English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
افغانی جهاد د پاکستانی جنرال میراث دی
په مسکو کی د افغانستان په باره کی بین المللی سیمینار جوړ شو
"روسان افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړوي"
افغان حکومت طالبانو ته د نوي دفتر وړانديز وکړ
د ټولو افغانانو لپاره د کابل جان ټولنیزې شبکې تاسیس
کرزی اوباما په دروهنه تورنوی
ایا امریکا به له تروریزم سره مبارزی ته د پاکستان په خاوره کی دوام ورکړی؟
په افغانستان کی د چارو وضعه د خوشبینی وړ نده
په روسيه کې د عيسوۍ شوې افغانې نجلۍ په باب
امريكا هيله لري چي تاجكستان به له افغانستان څخه د پوځونو په وتلو كي فعاله ونډه واخلي
افغانستان او اذربایجان د سفارتونو د پرانیستلو په هکله موافقه کړی ده
زیات شمیر پناه وړونکی چی تاجکستان ته راغلی د افغانستان اوسیدونکی دی
طالبان دې د نېمروز بریدونو په اړه دریځ روښانه کړي
فراه کې ۱۲ پوليس او قومندان يې طالبانو ته اووښتي
سر له نن به ځانګړي او د شپې عمليات افغان ځواکونه کوي
د امريکا سفير د عملياتو پر افغاني کېدو خوښي وښوده
روسيې له ډبليو ايف پي سره د ٤١ کاماز ډوله موټرو مرسته وکړه
ندهار کې ٥٠ ټنه تر وخت تېر درمل له منځه يوړل شول
عطامحمد د سولې پروسې مشروط ملاتړ وکړ، خو فهيم دا اړتيا وبلله
جنرال الن: د افغان او نړيوالو ځواکونو اړيکې پياوړې دي
ده کابل نه پنجوايي ته پر تللي پلاوي وسلوال بريد شوى
کيميرون: د کندهاره پېښه بده او اغيز لرونکې ده
زلمی رسول د سولې پر سر خبرو لپاره قطر ته ځي
د سپین بولدک چاودنې څلور افغان مسافر ووژل
ملي امنیت وايي د یوه سیاسي ګوند د مشر د وژنې طراحان یې نیولي
امریکايي پوځيانو ته په قرآن سوځونې سزا ورکول کېږي
'په تېرو څو کالو کې له افغانستانه نژدې پنځه میلیارد ډالر ایستل شوي'
د هلمند په یوه کور کې چاودنې اووه کسه ووژل
کرزی: احساسات مو وښودل، نور ارامي په کار ده
د شوروی اتحاد له خوا په ننګرهار کی جوړشوی کانال د ورانیدو په حال کی دی
  لومړی مخ/
کرزی اوباما په دروهنه تورنوی
/14.7.2013
     چاپي بڼه کرزی اوباما په دروهنه تورنوی

د روسیی « نی زاویسیمایه گازیته» ورځپاڼه لیکی:

سپینه ماڼی له افغانستان څخه تر ۲۰۱۴ کاله د پوځونو د بشپړو ایستلو امکان څیړی. په دی صورت کی هلته، د عراق په شان، امریکایی قطعات نه پاتیږی. امریکایی چارواکو د دی معلوماتو « افشاکولو» ته په دی سبب اجاز ورکړی، ترڅو په کابل فشار راوړی. واشنګټن له دی کبله په غوصه شوی چی د افغانستان ولسمشر حامد کرزی له طالبانو سره د خبرو په لاره کی خنډونه پیدا کوی او همدارنګه د خپل هیواد لپاره د امنیت د ژبنو د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوی. ولسمشر بارک اوباما په جدی توګه له افغانستان څخه د پوځونو د چټکو ایستلو په وریانت غور کوی. خبره پردی مطرح ده چی په دغه هیواد کی به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هیڅ امریکایی سرتیری پاته نه شی.

د یادولو وړ ده چی بارک اوباما ژبنه کړی چی د ۲۰۱۴ کال تر پایه په افغانستان کی په جګړه ایزو عملیاتو کی د امریکا ګډون پای ته ورسوی. په عین حال کی له کابل سره په دی هکله خبری دوام لری چی د پوځیانو کم شمیر هلته پاته شی.

خو د واشنګټن اړیکی له کرزی سره د جون په میاشت کی، وروسته له هغه کړکیچنی شوی، کله چی امریکا له طالبانو سره په قطر کی د سولی د خبرو د پیل تکل وکړ. کرزی له طالبانو سره تماسونه وغندل او له واشنګټن سره یی د امنیتی موافقی د لاسلیک کولو په هکله خبری ودرولی. دا معامله د دی لپاره ضرور ده، ترڅو امریکایی قطعات په افغانستان کی تر ۲۰۱۴ کال وروسته پاته شی.

امریکا د جون په ۲۷ نیټه د اوباما او کرزی ترمنځ د اختلافونو د نرمولو په خاطر ویدیویی کنفرانس تنظیم کړ. خو لکه څرنګه چی د «New York Times» ورځپاڼه د امریکایی او افغان چارواکو په خوله خبر ورکوی، کرزی امریکا له طالبانو او د هغوی له متحدینو سره په پاکستان کی د جلا سولی په عقدولو تورن کړ. په نتیجه کی به په کابل کی حکومت د غلیمانو لپاره زیان منونکی پاته شوی وو. کرزی پخوا هم داسی تورونه لګولی وو. خو هغه وخت ده افغانانو ته خطاب کاوه. خو دا ځل ده د امریکا له ولسمشر سره خبری کولی. اوباما په ځواب کی وویل چی امریکایان په کابل کی له حکومت څخه د ملاتړ په خاطر وژل کیږی.

د ځواکونو د بشپړو وتلو الترناتیف پخوا هم څیړل کیده. خو صفری وریانت ترټولو بده سناریو شمیرل کیده. له هغه څخه پر کرزی د فشار د وسیلی په توګه کار اخیستل کیده. خو اوس یی د دی الترناتیف په هکله په سپینه ماڼی کی په جدی توګه غږ اوچت کړی دی.

تر اوسه پریکړه نده نیول شوی. خو د خبروکوونکو دریځونه سخت شوی دی. په نتیجه کی ښایی هغه څه تکرار شی چی په عراق کی پیښ شول: ټولو هیله درلوده چی موافقه به ترلاسه شی او ځواکونه به پاته شیِ، خو جوړجاړی ترلاسه نه شو او امریکایان لاړل.

په دی هکله اختلافونه چی امریکایان به څرنګه وکولی شی د افغانستان له پیټی ځان خلاص کړی، د اوباما د اداری په دننه کی هم موجود دی. د سپینی ماڼی د مامورینو په تفاوت جنرالانو دا خبره ثابتوله چی په افغانستان کی باید تر ممکنه حده زیات ځواکونه او د زیاتی مودی لپاره وساتل شی. اوس هلته ۶۳ زره امریکایی سرتیری پراته دی. په پام کی وو چی د ۲۰۱۴ کال د فبروری تر میاشتی به د هغوی شمیر ۳۴ کسو ته را کم کړی شی. تر اوسه څرګنده نه ده چی ایا جنرالان به د پوځونو له وتلو سره په هغه صورت کی مخالفت وکړی او که نه که چیری سپینه ماڼی د پوځونو د وتلو د بهیر د ګړندیتوب په هکله پریکړه وکړی. له کابل سره د امنیت په هکله د اوږدی مودی د موافقه لیک خبری له دی کبله ودریدی، چی هغه ( کابل) په اصل کی، په دوو ټکو ټینګار کاوه: لومړی داچی، امریکا باید د افغانستان د امنیت ضمانت وکړی. دوهم دا چی پاکستان باید له افراطینو سره د مبارزی په لاره کی عمده خنډ اعلان شی. دا دول ضمانتونه به په دی معنی وو چی د امریکی متحده ایالاتونه باید په پاکستان کی د طالبانو په پناه ځایونو برید کړی وای. خو د اوباما اداری اعلان وکړ چی هیله منه ده د پټی جګړی مقیاس د بی پیلوټه الوتکو په وسیله چی سی ای ای یی په پاکستان کی برمخ بیایی، کم کړی.

کرزی همدا شان غواړی، ترڅو د اوباما اداره خبر ورکړی چی کومه اندازه مالی مرسته به تخصیص ورکړی شی. خو که چیری موافقه لیک ترلاسه نه شی، نو افغانستان به له هغو ۸ میلیاردو ډالرو د مرستی ډیری کمی پیسی ترلاسه کړی چی پرهغو یی حساب کاوه. دا پیسی د افغانستان د حکومت د کلنیو لګښتونو نیمایی برخه تامینولی شی.
افغانستان.رو
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--