English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
افغانی جهاد د پاکستانی جنرال میراث دی
په مسکو کی د افغانستان په باره کی بین المللی سیمینار جوړ شو
"روسان افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړوي"
افغان حکومت طالبانو ته د نوي دفتر وړانديز وکړ
د ټولو افغانانو لپاره د کابل جان ټولنیزې شبکې تاسیس
کرزی اوباما په دروهنه تورنوی
ایا امریکا به له تروریزم سره مبارزی ته د پاکستان په خاوره کی دوام ورکړی؟
په افغانستان کی د چارو وضعه د خوشبینی وړ نده
په روسيه کې د عيسوۍ شوې افغانې نجلۍ په باب
امريكا هيله لري چي تاجكستان به له افغانستان څخه د پوځونو په وتلو كي فعاله ونډه واخلي
افغانستان او اذربایجان د سفارتونو د پرانیستلو په هکله موافقه کړی ده
زیات شمیر پناه وړونکی چی تاجکستان ته راغلی د افغانستان اوسیدونکی دی
طالبان دې د نېمروز بریدونو په اړه دریځ روښانه کړي
فراه کې ۱۲ پوليس او قومندان يې طالبانو ته اووښتي
سر له نن به ځانګړي او د شپې عمليات افغان ځواکونه کوي
د امريکا سفير د عملياتو پر افغاني کېدو خوښي وښوده
روسيې له ډبليو ايف پي سره د ٤١ کاماز ډوله موټرو مرسته وکړه
ندهار کې ٥٠ ټنه تر وخت تېر درمل له منځه يوړل شول
عطامحمد د سولې پروسې مشروط ملاتړ وکړ، خو فهيم دا اړتيا وبلله
جنرال الن: د افغان او نړيوالو ځواکونو اړيکې پياوړې دي
ده کابل نه پنجوايي ته پر تللي پلاوي وسلوال بريد شوى
کيميرون: د کندهاره پېښه بده او اغيز لرونکې ده
زلمی رسول د سولې پر سر خبرو لپاره قطر ته ځي
د سپین بولدک چاودنې څلور افغان مسافر ووژل
ملي امنیت وايي د یوه سیاسي ګوند د مشر د وژنې طراحان یې نیولي
امریکايي پوځيانو ته په قرآن سوځونې سزا ورکول کېږي
'په تېرو څو کالو کې له افغانستانه نژدې پنځه میلیارد ډالر ایستل شوي'
د هلمند په یوه کور کې چاودنې اووه کسه ووژل
کرزی: احساسات مو وښودل، نور ارامي په کار ده
د شوروی اتحاد له خوا په ننګرهار کی جوړشوی کانال د ورانیدو په حال کی دی
  لومړی مخ/
په افغانستان کی د چارو وضعه د خوشبینی وړ نده
/20.5.2013
     چاپي بڼه په افغانستان کی د چارو وضعه د خوشبینی وړ نده

په الماتا کی د « استانبول د پروسی» په چوکاټ کی د بین المللی کنفرانس د پرانیستلو په درشل کی د افغانستان په هکله د روسیی خاص استاځی ضمیر کابلوف د "کمیرسانت" له ورځپاڼی سره مرکه کړی وه چی ستاسی پام هغی ته راګرزوو:

- د «استانبول د پروسی» مفهوم په څه کی دی؟ یو لړ نور سازمانونه او ډګرونه هم شته، چیری چی همداشان د افغانستان پر مسالو بحث کیږی.

- د بنسټیزو سندونو سره سم د «استانبول پروسه» مکلفه ده د نورو موجود سازمانونو فعالیت تعویض نه کړی، بلکه له هغوی سره همکاری وکړی او د هغوی کار هلته بشپړ کړی، چیری چی ضرور وی. د دی پروسی په چوکاټ کی د کارپوهانو اوه کاری ډلی د باور د اقداماتو د طرحه کولو په غرض جوړی شوی وی ( وروسته یی بڼی په شپږو کاری ګروپونو تغییر وموند). روسیه له اذربایجان سره په ګډه د نیشه یی توکو سره د مبارزی د ګروپ مشری په غاړه لری.

په ماهیت کی د «استانبول پروسه» - د خبرو اترو ډګر دی. له بده مرغه، موږ تر اوسه له هغی واقعی ګټه نه وینو. دا پروسه په ډیره سستی روانه ده، د په سیمه کی د باور د اقداماتو د پلانونو د تحقق د همغاړه کولو په پړاو کی بنده پاته شوی ده.

- څه موده مخکی ناتو اعلان وکړ چی افغان اردو او پولیس په هغو سیمو نظم ساتی، چیری چی د هیواد د اوسیدونکو په سلو کی ۸۷ برخی ژوند کوی. ایا تاسی ته دا رقم واقعی بریښی؟

- ډاډه نه یم چی هغه به له واقعیت سره سمون ولری. دا لومړی خبره. او دوهم دا چی دلته مهمی کلمی - « کنترول» او یا « د نظم ساتل» دی. پوښتنه داده چی دو دا کار څرنګه تر سره کوی؟ په اوسنی حال کی د امریکایانو د ارزونو په اساس د افغان اردو د ټولو قطعاتو په سلو کی ۷ قطعی او د افغان پولیسو په سلو کی ۹ قطعی د تیاری کافی سطحه لری، تر څو په مستقله توګه په افغانستان کی د امنیت سره د مرستی د بین المللی ځواکونو (ISAF) د اصغری مرستی په صورت کی فعالیت وکړی.

د افغان ملی اردو له هرو لسو نوکیو له جملی په هره میاشت کی دری کسه له خدمت نه تښتی، وژل کیږی، زخمی کیږی او یا په اسارت کیوزی. د امریکایانو د معلوماتو له مخی، په ورستیو دریو کلونو کی د افغانستان له ملی اردو د تښتیدلو سرتیر شمیر ۶۳ زرو کسو ته رسیدلی! د دی لپاره چی تاسی پوه شی، دا د افغان اردو یوه دریمه برخه ده.

د هغو کسانو محاربوی قابلیت هم چی د اردو په لیک کی پاته دی، د شک وړ دی. په کڼړ کی وروستیو پیښو، کله چی طالبانو د افغان ملی اردو د ممتازی دریمی لیوا پر پوسته چی امریکا د هغو قطعاتو په ډله کی شمیرله چی د محاربوی تیاری لوړی کچی ته رسیدلی، برید کړی وو، دا خبره په څرګنده وښوده. د برید په نتیجه کی د افغان ملی اردو ۱۴ سرتیری وژل شوی وو او په خپله پوسته نیول شوی او وروسته په بشپړه توګه سوځول شوی وه.

- د ناتو اشتباه په څه کی ده؟

- زما په نظر، د ناتو مشرتوب په ناحقه د لیږد پروسه ( د مسوولیتونو او سیمو – کمیرسانت) افغان ملی امنیتی ځواکونو ته، پرته له دی چی واقعی وضعه په پام کی ونیسی، چټکوی. په هغو سیمو کی د مخه افغانانو ته ورسپارل شوی، د افراطیونو د نفوذ زیاتوالی تر سترګو کیږی. د تیر کال په پای کی اوضاع د فاریاب په ولایت کی په شدیده توګه خرابه شوه، د روان کال د جنوری په میاشت کی حالات د کاپیسا، روزګان، هرات، قندوز او بدخشان په ولایتونو کی سخت شول. په وروستیو وختونو کی، اصلاً، د مسوولیت د لیږد معکوس بهری لیدل کیږی. په دی توګه، افغان امنیتی ځواکونو له بدخشان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته و نشوای کولی پر دی ولایت خپله قبضه وساتی. په نتیجه کی هلته بیرته د المان، بلجیم او دنمارک قطعات ستانه شول.

- تاسی د افغانستان لپاره تر ۲۰۱۴ کال وروسته دوران کی کومی سناریوګانی وینی؟

- زه غواړم د پیښو د انکشاف څو اساسی وریانتونه بیل کړم: ټاکنی په بری تر سره کیږی، د حامد کرزی ځای ناستی د هغه تګ لاره ته پر بهرنی مالی او پوځی – تخنیکی مرستی په ډه ډه لګولو دوام ورکوی. دوهم: د ټاکنو نتیجی د خلکو د غوڅ اکثریت د شک او تردید سبب ګرزی چی په سیاسی کړکیچ، له هغی جملی پر قومی بنسټ د ډله ایز اخ و ډب او په لرلید کی په پراخی کورنی جګړی تمامیږی. دریم: طالبان ( په بشپړه توګه، یا په قمساً) د ټاکنو د ترسره کیدو مخه نیسی د هیواد پر زیاته برخه ( د ځواکونو د وتلو په ترځ کی) خپل کنترول قایموی او هلته خپله واکمنی ټینګوی. څلورم: له طالبانو سره موافقی ته د رسیدلو امکان برابریږی او هغوی ته په سوله ایزه توګه د واک یوه برخه صلاحیتونه ورکول کیږی. په زیات احتمال سره د دریمی او څلورمی سناریو تحقق هم په حتمی توګه په هیواد کی د کورنی جګړی په پیل تمامیږی.

- تاسی ته کومه یوه سناریو ډیره محتمله ښکاری؟

- که چیری د افغان ملی اردو د محاربوی قابلیت د لوړولو دنده حل نه شی - د چارو وضعه د خوشبینی سبب ونه ګرزی نو د افراطیونو د نفوذ زیاتیدل ډیر ممکن ښکاری چی د مختلفو ټکانونو د کورنی جګړی او په قومی نښو د هیواد د تجزیی ګواښ په څنګ کی لری.

- اوسنی وضعه له افغانستان څخه د شوروی ځواکونو له وتلو څه ټوپیر لری؟

- توپیرونه څرګند دی. شوروی اتحاد خپل پوځی قطعات په بشپړه توګه، حتی، احتمالاً، په هغه زمانه کی د شوروی – افغان د اوږدی پولی او په سرحدی سیمو کی د حالاتو د سختیدو د امکان په پام کی نیولو سره، د خپل امنیت په زیان و ایستل. خو دا کار یی په مسوولانه توګه، په ژینیو کی د ترلاسه شوو توافقاتو سره سم چی د هغوی پر تحقق نړیوالی ټولنی په دقیقه توګه څارنه کوله، تر سره کړ.

امریکا خو د اوږدی مودی پر بنسټ د خپلو پوځی اډو د حقوقی تسجیل لپاره په افغانستان اقدامات ترسره کوی. دا کار پوښتنی رامنځ ته کوی. په دی هیواد کی د بهرنیو ځواکونو اوږد مهاله شته والی په هیواد او په کلی توګه په سیمه کی د امنیت له ستراتیژیکو ګټو سره سمون نه لری. برخلاف، هغه کولی شی د ګواښ په اضافی عامل بدل شی.

- ایا د شوروی تجربه په افغانستان کی ناتو ته ګټوره ثابتیدلی شی؟ "کمیرسانت" څه موده مخکی خبر ورکړی وو چی تړون له هغو سره علاقه ښیی.

- په استعاروی ډول وایم: د « بارژومی» ( منرالی اوبه دی – اداره) څښل، کله چی ینه شړیدلی وی، ناوخته دی. موږ دوی ته ته شوروی د تجربی د ګټورتوب خبری د ډیرو کلونو په اوږدو کی کولی. اوس ناتو له افغانستان څخه وځی، خو دوی، کله چی په دغه هیواد کی وو، په سمه توګه یی د اقتصاد او ودانولو چاری نه ترسره کولی. په دی اړوند په بنیادی توګه د شوروی له تجربی توپیر لری: شوروی اتحاد هلته ۱۴۲ پروژی پر ځای بریښودی او همدومره پروژی په پام کی وی او یا حتی د جوړولو په لومړی پړاو کی یی قرار درلود. وروسته دا، په څرګنده توګه، په ټپه ودریدی، خو شوروی اتحاد پخپله هم تجزیه شو. خو د دی سره سره نجیب الله تر ۱۹۹۲ کاله په واک کی پاته شو، یعنی دری کاله نور تر هغه وروسته، کله چی شوروی پوځونه له افغانستان څخه لاړل. دوه کله ده په کلکه تاب راوړ او مجاهدینو هیڅ کار هم ونشوای کولی. ستونزی هغه وخت پیل شوی، کله چی موږ د سون د موادو او مهماتو ایستول بند کړل.

- ښایی، د داسی معلوماتو په پام کی نیول د ناتو لپاره ناوخته نه وی.

- موږ ډیر ځله دا خبره کړی ده. خو هرڅه د سون مواد، وسله او حتی تیاری نه حلوی. اصلاً د ځواکونو معنوی روحیه لومړی درجه اهمیت لری. او هغه په افغان اردو کی ډیره کمزوری ده. افغان اردو اصلاً په دی باور نه لری چی د هیواد له بنیادی ګټو څخه دفاع کوی.

- ایا د green on blue بریدونه، د افغان سرتیرو او پولیسو بریدونه د بین المللی ایتلاف پر ځواکونو د دی ثبوت دی؟

- د دی پدیدی علتونه زیات دی: د ایتلافی ځواکونو تر لسو کالو له زیات حضور څخه د ټولنی ستړیا، د عملیاتو له نتیجه ناامیدی، د قدرت د اغیزمنو ارګانونو نشتوالی او د افغانی ټولنی د تاریخی او کلتوری عنعنو نادیده نیول د هغوی په لړ کی شامل دی. د ملکی وګړو وژنی او ټپی کیدل د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کی او د آیساف او افغان ملی اردو د سرتیرو بی پروا چلند د هغو اضافی عامل شمیرل کیږی. د ناتووالو په قول، د green on blue بریدونو د اوج نقطه د تیرکال د اګست میاشت وه. اوس « اوضاع عادی حالت ته راگرزیدلی». خو فقط د اپریل په ۷ نیټه نوی ورته پیښه وشوه: دوه لیتوانیایان ټپی شوی وو. باید ووایو چی د green on green بریدونه هم زیاتیږی او هغوی په کمی لحاظ له green on blue پیښو زیاتیږی. دا په محسوسه کچه د افغان ملی اردو او پولیسو په لیکو کی د افراطیونو د نفوذ ثبوت دی.

- په مسکو کی له طالبانو سره د دیالوګ په لاره اچولو په هکله د حامد کرزی د پلانونو په باب څه ډول چلند کوی؟

- مسکو له طالبانو سره د دیالوګ د په لاره اچولو په نسبت نورمال چلند لری، خو د کابل د لارښوونکی رول په شرط او د دریو شرطونو: د وسلی پرځمکه ایښودلو، د افغانستان د اساسی قانون د په رسمیت پیژندلو او له «القاعده» او نورو تروریستی سازمانونو سره د اړیکو د قطعی پریکولو د اجراکولو په صورت کی.

- د مارچ د میاشتی په پای کی کابل او دوحی په قطر کی د طالبانو د دفتر د پرانیستلو په هکله موافقی ته ورسیدل. ایا د مسکو له نظره دا ډول ګام مناسب دی؟

- په قطر کی د طالبانو د دفتر د پرانستلو مفکوره - د مجبوری اقدام دی چی هدف یی په افغانی لوری کی د لویدیځ د سیاست د بریالیتوب ښودل او د پوځی قطعاتو د پړاویزو پلان شوو وتلو په ترځ کی د امنیت تامینول دی. خو د دی دفتر د عملی ګټی په هکله تر اوسه څه نه شو ویلی. موږ د ملی پخلاینی د پروسی ملاتړ کوو. خو د هغو مشری باید افغانان په غاړه ولری او د افغانانو له خوا پرمخ یوړل شی.

څرنګه چی پخپله کرزی مخالف ندی، نو موږ هم مخالف نه یو، ترڅو دا ډول دفتر په دوحه کی موجود وی. خو باید په روښانه توګه څرگنده شی چی دا یوازی د تماس دفتر دی، نه د طالبانو سفارت یا سیاسی دفتر. دا باید د افغانستان د حکومت له استاځو سره د طالبانو د خبرو اترو ځای وی – له نورو وریانتونه موږ ملاتړ نه کوو. ځکه هلته داسی پیښه وشوه: حامد کرزی قطر ته لاړ او وویل چی په دی ځای کی د خبرو اترو لپاره تیار دی. خو طالبانو ده ته وویل: « نه، دا ستا سره د خبرو لپاره ندی، موږ به له قطر او امریکا سره خبری کوو». یعنی د یوه هیواد شورشی سازمان د بل هیواد له مستقل حکومت سره خبری کوی – دا د منلو وړ نده او دا د بین المللی حقوقو ترپښو لاندی کول دی. موږ دا په رسمیت نشو پیژندلی.

- امریکا او ناتو لا تراوسه د روسیی دی غوښتنی ته چی د افغانستان د ماموریت په هکله له وتلو د مخه او د نوی اعتبارلیک تر لاسه کولو وړاندی چی تر ۲۰۱۴ کال وروسته مودی لپاره د تریننګ د ماموریت په غرض پلان شوی، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د رپوټ د ورکولو په هکله، ځواب ندی ورکړی. خو څه موده مخکی بارک اوباما اعلان وکړ چی « په افغانستان کی اوس د سولی او غوړیدو لپاره شرایط، تر هغو د مخه چی موږ هلته داخل شوو، زیات دی». که چیری داسی له خوشبینی ډک عبارتونه په رپوټ کی موجود وی او که چیری هلته ویل شوی وی چی اعتبارلیک اجرا شوی، ایا د روسیی فدراسیون به د هغو پرخلاف اعتراض وکړی؟

- خوشبینانه عبارات باید په هر صورت کی په انکار نه منونوکو واقعیتونو ولاړ وی. فکر کوو چی په افغانستان کی د ثبات بښونکو هڅو تر پای ته رسیدو وروسته بین المللی پوځی حضور باید هلته په بشپړه توګه پای ته ورسول شی. د ناتو ځواکونو د آیساف په ترکیب کی په افغانستان کی د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د پریکړی په اساس پراته دی او اړونده اعتبارلیک لری ( د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د ۲۰۰۱ کال د دسمبر د ۲۰ نیټی مصوب پریکړه لیک) لری. د هغوی وتل هم باید د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د پریکړی په اساس د ماموریت د اجراکولو په هکله تر رپوټ وروسته صورت ومومی. لیودیځ وال له دی سره موافق دی چی د امنیت د شورا نوی اعتبارلیک په افغانستان کی د ناتو د ماموریت د نوی کولو لپاره ضروری دی. په نژدی راتلونکی کی باید د امنیت په شورا کی د دی مسالی په هکله سلا مشوری پیل شی.

- روسیه به په هغه صورت کی که چیری ناتو رپوټ ورنه کړی، څه ډول چلند غوره کړی؟ ایا روسیه به له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانی لوری د مالونو ترانزیت که چیری امریکا او نور هیوادونه په افغانستان کی له افغانی چارواکو سره یوازی د دوه اړخیزه موافقو پر بنسټ فعالیت وکړی، پلی کاندی که نه؟

- روسیه له کابل سره د ناتو د هیوادونو د دوه اړخیزو موافقو د عقدولو مخالفه نده. خو د امنیت د شورا د نوی پریکړه لیک پرته زموږ شرکت خپل قانونیت له لاسه ورکوی او حقوقی خلا رامنځ ته کیږی، ځکه چی له ناتو سره د ترانزیت په هکله زموږ ټول توافقات د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د ۱۳۸۶ شمیره پریکړه لیک پر بنسټ ولاړ دی.
افغانستان.رو
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--