|
|
| خبرونه/ |
په روسيه کې يوه افغاني پوه د ډاکټرۍ تزسس دفاع كړ
/30.4.2010
راپور: الهام عمر هوتکی
" سټريوتيپونه دفکري-ژبنيو واحدونو په توګه او په افغاني فرهنګ کې د هغو درک" - دا هغه موضوع ده، چې د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي د روسي څانګې پخواني استاد محب الرحمن د خپل ډاکتري د تزسس لپاره ټاکلې وه.
استاد محب الرحمن په دریو وروستيو کلونو کې د مسکو د پوشکين په دولتي انستيتوت کې د خپلې ډاکترۍ لپاره کار او څېړنې کولې.
دڅېړنې موخه پر ژبه د فرهنګ اغېزه ،په ليکنۍ او ګړنۍ ژبه کې د هغه د نښو نښانو او د بېلابېلو فرهنګونو د استازو ترمنځ د راشې درشې په بهير کې د فرهنګ مرستندويه ونډه وه.
د ډاکترۍ دغه دسرتيشن (تزسس ) - څېړنیز کتاب يوه سريزه،درې څپرکي،يوه پايله او د ماخذونه برخه لري. دا په څو وروستيو کلونو کې په روسيه کې د افغانستان د پوهانو دخورا ښو علمي څېړنو يوه غوره بېلګه ده. د دې اثر غوره والی دا دې چې موضوع په يې ژبپوهنې تړلی ده. په افغانستان کې زموږ زياتره څېړونکي په ادبپوهنه لګيا دي او د ژبنيو څېړنو په برخه کې علمي څېړنې خورا لږې دي.
د ډاکترۍ په دغه دفاع کې د پوشکين د دولتي پوهنتون دشورا پر غړو سربیره،د مسکو د دولتي پوهنتون استازی،د مسکو د ژبپوهنې د انستيتوت او د مسکو د بهرنيو ژبو د زده کړو کارکوونکو حضور درلود. د دفاع په محفل کې په روسيه کې د افغانستان د سفارت ديپلوماتانو او په روسيه کې د افغانستان فرهنګي استازي داکټر لطيف بهاند،په روسيه کې دافغانستان د فرهنګی ودې د ټولنې مشر شاه محمد ګويا، يو زيات شمېر افغانانو او د پوشکين د انستيتوت يو شمېر زياتو څېړنکو ګډون درلود.
ښاغلي بهاند د مبارکۍ په خپله وينا کې د هېواد لپاره د ځوانو ژبپوهانو په روزنه کې د دې انستيتوت له ونډې مننه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې په راتلونکې کې دغه انستيتو ت وکولای شي دافغانستان لپاره نور ژبپوهان هم وروزي.
په۱۳۸۵کال په روسيه کې د افغانستان د فرهنګي څانګې تر پرانستل کیدو وروسته د افغاني محصلانو زده کړو او دهغوی څېړنو خورا علمي او هر اخېزه بڼه پيداکړي او هغوي د دغې څانګې په مشوره دخپلو ديپلومونو او څېړنو د دفاع لپاره موضوع ټاکي.
په پای کی په مسکو کې ميشتو افغاني فرهنګيانو استاد محب الرحمن ته د ډاکترۍ د درجی د اخېستو په مناسبت مبارکۍ ورکړه او هیله یی څرگنده کړه چې د ژپپوهنې په برخه کې د ده دغه علمی لاسته راوړنی د ژبې او خلکو لپاره ګټوره ثابتی شي.
|
| فارسی.رو |
|
|
|