English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
د شوروی اتحاد له خوا په ننګرهار کی جوړشوی کانال د ورانیدو په حال کی دی
اندری اویتیسیان: روسیه غواړی په افغانستان کی پانګه واچوی
روسیه غواړی د افغانستان په اسلامی جمهوریت که د ناتو د ماموریت په چوکاټ کی د مالونه د لیږدولو مسیرونه پراخه کړی
په مسکو کې د افغانستان د عکسونو نندارتون
ناټو منځنۍ اسيا “بشپړه نيسي”
د نفاق پاكستان
د روسيې افغاني كوكنار ورسېدل
هند او پاكستان هڅه كوي چې سره پوخلا شي
په روسيه کې يوه افغاني پوه د ډاکټرۍ تزسس دفاع كړ
جرمني د خپل ځان پر وړاندې جګړه اعلان كړه
انقلابي ځايناستي توب
په كابل كې د روسي ژبې او ادبياتو د څانګې د بكلوريا فارغينو په وياړ جشني غونډه وشوه
امريكايي اجيرانو د پاكستان له قوانينو څخه سرغړونه وكړه
امریکا قندهار له طالبانو پاکوی
امریکا د دوو جگړو توان نه لری
دروسیی – افغانستان کاری شورا د افغانستان د بیا رغونی په هکله د مسکو له وړاندیز نه هرکلی کری
په روسيه كې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې د موسسانوغونډه جوړه شوه
له ناتو پرته به د افغانستان راتلونکی څنگه وی؟
د هرات په ولایت کی د امریکا د جنرال قونسگری ودانی په توغندیو ویشتل شوی ده
په خوست کی در پاکستان د استخباراتو اجنت نیول شوی دی
شيرحسن: دحامد کرزي په نوی حکومت کې د مجاهدينو ليري کول يو ناممکن کاردي
سرچينه :ارګومنت نيدلي
مسکواو کابل دمخدره توکو سره دمبارزې دهمکاريو موافقه لاسليک کړه
په ماسكو كې به د بهر اوسېدونكو افغاني ټولنو نړيوال كانگرس جوړ شي
د روسيې ولسمشر د ماسكو له جامع جومات نه كتنه وكړه
ماسكو او واشنگټن د (( افغاني مسئلې )) په اړه همكارۍ ته پراختيا وركوي
افغانستان او روسيه د خپلو پارلمانونو ترمنځ اړيكي ټينگوي
مېدوېدېف : روسيه په افغانستان كې د اغېزمن سياسي سېستم پلوۍ ده
افغانستان په اټومي محاصره کې
پاكستاني پوځي څارگرۍ اى اېس اى واشنگټن ته (( ځان وښود ))
  خبرونه/
په مسکو کې د افغانستان د عکسونو نندارتون
/31.3.2011
     چاپي بڼه



دا نندارتون د روسيې د فرهنګ وزارت ،ددغه هيواد ختيځو خلکو د هنرونو د دولتي موزیم او د اوسني افغانستان د څېړنو د مرکز په نوښت جوړ شوی دی.
 
 باید وويل شي چې ددې په خپل ډول کار اساسي نوښت د اوسني افغانستان د څېړنو د مرکز  او په تېره بیا د هغه د مشر ښاغلي عمر نثار و.

که څه هم په روسیه کې د افغانستان سفارت او دهغه فرهنګي څانګې له هغه سره خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړی و،خو که ددغه ځوان خپل کلک هوډ او زیار نه وای ددغه نندارتون جوړ دې به ګرانه خبره وای. 

نندارتون د حمل په نهمه نېټه د  مسکو دختيځو خلکو دهنرونو د دولتي موزیم په يوه تالار کې پرانستل شو. 

دغه پرتمينه غونډه دختيځو خلکو دهنرونو د دولتي موزیم مشر سیدوفالکساندر   په وینا پرانستل شوه.

نوموړِي د افغانستان او روسيې پر اړيکو،خوږو او ترخو شېبو او په اوسني وخت کې د فرهنګي اړیکو په ودې او دهغو پر خورا ګټور اغيز خبرې وکړې. 

تر هغه وروسته په روسیه کې د افغانستان د سفارت مستشار احمدعلی بابک خپله وينا واوروله.

ښاغلي بابک يادونه وکړه چې روسیې ته دافغانستان د جهمور رئیس  د وروستي سفر په وخت کې د ښاغلي حامد کرزی او د روسيې د صدراعظم په کتنه کې د نورو خبرو ترڅنګ د فرهنګي اړيکو په لاپياوړتيا هم خبرې وشوې.

په هغو خبرو کې اساسی موضوع له فرهنګي او تاریخي پلوه د دواړو هېوادونو خلکو ته د نوي افغانستان او نوې روسیې پېژندنې ته زیاته پاملرنه شوې وه.

درسمي برخې په پای کې د اوسني افغانستان دڅېړنو د مرکز،مشر عمر نثار خبرې وکړې.

هغه پر دې خبرې ټينګار وکړ چې د افغانستان په اړه د روسيې دخلکو تصور چې جګړه، ترهګري او نشي داروګان دي،باید بل پلو واړول شي.

دده په وينا،د افغانستان  د خلکو رښتني ژوند او له ديرش کلنې جګړې سره سره د هغوی ستر فرهنګ د ودې لارې وهي.

 دښاغلي بابک د يادونې له مخې ددغه شان نندارتونو جوړيدل به هغه نيمګړتيا پوره کړي،چې په دې برخه کې پيدا شوې ده.

په هغې ښکلې پېژند پانه کې چې ددغه نندارتون په اړه خپره شوې ده،راغلي دي:

په دې نندراتون کې د نړۍ د درې هېوادونو د عکاسانو، عسکونه نندارې ته اېښودل شوي دي:
 

۱-ماوریسییو ليمه،برازیلي عکاس.

۲-حسین فاطمی، دایراني عکاس.

۳-میخایل ګالوستوف،روسي عکاس.

په دې پاڼه کې دا هم راغلي چې په نندارتون کې په لاسي ډول هڅه وشوه، چې د جګړې،ترهګرۍ،وسلووالو ډلو او زورزياتي پورې اړوند عسکونو نندارې ته وړاندې نه شي.

په دې عکسونو کې هيڅ شي لاسي نه دي او هيڅ څه په لاسي ډول له کمرې نه ،نه پټېږي.نه خواري،نه غم،نه زړې جامې،نه دماشومانو له انديښنو ډکې سترګې،ورځنی ژوند کار،هڅې،دعاوې ،لمونځ،نڅا،بازار،ملي جامې ،پسونه،رمه، اروپايي ،ښاري  او کليوالي ژوند،تلويزيوني ویاند او نور نور...

دا نندارتون به د مې تر لسمې پورې د نندارچيانو پر مخ پرانستی وي .

په روسيه کې دختيځو خلکو دهنرونو د دولتي موزیم مشر دا زیری هم ورکړ چې دوی به ډير ژر په خپل موزیم کې د افغانستان د تاریخي اثارو کوټه پرانيزي.

 په روسیه کې د افغانستان دسفارت فرهنګي څانګې له دغه موزیم سره خپل نېږدې اړيکي ساتلي دي.

تیر کال يې دهغه له مشرتابه سره څو واره لیدلي او دهغو په څو غونډو  او سيمينارونو کې يې کډون کړی دی.

دهغو کتنو په لړ کې په دې موزیم کې د افغانستان د څانګې د پرانستو او نوروملګرتياو په اړه خبرې شوي دي.

دغه راز دفرهنګي څانګې له خوا دغه موزیم ته،د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت له خوا رالېږل شوي کتابونه:د " افغانستان مناظر " او " د افغانستان بیا موندل شوې پانګه " هم ډالۍ شوي وو.

دا دوه کتابونه دافغانستان د فرهنګي پېژندنې په اړه دوه غوره آثار دي.

دغه راز تير کال دسفارت دفرهنګي څانګې په همکارۍ د هغه موزیم په تالار کې د بېلابېلو قومونو دمشاعرو او کنسرتونو په لړ کې په روسیه کې د افغاني ځوانو شاعرانو له خوا يوه مشاعره هم جوړه شوې وه.

منبع: تاند

فارسی.رو
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--