English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
افغانی جهاد د پاکستانی جنرال میراث دی
په مسکو کی د افغانستان په باره کی بین المللی سیمینار جوړ شو
"روسان افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړوي"
افغان حکومت طالبانو ته د نوي دفتر وړانديز وکړ
د ټولو افغانانو لپاره د کابل جان ټولنیزې شبکې تاسیس
کرزی اوباما په دروهنه تورنوی
ایا امریکا به له تروریزم سره مبارزی ته د پاکستان په خاوره کی دوام ورکړی؟
په افغانستان کی د چارو وضعه د خوشبینی وړ نده
په روسيه کې د عيسوۍ شوې افغانې نجلۍ په باب
امريكا هيله لري چي تاجكستان به له افغانستان څخه د پوځونو په وتلو كي فعاله ونډه واخلي
افغانستان او اذربایجان د سفارتونو د پرانیستلو په هکله موافقه کړی ده
زیات شمیر پناه وړونکی چی تاجکستان ته راغلی د افغانستان اوسیدونکی دی
طالبان دې د نېمروز بریدونو په اړه دریځ روښانه کړي
فراه کې ۱۲ پوليس او قومندان يې طالبانو ته اووښتي
سر له نن به ځانګړي او د شپې عمليات افغان ځواکونه کوي
د امريکا سفير د عملياتو پر افغاني کېدو خوښي وښوده
روسيې له ډبليو ايف پي سره د ٤١ کاماز ډوله موټرو مرسته وکړه
ندهار کې ٥٠ ټنه تر وخت تېر درمل له منځه يوړل شول
عطامحمد د سولې پروسې مشروط ملاتړ وکړ، خو فهيم دا اړتيا وبلله
جنرال الن: د افغان او نړيوالو ځواکونو اړيکې پياوړې دي
ده کابل نه پنجوايي ته پر تللي پلاوي وسلوال بريد شوى
کيميرون: د کندهاره پېښه بده او اغيز لرونکې ده
زلمی رسول د سولې پر سر خبرو لپاره قطر ته ځي
د سپین بولدک چاودنې څلور افغان مسافر ووژل
ملي امنیت وايي د یوه سیاسي ګوند د مشر د وژنې طراحان یې نیولي
امریکايي پوځيانو ته په قرآن سوځونې سزا ورکول کېږي
'په تېرو څو کالو کې له افغانستانه نژدې پنځه میلیارد ډالر ایستل شوي'
د هلمند په یوه کور کې چاودنې اووه کسه ووژل
کرزی: احساسات مو وښودل، نور ارامي په کار ده
د شوروی اتحاد له خوا په ننګرهار کی جوړشوی کانال د ورانیدو په حال کی دی
  لومړی مخ/
"روسان افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړوي"
/3.9.2013
     چاپي بڼه "روسان افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړوي"

کابل –، سې شنبه د وږي ۱۲مه
گزارشگر: مل

د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالهادی ارغند یوال وايي روسیه چمتو ده چې افغانستان کې د نویو پروژو ترڅنګ پخوانی نیمګړې پاتې پروژې هم بشپړې کړي.

کورجوړونه، د سالنګونو رغاونې، لوړې زده کړې او یو شمېر نور هغه رغانیزې پروژې وې چې شاوخوا دیرش کاله وړاندې د پخواني شوروي اتحاد په مرسته افغانستان کې تر کار لاندې وې.

دافغانستان او روسیې د ګډو همکاریو کمېسیون غونډی کې چې د سې شنبې پر ورځ کابل کې جوړه شوې وه د افغانستان د اقتصاد وزیر او د روسیې د انرژۍ د معین ترمنځ د یاد شویو پروژو ترڅنګ د یو شمېر نورو رغانیزو پروژو تړونونه لاسلیک شول.

ددې کمېسیون په لومړنۍ غونډه کې هم چې په مسکو کی جوړه شوې وه یو شمېرتړونونه لاسیلیک شوي وو خو د پلې کیدو په اړه یې عملي ګامونه نه وو پورته شوي.

د اقتصاد وزیر ښاغلي ارغندېوال وویل دا ځل دواړو لوریو ټینګار کړی چې د انرژی ، کورجوړونی ، د سالنګونو رغاولو ، کا نونو ، هوایی ترانسپورت ، لوړی زده کړو،فرهنګی او نورو برخو کی لاسلیک شوي تړونونه به عملي بڼه غوره کوي.

"زما وړاندیز دادی چی تر ډیره با ید لاسیک شویو هوکړه لیکونو جدي پاملرنه وشیترڅو افغان ولس او افغان دولت یې عملي پایلې وګوري"

د غه راز، د فدراتیفی روسیې د سودا ګری د خونی غړي الکسا ندر شکرینده هم د افغانستان او روسیې ترمنځ د لاسلیک شویو هوکړه لیکونو عملي کېدو ته هیله مندې وښوده او زیا ته یی کړه چی دوی به په مسکو کی د افغان سودا ګری خونې سره ددی تړون د پلی کیدو په مو خه کار پیل کړي.

د ښاغلي شکرینده پر وینا دوی چمتو دي چی افغانستان کې نوې پروژې پیل او پخوانی نیمګړی پروژې هم ورغوي چې په دې لړ کې د کورجوړونی روسي شرکت د افغانستان له حکومت سره راجسیر شوی دی او ډیرژر به په کار پیل وکړي .

"د روسیې لخوا به په دی شرکت کې د روس ستروی ستر شرکت چی په نویو ما شینونوسمبال دی ګډون ولري او په لنډه موده کی به د کا بل د کورجوړولو له فابریکی سره یوځای کارپیل کړي چی په کا ل کی د زرو کورونو د جوړولو وړتیا لري."

پخواني شوروي اتحاد افغا نستا ن کې په بیلا بیلو برخو کې لویې او وړی فابریکی جوړې کړې وې چی د کورنیو جګړو به پا یله کې ځینی له فعا لیت لویدلي او د ځینو یې ماشینونه او وسایل غلا شول.

خو د افغانستا ن د سوداګری او صنایعو خونو مرستیال خان جان الکوزی وایی چی د رغانیزو پروژو په لړ کې د روسانو لېوالتیا د افغانستان په ګټه ده تر څو دا فابریکی ورغوي خو د هغوی د پانګونې له پاره زمینه نه ده برابره شوې.

" دوی د سالنګ د جوړونې، انرژی، کورجوړونې او نورو برخو کې د کار علاقه لري خو غربیا ن پیسې نه ورکوي نو ځکه دا تړون به هم د تیرو په څیر عملی نهشی."

د روسیې او افغانستان تر منځ د ګډو همکاریو شورا په ۲۰۰۷ میلادې کې جوړه شوېچې د دواړو خواوو یې د غړیو شمیر شا وخوا ۳۵ تنو ته رسیږي.

چارواکې وايي ددې شورا لومړی ناسته په مسکو او دوهمه ناسته یې په کابل کی ترسره شوه چې د روسیې له خوا تر۵۰ زیاتو سوداګرو ورکی ګډون درلود.
افغانستان.رو
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--