English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
افغانی جهاد د پاکستانی جنرال میراث دی
په مسکو کی د افغانستان په باره کی بین المللی سیمینار جوړ شو
"روسان افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړوي"
افغان حکومت طالبانو ته د نوي دفتر وړانديز وکړ
د ټولو افغانانو لپاره د کابل جان ټولنیزې شبکې تاسیس
کرزی اوباما په دروهنه تورنوی
ایا امریکا به له تروریزم سره مبارزی ته د پاکستان په خاوره کی دوام ورکړی؟
په افغانستان کی د چارو وضعه د خوشبینی وړ نده
په روسيه کې د عيسوۍ شوې افغانې نجلۍ په باب
امريكا هيله لري چي تاجكستان به له افغانستان څخه د پوځونو په وتلو كي فعاله ونډه واخلي
افغانستان او اذربایجان د سفارتونو د پرانیستلو په هکله موافقه کړی ده
زیات شمیر پناه وړونکی چی تاجکستان ته راغلی د افغانستان اوسیدونکی دی
طالبان دې د نېمروز بریدونو په اړه دریځ روښانه کړي
فراه کې ۱۲ پوليس او قومندان يې طالبانو ته اووښتي
سر له نن به ځانګړي او د شپې عمليات افغان ځواکونه کوي
د امريکا سفير د عملياتو پر افغاني کېدو خوښي وښوده
روسيې له ډبليو ايف پي سره د ٤١ کاماز ډوله موټرو مرسته وکړه
ندهار کې ٥٠ ټنه تر وخت تېر درمل له منځه يوړل شول
عطامحمد د سولې پروسې مشروط ملاتړ وکړ، خو فهيم دا اړتيا وبلله
جنرال الن: د افغان او نړيوالو ځواکونو اړيکې پياوړې دي
ده کابل نه پنجوايي ته پر تللي پلاوي وسلوال بريد شوى
کيميرون: د کندهاره پېښه بده او اغيز لرونکې ده
زلمی رسول د سولې پر سر خبرو لپاره قطر ته ځي
د سپین بولدک چاودنې څلور افغان مسافر ووژل
ملي امنیت وايي د یوه سیاسي ګوند د مشر د وژنې طراحان یې نیولي
امریکايي پوځيانو ته په قرآن سوځونې سزا ورکول کېږي
'په تېرو څو کالو کې له افغانستانه نژدې پنځه میلیارد ډالر ایستل شوي'
د هلمند په یوه کور کې چاودنې اووه کسه ووژل
کرزی: احساسات مو وښودل، نور ارامي په کار ده
د شوروی اتحاد له خوا په ننګرهار کی جوړشوی کانال د ورانیدو په حال کی دی
  لومړی مخ/
کيميرون: د کندهاره پېښه بده او اغيز لرونکې ده
/12.3.2012
     چاپي بڼه کيميرون: د کندهاره پېښه بده او اغيز لرونکې ده

يما بارز - بی بی سی.

د برتانیا لومړي وزير ډيويډ کيميرون ويلي د امريکايي سرتيري له لوري د ۱۶ ولسي وګړو وژل بايد په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو لوری وا نه ړوي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسې جرګې په پريکړه ليک کې غوښتنه وکړه چې بايد تورن سرتیری بايد ښکاره محاکمه شي.

په کندهار کې د يوه امریکايي سرتيري له لوري د شپاړسو افغانانو وژل کيدل دلته په لويديځ کې د ناټو او افغان ماموريت د راتلونکي او له امریکا سره د افغانستان د اړيکو په باب پوښتنې را ولاړې کړي چې په افغاستان کې د قران شريف د سوځونې او ځينو نورو پيښو له امله وار له مخه ټيټې کچې ته پريوتي.

په لويديځ کې ځينې کارپوهان په دې باور دي چې د کندهار پيښه په افغانستان کې د ناټو د ماموريت لا ستونزمنوي او ان د ځواکونو د وتلو په اړه پوښتنه کوي.

د لندن چاپ ايونينگ سټنډرډ ورځپاڼې د دفاعي چارو خبريال رابړټ فاکس وايي:

"دا پېښه ډيره زيان رسوونکې ده په تيره بیا په هغو حالاتو او په کومو سیمو کې چې تر سره شوې. د پیښې سيمې په زړه کندهار او ولسمشر کرزي په ټاټوبي کې. او بیا په هغه بڼه چې دا خلک ووژل شول، افغانان به له دې تل د تبليغ په توگه کار اخلي، د ځواکونو د وتلو په تړاو به پوښتنې را پورته کوي."

خو په کابل کې د برتانیا د سفارت پخوانی ديپلومات سټيفن جرمي په دې باور دی چې د کندهار پيښه نه يوازې د افغاستان بلکه د سيمې په کچه عواقب يا پايلې لرلی شي.:

"طالبان به دې نه ګټه پورته کوي، ارو مرو به يې کوي. خو دا بايد هير نه کړو چې له دې نه به په پراخه سيمه ييزه اجنډا کې هم ګټه پورته شي. دا هم داسې يوه پېښه ده چې د القاعدې په تبليغاتو کې ځای نیسي او په اسلامي نړۍ کې به د تندلارو افکارو زیږيدلو لپاره يو لامل يا فکتور وي."

کارپوهان په دې باور دي چې وروستۍ پيښې دا چارې ستونزمنې کوي چې د بهرنيو ځواکونو وتلو لپاره اړینه زمينه برابره او د ځواکونو د وتلو چاره ښه اداره شي.

د دوی په باور که بهرني ځواکونه له يوه سم پروګرام او د چارو له سمې ادراې نه پرته ووځي نو افغانستان به ښايي په کورنۍ جګړه کې کيوځي.

"که هغه پوځ ته وګورو چې موږ يې تر شا پریږدو تر هغه ډير په قومي ليکو ويشلی چې موږ يې منلو ته تيار يو. او دا به د مخالفتونو مرکز وي نو د ځواکونو د وتلو د بهير جدي ادارې ته اړتيا لري."

خو د امريکا د دفاع وزارت وياند جان کربي وايي د کندهار پېښه به له خپل ماموریت نه د امريکايي ځواکونو پام وانه وړي.

"د دې پيښې له امله به زموږ ماموريت ته زيان ونه رسيږي. دا ډيره غمجنه پېښته ده خو تر دې به هم زياته غمجنه دا وي چې موږ اجازه ورکړو دا پيښه په دغه هيواد کې زموږ کار اغيزمن کړي."

امريکا په ګړنديتوب د کندهار پېښې په باب له افغانانو سره خواخوږي وښوله او د پېښې د عامل د محاکمې ژمنه يې وکړه. خو دا چې دا به د افغانانو د غصې په کمولو کې څومره اغيزمن وي په راتلونکو ورځو کې به وکتل شي.

منبع: بی بی سی
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--