|
|
| مقالې/ |
د نفاق پاكستان
/25.6.2010
سيرگى وروبليوفسكي
د ((روسيې غږ)) راډيو په سايټ كې د ((سيرگى وروبليوفسكي)) يوه ليكنه پر ليكه شوې او په هغې كې ويل كيږي، چې د امريكا متحده ايالاتو په دې حساب كړى چې هند ته ځان نږدې كړي، خو پاكستان په دغو شرايطو كې دې ته اړوتى، له هغو هېوادو سره ځان عيار كړي چې كولاى شي خپلواك سياست وچلوي . دا هېوادونه چين او ايران دي.
واشنگټن په پاكستان كې د دوو انرژيتيكو پروژو د كار د ترسره كېدو مخنيوى كوي، دا دوه پروژې د اټومي انرژۍ د برېښنا سټېشن او د گاز د نلليكې جوړېدل دي. د پاكستان د برېښنا سټېشن د بټيو جوړولو كار چين غواړي چې ترسره كړي او گاز هم ايران نيت درلود چې پاكستان ته يې ولېږدوي. د امريكايي ادارې استازي دې ته نغوته كوي، لكه څنگه چې پاكستان د اټومي وسلې د نه خپرېدو تړون لاسليك نه كړ، نو كېداى شي چې دغه هېواد خپلې ځينې تكنالوجۍ خپل پوځي اټومي پروگرام ته ځانگړې كړي او يا يې هم كوم بل هېواد ته وركړي.
پېكين او اسلام اباد د دغه ليد ټكي برعكس ليد ټكى لري. له هغه شمېر نه دوى داسې وايي چې همدغه واشنگټن تر ټولو ړومبى دې ته ملا وتړله چې خپلې سوله ييزې اټومي تكنالوجۍ او د سون توكي يو داسې هېواد ته وركړي، چې د اټومي وسلې د نه خپرېدو تړون يې نه دى لاسليك كړى. دا هېواد هند دى. د امريكا متحده ايالاتو له دغه هېواد سره په دې اړه په ۲۰۰۶ ز كال كې موافقه لاسليك كړه.
كارپوهان دې ته نغوته كوي چې د امريكا متحده ايالاتو دريځ په دغه سيمه كې د اټومي وسلې د نه خپرېدو له مسئلې سره دومره نه دى تړلى، لكه څومره چې يې په دغه سيمه كې د خپل اغېز د خپرېدو له مسئلې سره تړلى دى. د امريكا متحده ايالاتو او كاناډا د انستيتوت مخكښ پوهنيز كاركوونكي ((ولاديمير باتيوك))، د ((روسيې غږ)) راډيو لپاره د وضعې په اړه داسې وويل: ((په دغه سيمه كې په رښتيا هم د بېلابېلو سترو هېوادو ترمنځ هاند او هڅه روانه ده. لكه څنگه چې متحده ايالاتو له هند سره په نږدې كېدو حساب كړى، نو ښكاره خبره ده چې په دې ډول شرايطو كې پاكستان دې ته اړوتى، له هغو هېوادو سره ځان عيار كړي، چې كولاى شي خپلواك سياست وچلوي. دا هېوادونه چين او ايران دي.
د انرژۍ په برخه كې پروژو په اړه امريكايي نارضايتۍ هم له همدې لامله دي. ښكاره خبره ده چې له دغو دواړو انرژيتيكو پروژو نه به يې يوه هم د القاعدې له پياوړتيا سره مرسته ونه كړي. خو پر پاكستان باندې به د واشنگټن د اغېز كمزورتيا رامنځته كړي. دا به د رسمي واشنگټن لپاره ډېره زړه بدوونكې وي، ځكه چې پاكستان د امريكا متحده ايالاتولپاره، د افغان حكومت د ملاتړ كولو په برخه كې د عملياتو د ترسره كولو يو ه شاتنۍ سيمه ده، هغه عمليات چې اوسمهال يې د امريكا متحده ايالات او د دوى د ناټو متحدين په افغانستان كې ترسره كوي.
د دغو دوو هېوادو څېري كول په هيڅ ډول سره شونتيا نه لري. اړينه ده چې د دوى د امنيت ستونزې په كومپلكس كې هوارې شي. كه چيرې په هغه صورت كې، چې پاكستان د امريكا له اغېز نه په وتو شي، نو دا به په افغانستان كې د امريكا پر شتون هم اغېز وښندي))
د اسرائيل او نږدې ختيځ د څېړنو انستيتوت رئيس ((ېفگېني ساتانوفسكي)) داسې گڼي چې د پاكستان او امريكا متحده ايالاتو ترمنځ اړيكي همدا نن په ډېر جدي ډول خړ پړ دي. د دې په څنگ كې واشنگټن د تېر په څېر په افغانستان كې خپلو په نښه كړيو موخو ته نه دى رسېدلى.
نوموړي له ((روسيې غږ)) راډيو سره په مركه كې وويل چې ((امريكا افغانستان له لاسه وركوي. افغانستان د پخوا په څېر د نشه يي توكو د نه كنترولېدونكې خاورې په توگه پاتې كيږي. كه چيرې امريكايي پوځونه له دغه هېواده ووزي، فكر نه كيږي چې هلته دې له خپل شتون نه وروسته ټيكاو ته ورته كوم څه پرېږدي. شوروي پوځونو له افغانستان نه له وتلو نه وروسته په دغه هېواد كې څو گرايه ټينگ غونډال (سېستم) پرې اېښى وو.
امريكا په دې حالت كې پاكستان ته لږلږ سزا وركوي، پاكستان چې ژمنه يې كړې د دموكراتيزه كېدو په اډانه كې (چې هغه هم د امريكا د مخبېلگې (ماډل) سره سم ترسره كيږي) له ترهگرۍ سره هاند او هڅه وكړي، خو له ترهگرۍ سره هاند او هڅه نه شي كولاى، د كولو مهارت يې نه لري، او وس يې هم نه لري. تر هغو چې په پاكستان كې پوځيان واك و ځواك ته بيا نه وي رسېدلي، فكر نه كيږي چې وس يې ولري.
له پاكستان سره د امريكا متحده ايالاتو اړيكي تل كړكېچن ول. پاكستان د امريكا يو داسې متحد وو چې د دې گټې يې چندانې په پام كې نه نيولې. پاكستان چې د سوني اسلامپالنې يوه سخت دريځه اډه ده، امريكا ته د يو بنسټيز دوښمن په توگه گوري. د پاكستان په خاوره كې د سترو شبكه يې پروژو د جوړېدو د محدودولو په برخه كې د امريكا د نننيو كړنو رېښې هم په همدې كې دي.))
څارونكي وايي چې پاكستاني ښارونه او كلي په پرله پسې ډول د برېښنا له كموالي سره مخامخ دي. ځكه خو اسلام اباد هڅه كوي چې د برېښنا انرژۍ نوې سرچينې جوړې كړي. خو امريكايان دا خبردارى وركوي، چې له ايران سره به اړېكي اسلام اباد ته په لوړه بيه تمام شي. د انرژيتيكي پروژو پر شاخوا لانجه هممهال كېداى شي چې د امريكا متحده ايالاتو هغه هلې ځلې لانجمنې كړې، چې دوى د ايران گوښه كولو ته ځانگړې كړې دي. ځكه چې د هرې گڼ اړخيزې كړنې لپاره د ملگرو ملتو سازمان په امنيت شورا كې د چين ملاتړ ته اړتيا ده.
لنډه دا چې واشنگټن په ستونزمن حالت كې ښكېل شوى دى. لكه څنگه چې ځينې كاپوهان داسې گڼي، په اوسني حالت كې فكر نه كيږي، چې په سويل - ختيځه اسيا كې دې د امريكايي اغېز ودې ته امېد ولرل شي.
|
| فارسی.رو |
|
|
|