English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
افغانی جهاد د پاکستانی جنرال میراث دی
په مسکو کی د افغانستان په باره کی بین المللی سیمینار جوړ شو
"روسان افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړوي"
افغان حکومت طالبانو ته د نوي دفتر وړانديز وکړ
د ټولو افغانانو لپاره د کابل جان ټولنیزې شبکې تاسیس
کرزی اوباما په دروهنه تورنوی
ایا امریکا به له تروریزم سره مبارزی ته د پاکستان په خاوره کی دوام ورکړی؟
په افغانستان کی د چارو وضعه د خوشبینی وړ نده
په روسيه کې د عيسوۍ شوې افغانې نجلۍ په باب
امريكا هيله لري چي تاجكستان به له افغانستان څخه د پوځونو په وتلو كي فعاله ونډه واخلي
افغانستان او اذربایجان د سفارتونو د پرانیستلو په هکله موافقه کړی ده
زیات شمیر پناه وړونکی چی تاجکستان ته راغلی د افغانستان اوسیدونکی دی
طالبان دې د نېمروز بریدونو په اړه دریځ روښانه کړي
فراه کې ۱۲ پوليس او قومندان يې طالبانو ته اووښتي
سر له نن به ځانګړي او د شپې عمليات افغان ځواکونه کوي
د امريکا سفير د عملياتو پر افغاني کېدو خوښي وښوده
روسيې له ډبليو ايف پي سره د ٤١ کاماز ډوله موټرو مرسته وکړه
ندهار کې ٥٠ ټنه تر وخت تېر درمل له منځه يوړل شول
عطامحمد د سولې پروسې مشروط ملاتړ وکړ، خو فهيم دا اړتيا وبلله
جنرال الن: د افغان او نړيوالو ځواکونو اړيکې پياوړې دي
ده کابل نه پنجوايي ته پر تللي پلاوي وسلوال بريد شوى
کيميرون: د کندهاره پېښه بده او اغيز لرونکې ده
زلمی رسول د سولې پر سر خبرو لپاره قطر ته ځي
د سپین بولدک چاودنې څلور افغان مسافر ووژل
ملي امنیت وايي د یوه سیاسي ګوند د مشر د وژنې طراحان یې نیولي
امریکايي پوځيانو ته په قرآن سوځونې سزا ورکول کېږي
'په تېرو څو کالو کې له افغانستانه نژدې پنځه میلیارد ډالر ایستل شوي'
د هلمند په یوه کور کې چاودنې اووه کسه ووژل
کرزی: احساسات مو وښودل، نور ارامي په کار ده
د شوروی اتحاد له خوا په ننګرهار کی جوړشوی کانال د ورانیدو په حال کی دی
  لومړی مخ/
په روسيه کې د عيسوۍ شوې افغانې نجلۍ په باب
/17.2.2013
     چاپي بڼه په روسيه کې د عيسوۍ شوې افغانې نجلۍ په باب
مولف: دوکتور شیرحسن حسن
په دې وروستيو کې د روسيې د خبري رسنيو څخه خبر خپور شو چې کومه افغانه نجلۍ چې تر اوسه يې په روسيه کې د پناه اخيستلو مسئله فيصله شوې نه ده، ګويا عيسوۍ شوې ده او که افغانستان ته په زور يا رضا واستول شي سر به ځنې پرې شي. زما ځينو دوستانو، افغانانو چې په روسيه کې د خبري رسنيو په چارو بوخت دي له ما څخه هيله کړې ده چې په دې اړه خپل نظر ورته وليکم.

تر هر څه دمخه بايد ووايم چې دغه افغانه نجلۍ مې نه ده ليدلې او له دې کبله ددغه خبر د رښتيا او نارښتيا په باب څه نه شم ويلاي. يوازې د خبري رسنيو په حواله د نجلۍ افغانان مور او پلار چې طبعاً مسلمانان دي، له ډيرو کلونو را په ديخوا په روسيه کې پناه جويان وو، تر اوسه يې د پناهنده په حيث کوم سند نه دی تر لاسه کړی او برسيره پر دې ډيره موده کيږي چې ادرس يې دروسيې حکومت ته هم معلوم نه دی او ددوی لور يا دغه (عيسوۍ شوې؟) نجلۍ ته هم معلوم نه دی. په هر صورت دا يوه تراژيدي ده او په دغه تراژيدۍ کې که څه هم وار دواره ( په عجله !) ددغې نجلۍ مور او پلار ته د ملامتۍ ګوته نيول کيدي شي ، خو د افغانانو لپاره په عام ډول ددغه راز تراژيدۍ علت د جنګ او مادي، معنوي برباديو په هغه غميزه کې پروت دی، چې د دري نيمو لسيزو په اوږدو کې يې زموږ ټولنه د زوال خواته ټيټه کړې ده. ولې په مشخص ډول ددغه کورنۍ د برخليک په بد مرغۍ کې د روسيې د مهاجرينو د ادارې بې غوري ډير نقش لري.

له بلې خوا ماته ددغې خبرې صحت ځکه شکمن معلوميږي ، چې يوه کورنۍ د اوږدو کلونو په ترڅ کې په روسيه کې د پناه اخيستلو په تمه اوسيږي او د روسيې د مهاجرينو اداره په يوه يا بله بهانه د قانوني اقامت اسناد نه ورکوي ، د پناهندګۍ د اسنادو د تر لاسه کولو لپاره مجبوره شي يا ټوله کورنۍ او يا د کورنۍ انفرادي غړي داسې ښکاره کړي چې هغوی عيسويان شويان دي ، ځکه هم افغانانو او هم غير افغانانو ته معلومه ده چې يو عيسوي شوي افغان ته په افغانستان کې ژوند کول ناشونی کار دی. نو ددې احتمال شته چې دغې نجلۍ هم دغه لاره خپله کړې وي. ډير ځل داسې هم شوي دي چې يوه کورنۍ د پوليسو د جريمو ، اذيت او سپکاوي له وجې مجبوره شي چې په قاچاقي ډول اروپا ته د نامعلومو قاچاقبرانو سره په نامعلومه لاره د نامعلوم سرنوشت لپاره وکوچيږي، اولاد يې په يو هيواد او دوی په بل هيواد کې په لاګرونو يا زندانونو کې پاتې شي، چې يو له بل څخه خبر نه وي. بالاخره کوچنيان يې يتيم خانې يا کليسا ته واستول شې، نو هلته به حتماً هغه ډول فکر يا عقيده پيدا کوي لکه څرنکه چې نور وي، ځکه ديني عقيده ارثي نه ده، بلکې کسبي ده.

داچې مطبوعات وايي که دغه نجلۍ افغانستان ته ستنه شي سر به يې پرې شي ، ډيره د شک خبره نه ده، خو زه له دې کبله نه وايم چې کوم قاضي به حتمي د شريعت په حکم د دغې نجلۍ د سر د پرې کولو امر وکړي. بلکې زه له دې کبله وايم چې افغانې ټولنه عنعنوي او سنتي ټولنه ده. هلته د رسم، رواج او عنعنې پالنې ته د شريعت په نسبت ډيره پاملرنه کيږي. هلته انفرادي ژوند وجود نه لري، هر انسان د کورنۍ، دوستانو او همسايګانو په منځ کې ژوند کوي. هلته د خلکو ذهن، فکر او قبول شوي عنعنات دا ډول دي، چې يوه عيسوي شوي افغان ته په فاميل، کور، کلی او ماحول کې ځای نه ورکوي او له داسې چا سره څوک دوستي او روابط نه ساتي. د عقيدې ازادي او يا له يوه دين څخه بل ته اوښتل چې په روسيه او يا نورو ټولنو کې عادي خبره ده او د چا په وړاندې خاص حساسيت نه راپاروي، افغاني ټولنه داسې نه ده. سره له دې چې د پيړيړ په اوږدو کې غيرمسلمانان (مثلاً هندوان) هلته اوسېدلي او د ډيرو ستونزو په ګاللو اوس هم اوسېږي، خو له اسلام څخه اوښتي بني آدم ته په ډيره سپکه سترګه ګوري او که په ښکاره ونه کړای شي نو په پټه يې وژني.

د يو انسان په حيث د الهياتو دوضاحت په رڼا کې د دين او عقيدې ازاد انتخاب د هر چا حق بولم، خو د يو مسلمان افغان په حيث زما لپاره تر ټولو ځورونکي هغه عوامل دي چې دغه افغانه نجلۍ يې د خپل دين پريښودو ته اړيستې ده. دغه عوامل تر هر څه دمخه په دې کې دي چې خپلو افغانانو په خپل لاس خپل هيواد د خپلو هيوادوالو لپاره دوزخ ګرځولی دي. که دغه عوامل نه وي هيڅوک نه غواړي خپل دين او عقيده پريږدي او دبل خپل کړي . هر بني آدم له دوزخ څخه د تيښتې او سرپناکولوحق او مسؤليت لري.
افغانستان.رو
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--