English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
افغانی جهاد د پاکستانی جنرال میراث دی
په مسکو کی د افغانستان په باره کی بین المللی سیمینار جوړ شو
"روسان افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړوي"
افغان حکومت طالبانو ته د نوي دفتر وړانديز وکړ
د ټولو افغانانو لپاره د کابل جان ټولنیزې شبکې تاسیس
کرزی اوباما په دروهنه تورنوی
ایا امریکا به له تروریزم سره مبارزی ته د پاکستان په خاوره کی دوام ورکړی؟
په افغانستان کی د چارو وضعه د خوشبینی وړ نده
په روسيه کې د عيسوۍ شوې افغانې نجلۍ په باب
امريكا هيله لري چي تاجكستان به له افغانستان څخه د پوځونو په وتلو كي فعاله ونډه واخلي
افغانستان او اذربایجان د سفارتونو د پرانیستلو په هکله موافقه کړی ده
زیات شمیر پناه وړونکی چی تاجکستان ته راغلی د افغانستان اوسیدونکی دی
طالبان دې د نېمروز بریدونو په اړه دریځ روښانه کړي
فراه کې ۱۲ پوليس او قومندان يې طالبانو ته اووښتي
سر له نن به ځانګړي او د شپې عمليات افغان ځواکونه کوي
د امريکا سفير د عملياتو پر افغاني کېدو خوښي وښوده
روسيې له ډبليو ايف پي سره د ٤١ کاماز ډوله موټرو مرسته وکړه
ندهار کې ٥٠ ټنه تر وخت تېر درمل له منځه يوړل شول
عطامحمد د سولې پروسې مشروط ملاتړ وکړ، خو فهيم دا اړتيا وبلله
جنرال الن: د افغان او نړيوالو ځواکونو اړيکې پياوړې دي
ده کابل نه پنجوايي ته پر تللي پلاوي وسلوال بريد شوى
کيميرون: د کندهاره پېښه بده او اغيز لرونکې ده
زلمی رسول د سولې پر سر خبرو لپاره قطر ته ځي
د سپین بولدک چاودنې څلور افغان مسافر ووژل
ملي امنیت وايي د یوه سیاسي ګوند د مشر د وژنې طراحان یې نیولي
امریکايي پوځيانو ته په قرآن سوځونې سزا ورکول کېږي
'په تېرو څو کالو کې له افغانستانه نژدې پنځه میلیارد ډالر ایستل شوي'
د هلمند په یوه کور کې چاودنې اووه کسه ووژل
کرزی: احساسات مو وښودل، نور ارامي په کار ده
د شوروی اتحاد له خوا په ننګرهار کی جوړشوی کانال د ورانیدو په حال کی دی
  خبرونه/
ندهار کې ٥٠ ټنه تر وخت تېر درمل له منځه يوړل شول
/28.3.2012
     چاپي بڼه

کندهار ښار (پژواک ٩ ورى ٩١): د کندهار ولايت د عامې روغتيا رياست له لوري ٥٠ ټنه تر وخت تېر درمل وسوځول شول.

دغه تر وخت تېر درمل، چې په کې تقلبي او بې کيفيته درمل هم شامل وو، نن د کندهار ښار د مورچې کوتل په سيمه کې له منځه يوړل شول.

د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د درملو د سوځولو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ٥٠ ټنه تر وخت تېر څلوېښت قلمه درمل له بېلابېلو شرکتونو، درملتونونو، کلينيکونو او عمده فروشيو څخه راټول شوي دي.

هغه زياته کړه، دغه درمل د ١٣٩٠ لمريز کال د وروستيو درېيو مياشتو په اوږدو د عامې روغتيا رياست د اړوندو کارکوونکو د فعاليتونو په پايله کې ترلاسه شوي دي.

د نوموړي په وينا، يو شمېر سوداګر په لوى لاس بې کيفيته درمل واردوي او دغه راز په ټول هېواد کې د درملو مارکېټ له ستونزو سره مخ دى.

دى وايي: ((په هېواد کې د درملو مارکېټ ستونزې لري، تر ٥٠٠ زياتې کمپنۍ دغلته فعالې دي، چې په دې توګه د درملو عرضه زياته او تقاضا کمه ده، چې په پايله کې ګڼ درمل تر وخت تېرېږي.))

پخلا ټينګار وکړ چې په هېواد کې د درملو د ښه مارکېټ درلودلو لپاره، په کار ده له عامې روغتيا وزارت سره د کورنيو چارو وزارت، ماليې وزارت او ملي سوداګر په ګډه کار وکړي، ترڅو د تقلبي او بې کيفيته درملو د واردېدو مخنيوى وشي.

د ده په خبره، د هېواد په څلورو لويو ولايتونو کې د درملو د انَلايز او تجزيې په موخه دې لابراتوارونه ولګول شي، په داسې حال کې چې اوس مهال يواځې په کابل کې يو لابراتوار شتون لري، چې د درملو تجزيه په کې زيات وخت نيسي او دغه چاره نوره هم تقلب او جعل کارۍ ته لاره هواروي.

نږدې دوه اونۍ وړاندې هم د عامې روغتيا رياست له لوري په کندهار کې ٢٠ ټنه تر وخت تېر درمل او خوراکي مواد له منځه وړل شوي وو.

د کندهار د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، چې په تېر ١٣٩٠ لمريز کال کې يې ټول ١٠٠ ټنه تر وخت تېر او بې کيفيته درمل له منځه وړي دي.

منبع: پژواک
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--