English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
افغانی جهاد د پاکستانی جنرال میراث دی
په مسکو کی د افغانستان په باره کی بین المللی سیمینار جوړ شو
"روسان افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړوي"
افغان حکومت طالبانو ته د نوي دفتر وړانديز وکړ
د ټولو افغانانو لپاره د کابل جان ټولنیزې شبکې تاسیس
کرزی اوباما په دروهنه تورنوی
ایا امریکا به له تروریزم سره مبارزی ته د پاکستان په خاوره کی دوام ورکړی؟
په افغانستان کی د چارو وضعه د خوشبینی وړ نده
په روسيه کې د عيسوۍ شوې افغانې نجلۍ په باب
امريكا هيله لري چي تاجكستان به له افغانستان څخه د پوځونو په وتلو كي فعاله ونډه واخلي
افغانستان او اذربایجان د سفارتونو د پرانیستلو په هکله موافقه کړی ده
زیات شمیر پناه وړونکی چی تاجکستان ته راغلی د افغانستان اوسیدونکی دی
طالبان دې د نېمروز بریدونو په اړه دریځ روښانه کړي
فراه کې ۱۲ پوليس او قومندان يې طالبانو ته اووښتي
سر له نن به ځانګړي او د شپې عمليات افغان ځواکونه کوي
د امريکا سفير د عملياتو پر افغاني کېدو خوښي وښوده
روسيې له ډبليو ايف پي سره د ٤١ کاماز ډوله موټرو مرسته وکړه
ندهار کې ٥٠ ټنه تر وخت تېر درمل له منځه يوړل شول
عطامحمد د سولې پروسې مشروط ملاتړ وکړ، خو فهيم دا اړتيا وبلله
جنرال الن: د افغان او نړيوالو ځواکونو اړيکې پياوړې دي
ده کابل نه پنجوايي ته پر تللي پلاوي وسلوال بريد شوى
کيميرون: د کندهاره پېښه بده او اغيز لرونکې ده
زلمی رسول د سولې پر سر خبرو لپاره قطر ته ځي
د سپین بولدک چاودنې څلور افغان مسافر ووژل
ملي امنیت وايي د یوه سیاسي ګوند د مشر د وژنې طراحان یې نیولي
امریکايي پوځيانو ته په قرآن سوځونې سزا ورکول کېږي
'په تېرو څو کالو کې له افغانستانه نژدې پنځه میلیارد ډالر ایستل شوي'
د هلمند په یوه کور کې چاودنې اووه کسه ووژل
کرزی: احساسات مو وښودل، نور ارامي په کار ده
د شوروی اتحاد له خوا په ننګرهار کی جوړشوی کانال د ورانیدو په حال کی دی
  مقالې/
جرمني د خپل ځان پر وړاندې جګړه اعلان كړه
/23.4.2010
     چاپي بڼه جرمني د خپل ځان پر وړاندې جګړه اعلان كړه
ګالينا دودينا
ګالينا دودينا په خپله هغه ليكنه كې چې د كومېرسانټ ورځپاڼې په ۲۷ ګڼه كې خپره شوې ليكي :

په افغانستان كې په يو مهال د اوو جرمني پو ځيانو وژنې جرمني ولړزاوه او د افغانستان كشالې په راتلونكي حل كې يې د ګډون په اړه ډېر يو ستر بحث راوپاراوه . د جرمني سياستوالو په ورځنيو كاروونكو نومونو كې د (( جګړې )) ويي ( كليمه ) اوسمهال دود شوه او دوى تر اوسه پورې د افغان مسئلې د هواري په اړه بحث كې له همدغې ويي نه ډډه كوله . د جرمني لومړۍ وزيره انګېلا مېركېل ددې لپاره چې د پوځي ضد روحيې مخنيوى وكړي ، پرون يې ددغه هېواد د پارلمان (( بوندېستاګ )) وكيلانو پر وړاندې وينا وكړه ، خو په دې و نه توانېده چې مخالفينو او ټولنې ته قناعت وركړي .

په پارلمان كې د افغانستان په اړه د انګېلا مېركېل ځانګړې وينا د يوې دقيقې چوپيتا په كولو سره پيل شوه . وكيلانو د هغو پوځيانو د وژنې ياد ته درناوى څرګند كړ ، چې د اپرېل په ۲ او ۱۵ له طالبانو سره په نښتو كې وژل شوي دي . بايد يادونه وكړو چې درې كسه د ديسانت پوځيان په كندوز ولايت كې پر ګزمې باندې د طالبانو د بريد په پايله كې ، او څلور كسه نور پوځيان هم په بغلان ولايت كې د طالبانو له خوا د زغروال ګاډي د الوزولو په پايله كې له منځه ولاړل .

په جرمني كې د هر هغه پوځي مړينه ، چې په افغانستان كې د ګڼ هېواديز ځواك په تشكيل كې شتون لري ، د ټول هېواد په كچه د خبرو او بحث په موضوع بدليږي . له ۲۰۰۱ ز كال نه راهيسې د ټولو وژل شويو پوځيانو په اړه مالوماتي دوسيې ددغه هېواد د لويو او نامتو مجلو په سايټونو كې شتون لري او ټول لوستونكي كولاى شي ورته لاسرسى ولري . په يو مهال د اوو كسو پوځيانو وژنې يو بې سابقه غبرګون راوپاراوه . د جرمني سياستوالو په كاروونكو نومونو كې د (( جګړې )) كليمه بيا راپيدا شوه . خو وروسته له هغه ، كله چې د چهارشنبې په ورځ د طالبانو په سايټ كې له جرمني چارواكو نه غوښتنه وشوه چې خپل پوځونه (( هر څومره زر له افغانستانه وباسي هغومره به ښه وي )) حالت تر وروستي بريده تود شو .

په داسې حال كې چې نږدې په سلو كې ۷۰ جرمنيان د ناټو په اډانه كې د پوځي دندې د ترسره كولو مخالف دي ، مېركېل زر تر زره پارلمان ته ورغله او هلته يې دا هڅه وكړه چې په افغانستان كې د روان سياست تګلوري ادامې په تړاو د پارلمان وكيلانو ته قناعت وركړي . بايد يادونه وكړو چې د افغانستان د امنيت په برخه كې د نړيوالو مرستندويو ځواكونو (( ايساف )) په تشكيل كې جرمني له ۲۰۰۱ ز كال نه ارهيسې په دغه هېواد كې يوه له لويو پوځي ډلو څخه لري ، چې بنسټيزه دنده يې د ناپوځي جوړښتونو چمتو كول دي .

خبره دا ده چې په دې برخه كې د ګډون مانا ورو ورو مخ په تيتېدو روانه ده . د برلين د پوهنې او سياست د فونډېشن سياستواله څيتا ماس وويل چې (( پخوا موږ ته داسې ښكارېده چې موږ په دغه هېواد كې دموكراسي په پښو دروو ، خو په كړنو كې څرګنده شوه چې (( ايساف )) او جرمني د افغانستان په فساد كې ښكېل او نااغېزمن مشرتابه ملاتړ كوي . په دې تړاو اړينه ده ، حكومت دا كره كړي چې موږ ولې تر اوسه پورې لا په دغه هېواد كې يوو ؟ ))

انګېلا مېركېل د نېوكه كوونكو په ځواب كې هغه كسان د (( بې پازې سلوك لروونكو )) په نامه ياد كړل چې زر تر زره د پوځونو د وتلو غوښتنه كوي . هغې وويل : (( نړيواله ټولنه په ګډه افغانستان ته ننوتې او په ګډه به له دغه هېواده وزي )) نوموړې وويل : (( د پوځونو وتل به ترهګر وهڅوي )) .

په پارلمان كې د مېركېل وينا دا زباد كړه چې د پوځي ضد روحيې له پياوړتيا سره سره ، رسمي برلين تر اوسه لا دې ته چمتو نه دى چې له خپلې پخوانۍ كړنلارې نه لاس واخلي . د روسيې د پوهنو اكاډمۍ د اروپا انستيتوت د جرمني څېړنو منځۍ مخكښ پوهنيز كاركوونكى الكساندر كامكين وويل : (( دا تر ډېره بريده په افغاني مسئله كې د جرمني د اوسنيو سياسي ګوندونو د اتحاد ( CDU/ CSU ) او د خپلواك دموكراتيك ګوند امريكايي پلوه دريځ لامله دى . )) د ښاغلي كامكين له ليده (( ددې لپاره چې كارنده ټلواله دې ته اړ ايستل شي چې له مهال نه مخكې له افغانستان نه ووزي ، ددې لپاره څو ګرايه سترو بلهاريو ته اړتيا ده . ))

خو د افغاني مسئلې په اړه د داخلي ټوټې كېدو د مخنيوي په برخه كې د حكومت وس وار په وار كميږي او دا كار ورته ستونزمنيږي . په دې وروستيو اونيوو كې د كيڼو ګوندونو ددې غوښتنې چې پوځونه دې زر تر زره ووزي ، يو شمېر جګپوړو سوسيال دموكراتانو هم ملاتړ وكړ او له دوى سره يو ځاى شول . د جرمني د ځمكو وزير مېكلېنبورګ ، اېروينګ زېلېرينګ چې د جرمني له سوسيال دموكرات ګوند څخه دي ، وويل : (( موږ بايد له افغانستان نه دومره زر وزوو ، څومره چې شونتيا لري )) .

ددې ډول بحثونو او خبرو فاكټ د ناټو په پوځي قوماندانۍ كې اندېښنې نورې هم پسې زياتوي . د چهارشنبې په ورځ په افغانستان كې له سولې سره د مرستې نړيوالو پوځونو لوى بولندوى جنرال ماك كريستال برلېن ته ددې لپاره ولاړ چې د جرمني په پوځي ، سياسي او مالي ملاتړ باندې ډاډ من شي او ښايي چې افغانستان ته د اضافي پوځ په لېږلو هم بريالى شي .
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--