English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
په مسکو کې د افغانستان د عکسونو نندارتون
ناټو منځنۍ اسيا “بشپړه نيسي”
د نفاق پاكستان
د روسيې افغاني كوكنار ورسېدل
هند او پاكستان هڅه كوي چې سره پوخلا شي
په روسيه کې يوه افغاني پوه د ډاکټرۍ تزسس دفاع كړ
جرمني د خپل ځان پر وړاندې جګړه اعلان كړه
انقلابي ځايناستي توب
په كابل كې د روسي ژبې او ادبياتو د څانګې د بكلوريا فارغينو په وياړ جشني غونډه وشوه
امريكايي اجيرانو د پاكستان له قوانينو څخه سرغړونه وكړه
امریکا قندهار له طالبانو پاکوی
امریکا د دوو جگړو توان نه لری
دروسیی – افغانستان کاری شورا د افغانستان د بیا رغونی په هکله د مسکو له وړاندیز نه هرکلی کری
په روسيه كې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې د موسسانوغونډه جوړه شوه
له ناتو پرته به د افغانستان راتلونکی څنگه وی؟
د هرات په ولایت کی د امریکا د جنرال قونسگری ودانی په توغندیو ویشتل شوی ده
په خوست کی در پاکستان د استخباراتو اجنت نیول شوی دی
شيرحسن: دحامد کرزي په نوی حکومت کې د مجاهدينو ليري کول يو ناممکن کاردي
سرچينه :ارګومنت نيدلي
مسکواو کابل دمخدره توکو سره دمبارزې دهمکاريو موافقه لاسليک کړه
په ماسكو كې به د بهر اوسېدونكو افغاني ټولنو نړيوال كانگرس جوړ شي
د روسيې ولسمشر د ماسكو له جامع جومات نه كتنه وكړه
ماسكو او واشنگټن د (( افغاني مسئلې )) په اړه همكارۍ ته پراختيا وركوي
افغانستان او روسيه د خپلو پارلمانونو ترمنځ اړيكي ټينگوي
مېدوېدېف : روسيه په افغانستان كې د اغېزمن سياسي سېستم پلوۍ ده
افغانستان په اټومي محاصره کې
پاكستاني پوځي څارگرۍ اى اېس اى واشنگټن ته (( ځان وښود ))
د ماسكو كنفرانس گډونوالو له ېفگېني پريماكوف سره وكتل
امريكايي پلان په كابل كې وارخطايي راپيدا كړه
روسيه به له افغانستان سره مرستو ته دوام وركړي
  مقالې/
د روسيې افغاني كوكنار ورسېدل
/26.5.2010
     چاپي بڼه د روسيې افغاني كوكنار ورسېدل
اولگه اليونووا
د (( كومېرسانټ )) ورځپاڼې خبرياله او كتونكې اولگه اليونووا ددغې ورځپاڼې په ۹۱ گڼه كې ليكي :

د روسيې فدراسيون د باندينيو چارو وزير (( سيرگى لاوروف )) او د افغانستان په اړه د ملگرو ملتو سازمان د سرمنشي ځانگړي استازي (( ستېفان دې ميستورا )) پرون په ماسكو كې د افغان نشه يي توكو له گواښ سره د مبارزې پر مسئله خبرې وكړې . ماسكو په دې وروستيو كې دې مسئلې ته ډېر پام اړولى دى .

د پرونۍ ليدنې كتنې لپاره رسمي پلمه هغه نړيوال كنفرانس ته چمتووالى وو ، چې (( د افغان نشه يې توكو توليد نړيوالې ټولنې ته د يو غږ په توگه )) په نامه به د روان كال د جون په ۹ په ماسكو كې جوړ او په هغه كې به د ملگرو ملتو سازمان، ناټو او ډله ييز امنيت تړون سازمان غړو هېوادو استازي گډون وكړي .

د افغان نشه يې توكو توليد په اړه د ماسكو جدي اندېښنه لا په تېره اوونۍ كې (( سيرگى لاوروف )) په روم كې د روسيې او ايټاليا د باندينيو چارو او دفاع وزارتونو مشرانو په گډه ليدنه كتنه كې څرگنده كړه . دوى د ناټو غړو هېوادو سيالان دې ته راوبلل چې په افغانستان كې د كوكنارو له كر سره په بنسټيزه توگه هاند او هڅه وكړي . ښاغلي (( لاوروف )) وويل : (( هغه مهمه زېرمه چې اړينه ده ، په افغانستان كې د نشه يې توكو له سوداگرۍ سره په هاند او هڅه كې ترې كار واخيستل شي ، هغه نه يوازې د لابراتوارونو او نشه يې توكو سوداگرو د تگ راتگ لارو له منځه وړل دي ، بلكې په خپله په سيده ډول د اپينو د توليد له منځه وړل هم دي . تر اوسه پورې موږ په دې نه يو توانېدلي چې د كوكنارو د كښتونو د له منځه وړلو په برخه كې له خپلو ځينو اروپايي انډيوالانو سره جوړ راشو .))

د يادولو وړ ده چې روسى لورى دا څووم كال دى چې له اروپايي او امريكايي همكارانو سره د يو بل نه پوهېدو په اړه څرگندونې كوي . د نشه يې توكو د څارنې فدرالي ادارې رئيس (( ويكتر ايوانوف )) لا پروسږ كال څرگنده كړې وه ، چې په افغانستان كې د نشه يي توكو له توليد سره د ناټو د هاند او هڅو ميتودونه نااغېزمن دي او په تومنه كې د روسيې فدراسيون د ملي امنيت لپاره گواښ دى . د روسيې د نشه يي توكو د څارنې فدرالي ادارې د مالوماتو له مخې ، وروسته له هغه نه ، كله چې په قبايلي سيمه كې د پوځي عملياتو لامله ، پاكستان او هند ته له افغانستان نه د نشه يي توكو د لېږد سويلي لار بنده شوه ، نو روسيې ته د نشه يي توكو بهير ډېر زيات شو . د وروستيو كلونو په بهير كې ، يوازې يو داغستان ته د نشه يي توكو د راتگ حجم ۲۰ گرايه ډېر شوى دى . ښاغلي (( ويكتر ايوانوف )) لا په تېره اوونۍ كې له ژورناليستانو سره په مركه كې وويل چې ناټو په جدي ډول نه غواړي چې ددغو ستونزو په هواري بوخته شي : (( د روسيې او ناټو ليدټكي د كوشنيو مسئلو په اړه نه ، بلكې د مهمو مسئلو په اړه له يو بل نه توپير لري . موږ وايو ، اړينه ده چې د افغانستان په خاوره كې د نشه يي توكو بوټي له منځه يووړل شي ، خو ناټو په ځواب كې وايي : (( موږ نه غواړو چې بزگران له خپل كار او گټې نه بې برخې شي ، موږ به د نشه يي توكو له دوران سره هاند او هڅه كوو .)) دا دريځ له نړيوالو حقوقي نورمونو سره په مخالفت كې لوېږي .))

ماسكو په داسې حال كې چې د نشه يي توكو د گواښ په مسئلو كې د ناټو د هاند او هڅو (( نااغېزمنتوب )) تر سختو نيوكو لاندې نيسي ، ددغې ستونزې د هواري لپاره خپله لار وړانديزوي چې د نشه يي توكو د څارنې فدرالي ادارې له خوا طرحه شوې او (( رادوگه – ۲ )) نوميږي . دا طرحه د روسيې او ناټو گډې شورا ته د بحث لپاره وړاندې شوې ده . ښاغلي (( ايوانوف )) وويل : (( په هېلمند ولايت كې د افغان نشه يي توكو نږدې په سلو كې ۹۰ سلنه توليديږي . اړينه ده چې همدلته د كوكنارو د له منځه وړلو لپاره عمليات ترسره شي . ددې لپاره چې د نشه يي توكو توليد بې گټې او تاواني شي ، اړينه ده چې د هغوى په سلو كې ۲۵ سلنه كښت له منځه ولاړ شي . )) د نشه يي توكو د څارنې فدرالي ادارې رئيس د مبارزې بل ډول له (( لېندلارډانو )) سره د مبارزې سختول گڼي . دا خلك په هېلمند ولايت كې د ځمكو خاوندان دي . ښاغلى (( ايوانوف )) داسې گڼي چې (( دا خلك په افغانستان كې ژوند نه كوي ، دوى په عربي اماراتو او نورو سوكاله هېوادو كې ژوند كوي ، خو د دوى په ځمكو كې بزگران كوكنار كري . په خپله بزگرانو ته ددې كار په بدل كې ډېرې لږې پيسې وركول كيږي ، خو د گټې لويه برخه همدغو (( لېند لارډانو )) ته رسيږي . اړينه ده چې ددغو خلكو نوملړ جوړ او په نړيواله پلټنه كې اعلان شي . ))

په تېره اوونۍ كې په روم كې ښاغلي (( لاوروف )) په تومنه كې د (( رادوگه – ۲ )) څرگندونې تكرار كړې ، ويي ويل چې (( هغه خلك چې په خپلو ځمكو كې كوكنار كري ، بايد د ملگرو ملتو سازمان د امنيت شورا په نوملړ كې ونيول شي او بنديز پرې ولگول شي )) . نوموړي وويل چې د كوكنارو د كښت د له منځه وړلو لپاره اړينه ده چې د ملگرو ملتو سازمان له خوا اضافي اعتبارليك تر لاسه شي . ددې په څنگ كې د روسيې د باندينيو چارو وزير ، د ناټو همكارانو ته دا سلا وركړه چې له ډله ييز امنيت تړون سازمان سره همكاري ټينگه كړي او د اپينو د له منځه وړلو په برخه كې يې د دغه سازمان فعاليت (( اغېزمن )) وباله .

د اوسني افغانستان د څېړنو منځۍ ( مركز ) د كارپوه (( اندرى سېرېنكه )) په ليد ، دا تصادفي نه ده چې روسيې د ډله ييز امنيت تړون سازمان د اغېزمنتوب او په افغانستان كې د نشه يي توكو پرضد عملياتو د سرته رسولو لپاره د ملگرو ملتو سازمان د ځانگړي اعتبارليك په اړه څرگندونه وكړه : (( په كرېملين كې د افغاني ستونزې د هواري دوه ماډله مبارزه كوي : له دغو دوو نه يې يو داسې اټكل كوي چې په ټولو مسئلو كې دې د ناټو پر انډېوالانو باور وشي او په دغسې يوه پېچلې سيمه كې دې لاسوهنه ونه شي ، چې يو ځل مو په كې لوبه بايللې ده . بل ماډل يې ځواكمن اورگانونه او د نشه يي توكو د څارنې فدرالي اداره ده . هغوى داسې گڼي چې روسيه بايد افغانستان ته لږ تر لږه تر همدغې پلمې لاندې ستنه شي ، ځكه كه چيرې روسيه ځان يو طرفه ونيسي ، نو د (( اسيايي سيمې )) په نامه پيره كى به ددې له گډون نه پرته ووېشل شي .)) خو د كارپوه په ليد ، روسيه نه غواړي چې په افغانستان كې د نشه يي توكو پرضد كمپاين ټول لگښت په خپله غاړه واخلي ، ځكه خو په همدې بنسټ كرېملين دا اړيزه مهمه گڼي چې له ناټو سره يې په گډه عمليات ترسره شي .
فارسی.رو
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--