو کې د افغانستان د عکسونو نندارتون
ناټو منځنۍ اسيا “بشپړه نيسي”
د نفاق پاكستان
د روسيې افغاني كوكنار ورسېدل
هند او پاكستان هڅه كوي چې سره پوخلا شي
په روسيه کې يوه افغاني پوه د ډاکټرۍ تزسس دفاع كړ
جرمني د خپل ځان پر وړاندې جګړه اعلان كړه
انقلابي ځايناستي توب
په كابل كې د روسي ژبې او ادبياتو د څانګې د بكلوريا فارغينو په وياړ جشني غونډه وشوه
امريكايي اجيرانو د پاكستان له قوانينو څخه سرغړونه وكړه
امریکا قندهار له طالبانو پاکوی
امریکا د دوو جگړو توان نه لری
دروسیی – افغانستان کاری شورا د افغانستان د بیا رغونی په هکله د مسکو له وړاندیز نه هرکلی کری
په روسيه كې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې د موسسانوغونډه جوړه شوه
له ناتو پرته به د افغانستان راتلونکی څنگه وی؟
د هرات په ولایت کی د امریکا د جنرال قونسگری ودانی په توغندیو ویشتل شوی ده
په خوست کی در پاکستان د استخباراتو اجنت نیول شوی دی
شيرحسن: دحامد کرزي په نوی حکومت کې د مجاهدينو ليري کول يو ناممکن کاردي
سرچينه :ارګومنت نيدلي
مسکواو کابل دمخدره توکو سره دمبارزې دهمکاريو موافقه لاسليک کړه
په ماسكو كې به د بهر اوسېدونكو افغاني ټولنو نړيوال كانگرس جوړ شي
د روسيې ولسمشر د ماسكو له جامع جومات نه كتنه وكړه
ماسكو او واشنگټن د (( افغاني مسئلې )) په اړه همكارۍ ته پراختيا وركوي
افغانستان او روسيه د خپلو پارلمانونو ترمنځ اړيكي ټينگوي
مېدوېدېف : روسيه په افغانستان كې د اغېزمن سياسي سېستم پلوۍ ده
افغانستان په اټومي محاصره کې
پاكستاني پوځي څارگرۍ اى اېس اى واشنگټن ته (( ځان وښود ))
د ماسكو كنفرانس گډونوالو له ېفگېني پريماكوف سره وكتل
امريكايي پلان په كابل كې وارخطايي راپيدا كړه
روسيه به له افغانستان سره مرستو ته دوام وركړي
  مقالې/
انقلابي ځايناستي توب
/19.4.2010
     چاپي بڼه انقلابي ځايناستي توب
ېګور نظاموف
ېګور نظاموف ، په خپله هغه ليكنه كې چې د دوشنبې په ورځ په كومېرسانټ ورځپاڼه كې خپره شوې ، داسې ليكي :

په تېره اوونۍ كې د قرغزستان پېښو منطقي وده ومونده . په سـبا ورځ باندې لږ تر لږه د كوم ډاډ درلودلو په خاطر چارواكو يو ناكامي نه منونكى تاكتيك غوره كړ ، چې هغه خپلو لويو سپانسرانو يانې روسيې او د امريكا متحده ايالاتو ته د خپلې وفادارۍ ښودل دي .

نوې قرغزۍ ادارې ته له زړې ادارې نه پر واك وځواك سربېره زړې مالي ستونزې هم ورپاتې دي ، او چا به په دې اړه شك ښودلى واى چې نوي قرغزي چارواكي ددغو ستونزو د هواري لپاره هغه چا ته مخ اړوي ، چې هماغو مخكينيو چارواكو ته ډېر ښه مالوم ول . د اپرېل په ۸ له زر تېرېدونكي انقلاب نه وروسته د دغه هېواد د لنډمهاله حكومت مشرې روزه اوتونبايوا سملاسي د روسيې له لومړي وزير ولاديمير پوتين سره د ټيليفون پر كرښه تړاو ونيو او هغه ته يې خبر وركړ چې كه د نوي قرغزستان مالي ملاتړ وشي بده به نه وي . دې ته ډاډبښونكي ځواب وركړ شو او په دې بله ورځ د اپرېل په ۹ په وټيزو ( اقتصادي ) مسئلو كې د اوتونبايوا د مرستيال الماز بېك اتمبايف تر مشرۍ لاندې يو قرغزى پلاوى ماسكو ته راوالوت .

د روسيې په پلازمېنه كې د قرغزي پلاوي تود هركلى وشو او په لنډ مهال كې يې د وزارت په كچه له اتمبايف سره داسې ليدنه كتنه سمبال كړه چې په هغې كې د لومړي وزير مرستيال يګور سېچين او د ماليې وزير الكسى كودرين هم برخه واخيسته . كله چې ټولې اړينې خبرې اترې پاى ته ورسېدې ، اتمبايف له ښكاره قناعت سره روسيه او قرغزستان ستراتيژيكي ملګري وبلل ، او يادونه يې وكړه چې (( پخوا دغه دوه هېوادونه كورټ داسې ول لكه يوه كورنۍ )) . روسي چارواكي چې له هماغه لومړي سر نه يې د قرغزستان انقلاب پلوي وښووده ، داسې ښكاري چې د ځوابيه ولولو په څرګندولو سره خوشاله شول او هماغه شېبه يې دا خبرتيا وركړه چې قرغزستان ته به ۳۰ دېرش ميليونه ډالره پور وركړي . همدا راز يې ژمنه وكړه چې۲۰ شل ميليونه ډالره به نور هم په دې شرط بې پوره ( يانې د مرستې په توګه ) ورته بېلې كړي ، چې په سيده ډول يې يوازې د وګړو پر ضرورتونو ولګوي . په دې ډول د قرغزستان د ولسي باور حكومت د خپلې دولتي خزانې زېرمه دوه برابره ډېره كړه . د واك وځواك نيولو پر مهال په دغه دولتي خزانه كې ټولې پيسې پنځوس ميليونه ډالره وې .

ولاديمير پوتين ته د روزې اوتونبايوا له ټيليفون نه دوې ورځې وروسته يو ځل بيا مهمې ټيليفوني خبرې وشوې ، دا ځل دا ټيليفوني خبرې اترې د امريكا د متحده ايالاتو د باندينيو چارو له وزيرې هيلارې كلينټن سره ترسره شوې . اوتونبايوا له هغې نه هم د مالي مرستې هيله وكړه . هغې همدا راز كلينټن ته ډاډ وركړ چې قرغزستان به متحده ايالاتو ته دا شونتيا وركړي چې وكولاى شي په راتلونكې كې هم په افغانستان كې د خپلو پوځونو د سمبالتيا لپاره د ترانزيټي بارونو د لېږدولو په موخه د قرغزستان له ماناس هوايي اډې نه كار واخلي . څرګنده شوه چې هيلاري كلينټن هغه څه واورېدل ، چې څه يې غوښتل واوري ، نو يې خپل مرستندوى روبرټ بلېيك د راتلونكو خبرو اترو لپاره بيشكېك ته واستاوه . دده د خبرو له مخې د لنډمهاله حكومت كړنو امريكايي ادارې ته خوشبيني وروبښله او روزه اوتونبايوا ددغه حالت نه په كاراخيستنې سره هيله وكړه چې (( وټيزه مرسته په سيده ډول زموږ د وزارتونو له لارې تر لاسه كړي )) . بلېيك په كره ډول ونه ويل چې امريكايي چارواكي له قرغزستان سره د څومره مرستې كولو ته چمتو دي . لږ تر لږ هماغه بيشكېك ته نږدې د ماناس پوځي اډې د باړې تړون د مودې اوږدول به هېواد ته په كال كې څو لسګونه ميليونه ډالر ورپه برخه كوي .

له آره خو نوي قرغزي حكومت له انقلاب نه وروسته په څو لومړيو ورځو كې وكولاى شول چې هغه څه ترسره كړي ، څه چې راپرزېدلي ولسمشر كورمان بېك باقييف كورټ نه شو ترسره كولاى . هغه دا چې نوي چارواكي ، په داسې حال كې چې هېڅوك يې خوابدي نه كړل ، د روسيې او امريكا متحده ايالاتو په وړاندې يې خپله وفاداري او ملګرتيا څرګنده كړه او له دواړو سپانسرانو نه يې پيسې تر لاسه كړې . په دې ډول يې پرې د خپل ځان قانونيت هم په رسي ډول وپېژاند .
فارسی.رو
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--