English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
په مسکو کې د افغانستان د عکسونو نندارتون
ناټو منځنۍ اسيا “بشپړه نيسي”
د نفاق پاكستان
د روسيې افغاني كوكنار ورسېدل
هند او پاكستان هڅه كوي چې سره پوخلا شي
په روسيه کې يوه افغاني پوه د ډاکټرۍ تزسس دفاع كړ
جرمني د خپل ځان پر وړاندې جګړه اعلان كړه
انقلابي ځايناستي توب
په كابل كې د روسي ژبې او ادبياتو د څانګې د بكلوريا فارغينو په وياړ جشني غونډه وشوه
امريكايي اجيرانو د پاكستان له قوانينو څخه سرغړونه وكړه
امریکا قندهار له طالبانو پاکوی
امریکا د دوو جگړو توان نه لری
دروسیی – افغانستان کاری شورا د افغانستان د بیا رغونی په هکله د مسکو له وړاندیز نه هرکلی کری
په روسيه كې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې د موسسانوغونډه جوړه شوه
له ناتو پرته به د افغانستان راتلونکی څنگه وی؟
د هرات په ولایت کی د امریکا د جنرال قونسگری ودانی په توغندیو ویشتل شوی ده
په خوست کی در پاکستان د استخباراتو اجنت نیول شوی دی
شيرحسن: دحامد کرزي په نوی حکومت کې د مجاهدينو ليري کول يو ناممکن کاردي
سرچينه :ارګومنت نيدلي
مسکواو کابل دمخدره توکو سره دمبارزې دهمکاريو موافقه لاسليک کړه
په ماسكو كې به د بهر اوسېدونكو افغاني ټولنو نړيوال كانگرس جوړ شي
د روسيې ولسمشر د ماسكو له جامع جومات نه كتنه وكړه
ماسكو او واشنگټن د (( افغاني مسئلې )) په اړه همكارۍ ته پراختيا وركوي
افغانستان او روسيه د خپلو پارلمانونو ترمنځ اړيكي ټينگوي
مېدوېدېف : روسيه په افغانستان كې د اغېزمن سياسي سېستم پلوۍ ده
افغانستان په اټومي محاصره کې
پاكستاني پوځي څارگرۍ اى اېس اى واشنگټن ته (( ځان وښود ))
د ماسكو كنفرانس گډونوالو له ېفگېني پريماكوف سره وكتل
امريكايي پلان په كابل كې وارخطايي راپيدا كړه
روسيه به له افغانستان سره مرستو ته دوام وركړي
  مقالې/
هند او پاكستان هڅه كوي چې سره پوخلا شي
/30.4.2010
     چاپي بڼه هند او پاكستان هڅه كوي چې سره پوخلا شي

د (( نېزاويسيمايا گزېته )) ورځپاڼې خبريال ولاديمير سكوسېرېف په خپله هغه ليكنه كې چې د همدغې ورځپاڼې د اپرېل د ۲۹ نېټې په گڼه كې خپره شوې ليكي :

په بوتان كې بايد د هند او پاكستان د لومړيو وزيرانو ليدنه كتنه وشي . دا خبرې اترې كېداى شي هغه خړپرتيا كمه كړي ، چې پر مومبى باندې د ترهگرو له بريد نه وروسته ددغو دوو هېوادو په اړېكو كې رامنځته شوې ده . ډيلى وايي چې په دغه بريد كې پاكستاني ځانگړو چوپړونو لاس درلود ، خو پاكستان يې ردوي .

لكه څنگه چې انتظار كيږي ، د هند او پاكستان لومړي وزيران من موهن سينگ او يوسف رضا گيلاني بايد د سويلي اسيا د سيمه ييزې ودې ټولنې ( SAARC ) د غړو له غونډې نه وروسته په اړخيز ( څنگيز ) سالون كې سره وگوري او خبرې اترې وكړي .

دغه ټولنه چې افغانستان، بنگله دېش، بوتان، هند، مالديوا، نېپال، پاكستان او سريلانكا يې غړيتوب لري، په ۱۹۸۵ ز كال كې جوړه شوې وه، چې موخه يې په سويلي اسيا كې د ژوند د كچې لوړتيا ده . په دغه سيمه كې د ځمكې پېنځمه برخه وگړي ژوند كوي . خو په تېرو ۲۵ كلونو كې ددغه سازمان ډېر لږ برى په برخه شوى دى . د همكارۍ پراختيا ته ددغې سيمې تر ټولو ډېرو لويو ، له پوځي پلوه پياوړو دولتونو، هند او پاكستان ترمنځ مخالفتونه مزاحمت كوي .

ددغو دوو سيالانو ترمنځ د نفاق هډوكى د كشمير واده ده، چې مسلمانان پكې ژوند كوي ، خو د هند د جمو او كشمير ايالت يوه برخه ده . هند او پاكستان په خپل منځ كې درې ځلې جگړې كړې دي . دوه كاله مخكې ،هغه مهال كله چې د پاكستان ولسمشر جنرال پروېز مشرف وو ، دواړه لوري دې ته نږدې شوي ول چې ترمنځ يې بشپړه موافقه وشي . خو پر مومبى باندې د ترهگرو بريد، چې د هند سوداگريزه منځۍ ده ، په ۲۰۰۸ ز كال كې دغه دوه گاونډيان يو ځل بيا د لانجې تر بريده ورسول .

هند خبرې اترې غوڅې كړې او دا غوښتنه يې وكړه چې پاكستان د هغو كسانو پلټنه وكړي چې په نوموړي خونړي بريد كې لاس لري او لامله يې ۱۷۴ كسان وژل شوي . ډيلى وايي چې په دغو عملياتو كې (( دولتي عناصرو )) برخه درلوده . دلته يې موخه د پاكستان ځانگړي چوپړونه دي . اسلام اباد اعتراف وكړ چې د بريد د پلان يوه برخه په پاكستان كې جوړه شوې وه ، خو دا خبره چې په هغه كې دولتي جگپوړو اشخاصو لاس درلود ، ردوي .

اوس نو په دغه ډېره سړه فضا كې د دوو هېوادو لومړي وزيران د هماليا په لوړو غرونو كې د كوشنۍ شاهي بوتان په پلازمېنه كې بايد سره وگوري . هغه جنجاليزه څارگريزه لانجه چې د سويلي اسيا د سيمه ييزې ودې ټولنې ( SAARK ) د غړو هېوادو د كنفرانس د پرانيستل كېدو نه لږ مخكې رامنځته شوې ، ونه شو كولاى چې د دوى ترمنځ اړيكي ښه كړي . هند يوه ديپلوماته ښځه چې په پاكستان كې يې د هند په سفارت كې كار كاوه ، ونيوله . د سفارت دويمه سكرټره ، ۵۳ كلنه مادهوري گوپتا د پاكستان د اطلاعاتي خدماتو كاركوونكې وه . دا ښځه په دې تورنه شوې چې دې پاكستان ته پټ مالومات وركول .

موږ د روسيې د پوهنو اكاډيمۍ د ختيځپوهنې انستيتوت د هندي څېړنو منځۍ له مشرې تاتيانې شاوميان نه پوښتنه وكړه ، چې د هند او پاكستان ترمنځ په لوړه كچه خبرو اترو نه څه ډول انتظار كېداى شي ؟ هغې په ځواب كې داسې وويل : (( خبرې اترې له دې نه ښې دي چې كورټ نه وي . خبرې اترې لږ تر لږه كولاى شي چې د لوريو ترمنځ دريځونه روښانه كړي . خو په اړېكو كې كومې پرېكنده پايلې ته په هيله من كېدو نه ارزي . د كشمير ستونزه به هواره نه شي . خو د وټيزې ( اقتصادي ) همكارۍ ، ترانسپورتي تړاوونو په ټينگښت او خلكو ترمنځ تړاوونو په برخه كې وړاندې تگ شونى دى . ))

كارپوه وايي چې د پولې په دواړو لوريو كې ، همدا راز په كشمير كې گڼ شمېر بېلې شوې كورنۍ شتون لري . دوى غواړي چې په خپل منځ كې راشه درشه ولري . سوداگر چمتو دي چې سوداگرۍ ته پراختيا وركړي . خو په خواشينۍ سره چې دې كارونو ته هغه ښكارنده مزاحمت كوي چې هندوستانيان يې (( د پولې ها خوا ترهگرۍ )) په نامه يادوي . دلته موخه په پاكستان كې مېشتې افراط غوښتونكې ډلې دي .

كارپوه په پاى كې وويل : (( ډيلى غواړي چې دغو افراطي ډلو ته پايټكى كېښودل شي . اسلام اباد هم داسې گڼي چې ترهگرۍ دواړه دولتونه له لوى گواښ سره مخ كړي دي . خو تر اوسه پورې دغه گواښ له منځه نه دى وړل شوى . ))
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--