د شوروی اتحاد له خوا په ننګرهار کی جوړشوی کانال د ورانیدو په حال کی دی
/22.2.2012
د ننګرهار د دری د انکشاف اداری په دی وروستیو وختونو کی خبر ورکړ چی د ننګرهار د ختیځ ولایت ډیر مهم کانال چی په زرګونو هکتاره ځمکه خړوبوی د کرنی او مالداری د وزارت د بی تفاتی له کبله د ویرانی سره مخامخ دی.
د ۷۱ کیلومترو په اوږدوالی کانال د شوروی اتحاد په مالی مرسته جوړ شوی وو. دی کانال ۱۱ زره هکتاره دولتی باغونه او د سره رود، بهسودو، بټیکوت، غنی خیلو او مومند دری په ولسوالیو کی ۱۴ زره هکتاره خصوصی کروندی خړوبولی. په دی هکله د دغی اداری مشر زیارت ګل رحیل ژورنالیستانو ته خبر ورکړ.
د سیمه ایزو رسنیو د خبر سره سم، کانال د اوبو په وسیله د تل او څنډو د تخریبیدو، د خړو د رسوب او درزونو له امله له ګواښ سره مخامخ دی. دا کانال له ډیرو کلونو راهیسی، د نجیب الله د حکومت له سقوط راپدیخوا ندی پاک شوی. پر کانال همدارنګه په غیرقانونی توګه ۳۹ ژرندی جوړی شوی دی.
پخوا کانال به یوه ثانیه کی ۵۰ مترمکعبه اوبه تامینولی. اوس دا شاخص تر ۳۰ مترو مکعبو اوبو په یوه ثانیه کی رالویدلی دی. د زیارت ګل رحیل په وینا، د کانال د بیارغونی لپاره چی د ولایت د کرنی لپاره ډیر ضرور دیُ ۵۰۰ زره ډالرو ته اړتیا ده.
د مومند دری د ولسوالی د ودی د شورا رییس دریا خان، داخبره تائید کړه چی د کرنی زیات شمیر حاصلات د وچکالی او ژرندو له کبله چی پر کانال په بټـیکوټ او غنی خیلو کی جوړی شوی، له منځه ځی.
د افغانستان د کرنی د وزارت مطبوعاتی سکرتر مجید قرار خبر ورکړ چه وزارت د کانال له ترمیم پرته په دی ولایت کی څو لویی پروژی په پام کی لری.
|