English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
افغانی جهاد د پاکستانی جنرال میراث دی
په مسکو کی د افغانستان په باره کی بین المللی سیمینار جوړ شو
"روسان افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړوي"
افغان حکومت طالبانو ته د نوي دفتر وړانديز وکړ
د ټولو افغانانو لپاره د کابل جان ټولنیزې شبکې تاسیس
کرزی اوباما په دروهنه تورنوی
ایا امریکا به له تروریزم سره مبارزی ته د پاکستان په خاوره کی دوام ورکړی؟
په افغانستان کی د چارو وضعه د خوشبینی وړ نده
په روسيه کې د عيسوۍ شوې افغانې نجلۍ په باب
امريكا هيله لري چي تاجكستان به له افغانستان څخه د پوځونو په وتلو كي فعاله ونډه واخلي
افغانستان او اذربایجان د سفارتونو د پرانیستلو په هکله موافقه کړی ده
زیات شمیر پناه وړونکی چی تاجکستان ته راغلی د افغانستان اوسیدونکی دی
طالبان دې د نېمروز بریدونو په اړه دریځ روښانه کړي
فراه کې ۱۲ پوليس او قومندان يې طالبانو ته اووښتي
سر له نن به ځانګړي او د شپې عمليات افغان ځواکونه کوي
د امريکا سفير د عملياتو پر افغاني کېدو خوښي وښوده
روسيې له ډبليو ايف پي سره د ٤١ کاماز ډوله موټرو مرسته وکړه
ندهار کې ٥٠ ټنه تر وخت تېر درمل له منځه يوړل شول
عطامحمد د سولې پروسې مشروط ملاتړ وکړ، خو فهيم دا اړتيا وبلله
جنرال الن: د افغان او نړيوالو ځواکونو اړيکې پياوړې دي
ده کابل نه پنجوايي ته پر تللي پلاوي وسلوال بريد شوى
کيميرون: د کندهاره پېښه بده او اغيز لرونکې ده
زلمی رسول د سولې پر سر خبرو لپاره قطر ته ځي
د سپین بولدک چاودنې څلور افغان مسافر ووژل
ملي امنیت وايي د یوه سیاسي ګوند د مشر د وژنې طراحان یې نیولي
امریکايي پوځيانو ته په قرآن سوځونې سزا ورکول کېږي
'په تېرو څو کالو کې له افغانستانه نژدې پنځه میلیارد ډالر ایستل شوي'
د هلمند په یوه کور کې چاودنې اووه کسه ووژل
کرزی: احساسات مو وښودل، نور ارامي په کار ده
د شوروی اتحاد له خوا په ننګرهار کی جوړشوی کانال د ورانیدو په حال کی دی
  خبرونه/
افغان حکومت طالبانو ته د نوي دفتر وړانديز وکړ
/12.8.2013
     چاپي بڼه

د بهرنيو چارو وزارت چارواکي وايي که طالبان وغواړي، افغان دولت چمتو دى، چې په ترکيه يا سعودي عربستان کې ورته دفتر پرانيزي. دوى وايي، دا هم شونې ده چې د طالبانو دفتر په کور دننه او يا د سيمې په بل اسلامي هېواد کې جوړ شي.

دا وړانديز په داسې حال کې دى، چې طالبانو تېره مياشت قطر کې خپل دفتر تر لنډمهالي تړلو وروسته بيا نه دى پرانيستى. طالبانو وروسته له هغه په قطر کې خپل دفتر وتاړه ، چې د افغان حکومت د اعتراض له امله د دوى بيرغ او د اسلامي امارت په نوم لوحه د امريکايي او قطري چارواکو له خوا ښکته شوه. د افغان حکومت له نوي وړانديز څخه داسې ښکاري، چې نور د قطر دفتر بېرته پرانيستل کېدو ته لېواله نه دى .

جانان موسى زى وايي ، چې د قطر دفتر دافغان دولت له خوښې او شرايطو سره سم نه و جوړ شوى . موسى زى ټينګار کوي، که طالبانو ته نوى دفتر پرانيستل کېږي، نو د افغان دولت په شرايطو به برابر وي. هغه زياته کړه : "د افغانستان دولت چمتو دى ، چې له طالبانو سره د سياسي دفتر له لارې اړيکه ولري او خبرې پيل شي، خو د سولې پروسه هېڅکله نشي کولى، چې اساسي قانون او په تېرې لسيزې کې د افغانستان د خلکو لاسته راوړنې تر پوښتنې لاندې راولي. دا پروسه نشي کېداى د نفاق سبب شي يا ملي يووالي ته خطر پېښ کړي."

د بهرنيو چارو وزارت وياند په وينا، دافغانستان دولت اجازه نه ورکوي ، چې "دښمنان" د سولې له پروسې په ګټه اخيستو خپلو هغو موخو ته ورسېږي، چې د جګړې په ډګر کې يې نه دي ترلاسه کړي. د بهرنيو چارو وزارت وياند دا يادونه هم وکړه ، چې که طالبان په خپل هېواد کې دفتر ته زړه ښه کړي، نو افغان دولت چمتو دى د مخامخ خبرو په موخه، د هغوى د باوري مرکچيانو د امنيت او مصوونيت، ضمانت وکړي. هغه زياته کړه : " خو که په هر دليل چې وي او طالبان ونه غواړي دا ډول دفتر په افغانستان کې جوړ کړي، د افغانستان دولت چمتو دى، چې طالبانو ته د خبرو لپاره يو دفتر د سيمې په يوه اسلامي هېواد کې پرانيزي، ترجيح مو دا ده چې په سعودي يا ترکيه کې وي، ترڅو د طالبانو باوري استازي وشي کولى د افغانستان د سولې د عالي شورا له استازيو سره اړيکي ولري او د دواړو لوريو ترمنځ د مستقيمو خبرو زمينه برابره شي. "

دا په داسې حال کې ده، چې ولسشمر حامد کرزي په خپل اختريز پيغام کې وويل، چې که طالبانو په افغانستان کې دفتر پرانيستى واى ، نو نه به يې لوحه ښکته کېده او نه يې هم بيرغ. موسي زي همداراز په نږدې راتلونکي کې اسلام اباد ته د ولسمشر کرزي سفر ته په اشارې سره وويل ، چې دواړه لوري د سفر پر اجنډا کار کوي.

هغه وويل ، چې ددې سفر د اجنډا يوه مهمه برخه به د افغانستان د سولې پروسه وي، ترڅو له دې پروسې عملي او رېښتيني ملاتړ په موخه له پاکستاني چارواکو سره پرې بحث وکړي. هغه په پاکستان کې د افغان طالب مشرانو حضور د افغانستان د سولې په پروسه کې ددغه هېواد د رول لامل ياد کړ، خو نيوکه يې دا وه ، چې اسلام اباد تل هغه طالبان نيولي يا وژلي ، چې له افغان دولت سره يې د سولې نېغو خبرو ته زړه ښه کړى دى.

ده زياته کړه:"نوبناً له طالبانو سره د سولې او د يوې سياسي پروسې د پيل پر وړاندې زموږ لپاره لويه ننګونه، په خواشينۍ سره د پاکستاني حکومت نه همکاري وه." خو ده وويل، چې ددې سفر پر اجنډا لا هم دواړه لوري کار کوي.

منبع: پژواک
افغانستان.رو
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--