English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
افغانی جهاد د پاکستانی جنرال میراث دی
په مسکو کی د افغانستان په باره کی بین المللی سیمینار جوړ شو
"روسان افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړوي"
افغان حکومت طالبانو ته د نوي دفتر وړانديز وکړ
د ټولو افغانانو لپاره د کابل جان ټولنیزې شبکې تاسیس
کرزی اوباما په دروهنه تورنوی
ایا امریکا به له تروریزم سره مبارزی ته د پاکستان په خاوره کی دوام ورکړی؟
په افغانستان کی د چارو وضعه د خوشبینی وړ نده
په روسيه کې د عيسوۍ شوې افغانې نجلۍ په باب
امريكا هيله لري چي تاجكستان به له افغانستان څخه د پوځونو په وتلو كي فعاله ونډه واخلي
افغانستان او اذربایجان د سفارتونو د پرانیستلو په هکله موافقه کړی ده
زیات شمیر پناه وړونکی چی تاجکستان ته راغلی د افغانستان اوسیدونکی دی
طالبان دې د نېمروز بریدونو په اړه دریځ روښانه کړي
فراه کې ۱۲ پوليس او قومندان يې طالبانو ته اووښتي
سر له نن به ځانګړي او د شپې عمليات افغان ځواکونه کوي
د امريکا سفير د عملياتو پر افغاني کېدو خوښي وښوده
روسيې له ډبليو ايف پي سره د ٤١ کاماز ډوله موټرو مرسته وکړه
ندهار کې ٥٠ ټنه تر وخت تېر درمل له منځه يوړل شول
عطامحمد د سولې پروسې مشروط ملاتړ وکړ، خو فهيم دا اړتيا وبلله
جنرال الن: د افغان او نړيوالو ځواکونو اړيکې پياوړې دي
ده کابل نه پنجوايي ته پر تللي پلاوي وسلوال بريد شوى
کيميرون: د کندهاره پېښه بده او اغيز لرونکې ده
زلمی رسول د سولې پر سر خبرو لپاره قطر ته ځي
د سپین بولدک چاودنې څلور افغان مسافر ووژل
ملي امنیت وايي د یوه سیاسي ګوند د مشر د وژنې طراحان یې نیولي
امریکايي پوځيانو ته په قرآن سوځونې سزا ورکول کېږي
'په تېرو څو کالو کې له افغانستانه نژدې پنځه میلیارد ډالر ایستل شوي'
د هلمند په یوه کور کې چاودنې اووه کسه ووژل
کرزی: احساسات مو وښودل، نور ارامي په کار ده
د شوروی اتحاد له خوا په ننګرهار کی جوړشوی کانال د ورانیدو په حال کی دی
  لومړی مخ/
روسيې له ډبليو ايف پي سره د ٤١ کاماز ډوله موټرو مرسته وکړه
/29.3.2012
     چاپي بڼه روسيې له ډبليو ايف پي سره د ٤١ کاماز ډوله موټرو مرسته وکړه

کابل (پژواک ٨ ورى ٩١): د روسيې فدرالي دولت په افغانستان کې د خوړو له نړيوال سازمان ((WFP سره د ٤١ بار وړونکو کاماز ډوله موټرو مرسته وکړه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال سازمان استازي لويس امبلو (Louis Imbleau) نن په کابل کې د روسيې له سفير اندري اويتيسيان (Andery Avetisyan) سره په ګډه خبري ناسته کې، له دې مرستې مننه وکړه.

لويس امبلو وويل، چې د يادو کاماز موټرو ټوليز ارزښت ٢.٧ ميليون ډالره دى.

هغه وويل، له دې موټرو څخه به چې هر يو يې د ٤٠ ټنه بار د لېږد وړتيا لري، په افغانستان کې بې وزلو کورنيو ته د مرستو په رسولو کې کار واخيستل شي.

د ده په وينا، ياد سازمان هڅې کوي چې په روان کال کې په افغانستان کې ٧.٣ ميليونه بې وزلو افغانانو ته خوراکي توکي او نورې مرستې ورسوي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، تېر کال د خوړو نړيوال سازمان سل زره ټنه خوراکي توکي د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې له خلکو سره مرسته کړې او دغه توکي يې د موټرو له لارې رسولي دي.

هغه وايي چې اوس په افغانستان کې، د دې سازمان د باروړونکو موټرو شمېر ١٤٧ ته ورسېد.

په کابل کې د روسيې د فدرالي دولت سفير اندري اويتيسيان وويل، ډېر خوښ دى چې د روسيې خلک په افغانستان کې د خوړو له نړيوال سازمان سره د موټرو مرسته کوي، ترڅو له لارې يې بې وزلو خلکو ته مرستې ورسول شي.

ده له افغانستان سره د روسيې د مرستو يادونه وکړه او ويې ويل، چې دغه هېواد يو ځل تېر کال له افغانستان سره د ٣٠٠٠ ټنه غنمو او يو ځل هم درې مياشتې مخکې له دې هېواد سره د ٣٠٠٠ ټنه غنمو مرسته وکړه.

د خوړو نړيوال سازمان په ١٣٤٢ هجري لمريز کال په افغانستان کې پر فعاليت پيل کړى او موخه يې له افغانانو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته ده.

د خوړو د نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، دغه سازمان د نړۍ په ٧٠ هېوادونو فعاليت لري او هر کال په منځني ډول ٩٠ ميليون وګړو ته خوراکي توکي رسوي.

منبع: پژواک
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--