English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
افغانی جهاد د پاکستانی جنرال میراث دی
په مسکو کی د افغانستان په باره کی بین المللی سیمینار جوړ شو
"روسان افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړوي"
افغان حکومت طالبانو ته د نوي دفتر وړانديز وکړ
د ټولو افغانانو لپاره د کابل جان ټولنیزې شبکې تاسیس
کرزی اوباما په دروهنه تورنوی
ایا امریکا به له تروریزم سره مبارزی ته د پاکستان په خاوره کی دوام ورکړی؟
په افغانستان کی د چارو وضعه د خوشبینی وړ نده
په روسيه کې د عيسوۍ شوې افغانې نجلۍ په باب
امريكا هيله لري چي تاجكستان به له افغانستان څخه د پوځونو په وتلو كي فعاله ونډه واخلي
افغانستان او اذربایجان د سفارتونو د پرانیستلو په هکله موافقه کړی ده
زیات شمیر پناه وړونکی چی تاجکستان ته راغلی د افغانستان اوسیدونکی دی
طالبان دې د نېمروز بریدونو په اړه دریځ روښانه کړي
فراه کې ۱۲ پوليس او قومندان يې طالبانو ته اووښتي
سر له نن به ځانګړي او د شپې عمليات افغان ځواکونه کوي
د امريکا سفير د عملياتو پر افغاني کېدو خوښي وښوده
روسيې له ډبليو ايف پي سره د ٤١ کاماز ډوله موټرو مرسته وکړه
ندهار کې ٥٠ ټنه تر وخت تېر درمل له منځه يوړل شول
عطامحمد د سولې پروسې مشروط ملاتړ وکړ، خو فهيم دا اړتيا وبلله
جنرال الن: د افغان او نړيوالو ځواکونو اړيکې پياوړې دي
ده کابل نه پنجوايي ته پر تللي پلاوي وسلوال بريد شوى
کيميرون: د کندهاره پېښه بده او اغيز لرونکې ده
زلمی رسول د سولې پر سر خبرو لپاره قطر ته ځي
د سپین بولدک چاودنې څلور افغان مسافر ووژل
ملي امنیت وايي د یوه سیاسي ګوند د مشر د وژنې طراحان یې نیولي
امریکايي پوځيانو ته په قرآن سوځونې سزا ورکول کېږي
'په تېرو څو کالو کې له افغانستانه نژدې پنځه میلیارد ډالر ایستل شوي'
د هلمند په یوه کور کې چاودنې اووه کسه ووژل
کرزی: احساسات مو وښودل، نور ارامي په کار ده
د شوروی اتحاد له خوا په ننګرهار کی جوړشوی کانال د ورانیدو په حال کی دی
  خبرونه/
د امريکا سفير د عملياتو پر افغاني کېدو خوښي وښوده
/8.4.2012
     چاپي بڼه

په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو سفير وايي، خوښ دى چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ځانګړو عملياتو د افغاني کېدو هوکړه ليک لاسليک شو.

په افغانستان کې د ځانګړو عملياتو د افغاني کولو په اړه هوکړه ليک، نن د افغانستان د ملي دفاع وزير عبدالرحيم وردګ او په افغانستان کی د ايساف ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان الن ترمنځ لاسليک شو.

د دې هوکړه ليک له مخې، په افغانستان کې ټول ځانګړي او د شپې عمليات له نن وروسته د افغان امنيتي ځواکونو د ځانګړې قطعه له خوا ترسره کېږي.

په کابل کې د امريکا سفارت له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د سفير راين کراکر په حواله راغلي دي، چې ياد هوکړه ليک د افغانستان د حاکميت او له دې هېواد سره د دوى د قوي مشارکت ښکارندويي کوي او غواړي چې د ٢٠١٤ کال تر پايه ټولې امنيتي چارې افغانان ځواکونو ته وسپارل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د دوديزې لويې جرګې د غوښتنو پربنسټ افغان ځواکونه د ځانګړو عملياتو د ترسره کولو مسووليت اخلي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، سفير کراکر د ځانګړو عملياتو افغاني کول، د سوله من، باثباته او خپلواک افغانستان او د دوامدار مشارکت پر لور يو مهم ګام بللى دى.

سرچينه ليکي، کراکر هيله څرګنده کړې چې له افغانستان سره د امريکا ستراتيژيک تړون د شيکاګو تر کنفرانس مخکې لاسليک شي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ځانګړو عملياتو د افغاني کولو د هوکړه ليک په اړه د امريکايي لوري يوه مذاکره کوونکي، کپتان نهر(Captain Neher)، نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې د دې تړون له مخې به يواځې افغانان د کورونو د پلټنو او د خلکو د نيولو واک ولري.

ده وويل، که چېري افغان حکومت وغواړي، نو دوى به استخباراتي معلومات ورسره شريک کړي او همداراز که چېري دوى وغواړي، نو د مشکوکو کسانو په نيولو کې به ورسره مرسته کوي.

خو هغه وويل چې د افغانستان د قانون له مخې، بهرني ځواکونه تر دې وروسته نه شي کولى څوک ونيسي.

ده د ځينو رسنيو هغه اوازې چې ګواکې افغانستان د خپلو غوښتنو په ترلاسه کولو کې پر امريکا برلاسى شو، رد کړې او دا تړون يې د واک د لېږد پروسې هغه لويه موخه وبلله، چې له مخې ټول عمليات بايد افغاني شي.

هغه وويل، که چېرې د استخباراتي معلوماتو له مخې، له افغان ځانګړې قطعې د عملياتو غوښتنه وکړي او هغوى ونه غواړي، نو دوى پرې فشار نه راولي.

منبع: پژواک
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--