English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
افغانی جهاد د پاکستانی جنرال میراث دی
په مسکو کی د افغانستان په باره کی بین المللی سیمینار جوړ شو
"روسان افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړوي"
افغان حکومت طالبانو ته د نوي دفتر وړانديز وکړ
د ټولو افغانانو لپاره د کابل جان ټولنیزې شبکې تاسیس
کرزی اوباما په دروهنه تورنوی
ایا امریکا به له تروریزم سره مبارزی ته د پاکستان په خاوره کی دوام ورکړی؟
په افغانستان کی د چارو وضعه د خوشبینی وړ نده
په روسيه کې د عيسوۍ شوې افغانې نجلۍ په باب
امريكا هيله لري چي تاجكستان به له افغانستان څخه د پوځونو په وتلو كي فعاله ونډه واخلي
افغانستان او اذربایجان د سفارتونو د پرانیستلو په هکله موافقه کړی ده
زیات شمیر پناه وړونکی چی تاجکستان ته راغلی د افغانستان اوسیدونکی دی
طالبان دې د نېمروز بریدونو په اړه دریځ روښانه کړي
فراه کې ۱۲ پوليس او قومندان يې طالبانو ته اووښتي
سر له نن به ځانګړي او د شپې عمليات افغان ځواکونه کوي
د امريکا سفير د عملياتو پر افغاني کېدو خوښي وښوده
روسيې له ډبليو ايف پي سره د ٤١ کاماز ډوله موټرو مرسته وکړه
ندهار کې ٥٠ ټنه تر وخت تېر درمل له منځه يوړل شول
عطامحمد د سولې پروسې مشروط ملاتړ وکړ، خو فهيم دا اړتيا وبلله
جنرال الن: د افغان او نړيوالو ځواکونو اړيکې پياوړې دي
ده کابل نه پنجوايي ته پر تللي پلاوي وسلوال بريد شوى
کيميرون: د کندهاره پېښه بده او اغيز لرونکې ده
زلمی رسول د سولې پر سر خبرو لپاره قطر ته ځي
د سپین بولدک چاودنې څلور افغان مسافر ووژل
ملي امنیت وايي د یوه سیاسي ګوند د مشر د وژنې طراحان یې نیولي
امریکايي پوځيانو ته په قرآن سوځونې سزا ورکول کېږي
'په تېرو څو کالو کې له افغانستانه نژدې پنځه میلیارد ډالر ایستل شوي'
د هلمند په یوه کور کې چاودنې اووه کسه ووژل
کرزی: احساسات مو وښودل، نور ارامي په کار ده
د شوروی اتحاد له خوا په ننګرهار کی جوړشوی کانال د ورانیدو په حال کی دی
  لومړی مخ/
اندری اویتیسیان: روسیه غواړی په افغانستان کی پانګه واچوی
/22.2.2012
     چاپي بڼه اندری اویتیسیان: روسیه غواړی په افغانستان کی پانګه واچوی

د دیپلومات په وینا، په وروستیو لسو کلونو کی د افغانستان په بیا ودانولو کی د روسیی ونډه محدوده وه، خو اوس تقریباْ ۱۵۰ پروژو ته چی پخوا د شوروی اتحاد په زمانه کی پیل شوی وی، بیرته ستنیدل په پام کی دی. د دی پروژو په لړ کی د سالنګ د تونل بیارغونه، د کابل د ډوډی پخولو د کامبینات او د کور جړولو د کامبینات بیاجوړول او همدارنګه د ننګرهار د اوبولګولو پروژه او د لارو جوړول شامل دی، په دی هکله د «نیویارک ټایمز» ورڅپاڼی خبر ورکړی.

روسیه همدارنګه غواړی د اوبو د بریښنا په فابریکو، ساختمانی پروژو، د نفتو په راایتستلو او در اوسپنی د لارو د شبکو په جوړول کی پانګه واچوی. سفیر وویل چی روسیه د روسیی په تحصیلی موسسو کی د افغانی محصلانو ونډه له ۱۳۷ کسو څخه تر ۱۵۰ کسو لوړه کړی او زیاته یی کړه چی روسیه تیاره ده له افغان او نړیوالو ځواکونو سره د نیشه یی موادو پر ضد د مبارزی په برخه کی همکاری پراخه کړی.

دیپلومات په افغانستان کی د پلان شوو پانګه اچونو حجم یاد نه کړ، خو ده خبر ورکړ چی دا مساله به د افغانستان د مالیی له وزیر عمر زاخیل وال سره د خبرو په ترځ کی چی په مسکو کی به تر سره شی، وڅیړی. دیپلومات په افغانستان کی له پانګی اچولو سره د مینه والو کمپنیو په لړ کی «گازپروم»، « د روسیی د اوسپنی لاری»، «لوک اویل»، «د روسیی د انرژی سهامی شرکت انتیر» یاد کړل.

د روسیی سفیر خبر ورکړ چی د هیواد اقتصاد د ناتو د ځواکونو په حضور کی په ډیره لږه چټکتیا وده کوی. د ده په ویناُ د هیواد د اقتصادی ودی اړتیاوو ته په لږه پاملرنه د افغانستان عادی وګړی امریکا تورنوی او تیر لس کلونه « په دی مفهوم له لاسه وتللی شمیرلی شو».

د روسیی سفیر د مرکی په ترځ کی څرګنده کړه:«ولی امریکایانو د ځان په وړاندی داسی ناچیزه اقتصادی موخی ټاکلی وی؟ ځکه چی هغوی داسی هدف نه درلود او ویریږم چی اوس یی هم نه لری... باید اقتصادی ودی ته د لومړی توب حق ورکړی شی، ځکه چی له هغی پرته امنیت وجود نه شی لرلی. د بی ثباتی ریښه د خلکو په ستونزو کی پرته ده، کوم چی کار او کور نه لری».
افغانستان.رو
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--