|
|
| لومړی مخ/ |
ناټو منځنۍ اسيا “بشپړه نيسي”
/14.9.2010
د ((روسيې غږ)) راډيو كتونكى اندرى گروزين په خپله ليكنه كې ليكي:
د شمالي اتلانتيك اتحاد په منځنۍ اسيا كې د ترهگريزې ضد منځۍ د جوړولو په اړه څرگندونه كوي، خو د امريكا متحده ايالات هم پر دغه سيمه باندې د خپل اغېز ښندلو لپاره له مخكښو كلكو تاڼو جوړولو نه ډډه نه كوي.
د ناټو بلاك د منځنۍ اسيا په اړه نوى نوښت وړاندې كړى دى. د منځنۍ اسيا او قفقاز د چارو په اړه د ناټو د عمومي منشي استازي روبرټ سيموس خبر وركړى، چې د شمالي اتلانتيك اتحاد، په سيمه كې د ترهگريزې ضد يوې سيمه ييزې منځۍ جوړولو مسئله تر څېړنې لاندې نيولې ده. ده دا څرگندونه په تاجكستان كې كړې، خو له نامه نه يې داسې ښكاري، چې په پام كې نيول شوي، د دغې منځۍ كارندتيا د ټولې منځنۍ اسيا پر سيمه خپره شي.
د شمالي اتلانتيك اتحاد له خوا په منځنۍ اسيا كې د ترهگريزې ضد منځۍ جوړولو مفكوره په لومړي ليد سره داسې ښكاري، چې رښتياينه يې موندلې وي. په قرغزستان كې څه موده مخكينيو پېښو يو ځل بيا وښووه، چې منځنۍ اسيا د يو جدي لانجمن لرونكي پوتنسيال سيمه ده. دغه سيمه د افراط غوښتونكو او ترهگريزو سازمانونو د كارندتيا په وړاندې خوندي نه ده. خو په افغانستان كې پېښې د منځنۍ اسيا پر امنيت او ټيكاو باندې تر ټولو ډېر منفي اغېز ښندي. كه چيرې د امريكا متحده ايالات او د ناټو نور هېوادونه په رښتيا هم غواړي، چې د منځنۍ اسيا له دولتونو سره په ترهگرۍ ضد مبارزه كې مرسته وكړي، نو د دوى لپاره اړينه ده، چې لومړى په افغانستان كې لومړنى او عادي نظم رامنځته كړي، خو له دې چارې نه لا خبره لري ده. په منځنۍ اسيا كې همدا اوس د دغې سيمې دولتونه او داسې سازمانونه، لكه د شانگهاى د همكارۍ سازمان او د ډله ييز امنيت د تړون سازمان له ترهگرۍ سره په كارنده توگه هاند او هڅه كوي. دلته داسې كوم څه نه ليدل كيږي، چې هغه دې په دې هاند او هاڅه كې د بهرنيو ځواكونو د رول د پياوړتيا اړيزه راپيدا كړي.
د منځنۍ اسيا هېوادو ته د ناټو د ځانگړي استازي د سفر پر مهال، نږدې د ده له پاسنۍ څرگندونې سره هممهال يوه بله څرگندونه هم وشوه. دا څرگندونه د منځنۍ او سويلي اسيا په چارو كې د امريكا متحده ايالاتو د باندينيو چارو وزارت مرستندوى روبرټ بلېيك وكړه. ده وويل، چې د امريكا متحده ايالات نيت نه لري، چې په تاجكستان كې پوځي اډه جوړه كړي. ايا كېداى شي، چې دا خبرې د دې كنايې په نامه ومنل شي، چې د امريكا متحده ايالات خو د ناټو د دې نيت ، چې غواړي په منځنۍ اسيا كې ترهگريز ضد منځۍ جوړه كړي، شاته نه دي ولاړ او دا په ټوله كې د شمالي اتلانتيك اتحاد نوښت دى؟
د امريكا متحده ايالاتو اوسنۍ اداره دا ښه گڼي، چې جيوپوليتيكي ستونزې داسې په سيده ډول هواري نه كړي، لكه مخكينۍ هغې چې يې پلوۍ وه. د امريكا متحده ايالاتو مشري، د هېواد په وټه (اقتصاد) كې د بحراني حالت لامله اندېښمنه ده. دا مشري هڅه كوي، چې خپل لگښتونه لږ كړي او د هغوى يوه برخه د خپلو اروپايي متحدينو پر اوږه ورواچوي. خو دا د دې مانا نه لري، چې دغې مشرۍ په منځنۍ اسيا كې د خپل اغېز له پراختيا او پوځي شتون له موخې نه لاس اخيستى دى. د امريكا متحده ايالات په قرغزستان كې پوځي اډه لري، په سيمه كې د پوځيانو د زده كړې او روزنې لپاره د تش په نامه ښوونيزو – تمريني منځيو د جوړولو په اړه په پرله پسې ډول خبرې كيږي. د امريكا متحده ايالات له دې سره لېوالتيا لري، په دغه سيمه كې خپلې كلكې مخكښې تاڼې جوړې كړې، د دې لپاره چې د هغوى په مرسته وكولاى شي، په خپله منځنۍ اسيا، افغانستان، ايران او نورو گاونډيو هېواو باندې اغېز وښندي، او دا په داسې حال كې چې په خپله له افغانستان نه د امريكايي پوځونو وتل حتمي ښكاري.
|
| فارسی.رو |
|
|
|