English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
افغانی جهاد د پاکستانی جنرال میراث دی
په مسکو کی د افغانستان په باره کی بین المللی سیمینار جوړ شو
"روسان افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړوي"
افغان حکومت طالبانو ته د نوي دفتر وړانديز وکړ
د ټولو افغانانو لپاره د کابل جان ټولنیزې شبکې تاسیس
کرزی اوباما په دروهنه تورنوی
ایا امریکا به له تروریزم سره مبارزی ته د پاکستان په خاوره کی دوام ورکړی؟
په افغانستان کی د چارو وضعه د خوشبینی وړ نده
په روسيه کې د عيسوۍ شوې افغانې نجلۍ په باب
امريكا هيله لري چي تاجكستان به له افغانستان څخه د پوځونو په وتلو كي فعاله ونډه واخلي
افغانستان او اذربایجان د سفارتونو د پرانیستلو په هکله موافقه کړی ده
زیات شمیر پناه وړونکی چی تاجکستان ته راغلی د افغانستان اوسیدونکی دی
طالبان دې د نېمروز بریدونو په اړه دریځ روښانه کړي
فراه کې ۱۲ پوليس او قومندان يې طالبانو ته اووښتي
سر له نن به ځانګړي او د شپې عمليات افغان ځواکونه کوي
د امريکا سفير د عملياتو پر افغاني کېدو خوښي وښوده
روسيې له ډبليو ايف پي سره د ٤١ کاماز ډوله موټرو مرسته وکړه
ندهار کې ٥٠ ټنه تر وخت تېر درمل له منځه يوړل شول
عطامحمد د سولې پروسې مشروط ملاتړ وکړ، خو فهيم دا اړتيا وبلله
جنرال الن: د افغان او نړيوالو ځواکونو اړيکې پياوړې دي
ده کابل نه پنجوايي ته پر تللي پلاوي وسلوال بريد شوى
کيميرون: د کندهاره پېښه بده او اغيز لرونکې ده
زلمی رسول د سولې پر سر خبرو لپاره قطر ته ځي
د سپین بولدک چاودنې څلور افغان مسافر ووژل
ملي امنیت وايي د یوه سیاسي ګوند د مشر د وژنې طراحان یې نیولي
امریکايي پوځيانو ته په قرآن سوځونې سزا ورکول کېږي
'په تېرو څو کالو کې له افغانستانه نژدې پنځه میلیارد ډالر ایستل شوي'
د هلمند په یوه کور کې چاودنې اووه کسه ووژل
کرزی: احساسات مو وښودل، نور ارامي په کار ده
د شوروی اتحاد له خوا په ننګرهار کی جوړشوی کانال د ورانیدو په حال کی دی
  خبرونه/
په مسکو کی د افغانستان په باره کی بین المللی سیمینار جوړ شو
/15.12.2013
     چاپي بڼه په مسکو کی  د افغانستان په باره کی بین المللی سیمینار جوړ شو

د دسمبر په ۱۲ نیټه په مسکو کی بین المللی سیمینار جوړ شو چی د افغانستان مسالی ته وقف شوی وو. د سیمینار په کار کی د روسیی د بهرنیو چارو او د دفاع د وزارت استاځو، په مسکو کی استوګنو بهرنیو دیپلوماتانو، د ناتو، د شانګهای د همکاری د سازمان، د ډله ایز امنیت د سازمان کارپوهانو او په روسیه کی د افغانانو د ټولنی استاځو برخه اخیستی وه.

د سیمینار په کار کی د افغانستان په ستونزه تړلی بیلابیلی مسالی، له هغی جملی، تر ۲۰۱۴ کال وروسته په دغه هیواد کی د اوضاع ممکن انکشاف، په ۲۰۱۴ کال کی د جمهوری ریاست ټاکنی، د ناتو او روسیی ترمنځ همکاری او نوری مسالی وڅیړل شوی.

د کابل د شخړو او سولی د څیړنی د مرکز مدیر حکمت کرزی وویل چی د طالبانو غورځنګ تر ۲۰۱۴ کال وروسته بیرته قدرت ته نشی ستنیدلی. ده زیاته کړه: " اوس د افغانستان د اوسیدونکو په سلو کی ۶۰ تر ۲۶ کاله عمر لرونکی ځوانان تشکیلوی. افغانستان نه یوازی په سیمه، بلکه په نړی کی یو ترټولو ځوان هیواد دی. او د افغانستان د ځوانانو لپاره هغه سیاسی رژیم د منلو وړ نه دی چی طالبان یی د جوړوولو نیت لری".

د حکمت کرزی په وینا، اوس په افغانستان کی د لیږد دری پروسی – د امنیت او همداشان د سیاسی او اقتصادی ژوند په برخو کی تحقق مومی. حکمت کرزی څرګنده کړه: " د لیږد دا ټولی دری واړه پروسی یو شان اهمیت لری، که څه هم د ډله ایزو اطلاعاتو په وسایلو او ټولنیز نظر کی تر ټولو زیات د امنیت د ستونزو په هکله خبری کیږی. دا، تر ټولو د مخه، له دی سره تړاو لری چی د ناتو له ځواکونو څخه افغان ملی اردو او پولیسو ته د مسوولیت د لیږدیدو په اړوند د افغان پوځیانو د تلفاتو شمیر زیاتیږی".

د کابل د وتلی تحلیلی مرکز مدیر د امنیت په برخه کی د لیږد د پروسی د اهمیت په هکله د خبرو په ترځ کی څرګنده کړه چی " افغانستان او افغان وسله وال ځواکونه اوس هرډول ملاتړ، له هغی جملی، د ملی پوځی هوایی ځواکونو جوړولو ته اړتیا لری".

حکمت کرزی د افغانستان د اقتصادی ژوند بدلون تر هرڅه دمخه د خپل هیواد د سیمه ایز دریځ په لوړولو کی وینی: " موږ باید د مرکزی او جنوبی اسیا ترمنځ د اقتصادی، ترانسپورتی او شبکوی پروژو لپاره په سیمه ایز مرکز او په نښلوونکی کړی بدل شو". افغان تحلیلوونکی د افغانستان په اقتصادی ژوند کی د بدلون لپاره دوهمه منبع د هیواد بډایی طبیعی منابع ګڼی.

حکمت کرزی د افغانستان د سیاسی بدلون لپاره ترټولو مهم عنصر په هیواد کی د سولی د ټینګیدو لپاره د شرایطو برابرول ګڼی. د ده په نظر، د دی هدف د تحقق لپاره د دریو مسالو حل پیشنهادوی.

لومړی، د جمهوری ریاست د ټاکنو بریالی ترسره کول. حکمت کرزی وویل: " موږ د دولت د مشر قانونی ټاکنو ته اړتیا لرو، نه هغه څه چی موږ په ۲۰۰۹ کال کی ولیدل". د ده مقصد، په څرگنده، د ولسمشری په ټاکنو کی د کرزی د سیال ډاکټر عبدالله عبدالله په ګټه د لویدیځو دولتونوو مداخله وه.

دوهم دا چی د ګاونډی هیواد پاکستان افغانی سیاست باید بدلون ومومی. حکمت کرزی زیاته کړه: " پاکستان باید د رغنده رول لوبول پیل کړی". ده دا خبره یاده کړه چی د پاکستان د استخباراتو له خوا د ۲۰۱۱ کال د فبروری په میاشت کی د ملا عبدالغنی برادر نیول کیدل د کابل د رسمی چارواکو او طالبانو ترمنځ « د خبرو په لړی کی د مهمی کړی د له منځه تلو سبب شول».

بالاخره، دریم دا چی، نړیواله ټولنه او د سیمی هیوادونه باید د افغانستان په خاوره کی د رقابتی سیاسی پروژو له پلی کولو ډه ده وکړی. حکمت کرزی د کابل د عالی مقاماتو هیله داسی څرګنده کړه: " موږ دی ته اړتیا لرو، ترڅو ټول هغه هیوادونه چی له افغانستان سره علاقمندی څرګندوی، په واحد لوری کی فعالیت وکړی".

حکمت کرزی د امریکا او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزه امنیتی موافقه لیک پرشاواخو پر جنجال د تبصری په ترځ کی وویل: " افغانان غواړی، ترڅو امریکایان پاته شی. خو په کومه بیه؟ په کومو شرایطو؟ دا ډیر مهم دی. له دی کبله چی اپوزیسیون پرله پسی د هیواد حکومت په دی تورنوی چی هغه د امریکایانو لپاره د د هوایی اډه د جوړولو شرایط برابروی چی له هغو څخه وروسته الوتکی الوزی او افغانان وژنی".

حکمت کرزی همدارنگه د روسیی او افغانستان ترمنځ د لا شدیدی، له منځګړو پرته مستقیمی همکاری بلنه ورکړه: " په افغانستان کی د روسیی شریک باید یوازی افغانستان وی، نه امریکا، ناتو او یا کوم بل څوک ... موږ نه غواړو، ترڅو ناتو افغانستان ته د روسیی د منشور له لاری وګوری او په دقیقه توګه همداسی، روسیه هم نباید افغانستان ته د ناتو یا امریکا د منشور څخه وګوری".

د روسیی د علومو د اکاډمی د ختیځ پیژندنی د انستیتوت د افغانستان د څانګی امر پروفیسور ویکتور کارګون وویل چی د افغانستان په هکله د روسیی او ناتو همکاری ستراتیژیک خصوصیت نه لری. ده زیاته کړه: " خو سره له دی، هغه په عینی توګه، هم د روسیی او هم د شمالی اتلانتیک د تړون لپاره، ګټوره ده".

د ویکتور کارگون په نظر، د افغانستان په هکله د روسیی – ناتو د متقابلی همکاری د ستراتیژیکی لوری د نشتوالی سره سره، هغه بیاهم « د مسکو او بروکسل د همکاری تقریباً یوازینی لوری وو او پاته دی چی په هغو کی عملاً ستر اختلافونه نه شته». په نورو برخو کی د روسیی او ناتو همکاری ډیر لږ همغاړه خصوصیت لری.

ویکتور کارګون باور لری چی په « افغانی لوری کی د مسکو او بروکسل متقابلی همکاری د یو څه مودی لپاره د ناتو د پراختیا د بهیر له دریدو سره مرسته وکړه چی په عینی توګه د روسیی په ګټه وو».

د معاصر افغانستان د څیړنو د مرکز مدیر عمر نثار په سیمینار کی د وینا په ترځ کی د هغو هیوادونو ترمنځ د متقابلو ګټو د دقیقو په پام کی نیولو اړتیا ته پاملرنه راوګرزوله چی د افغانستان له حکومت سره یی مرستی کړی. د عمر نثار په نظر، « د روسیی – ناتو پر همکاری ناکافی زغم او د ناتو د افغانی ماموریت نه روڼ توب منفی اغیزه کوی».

عمر نثار په خپله وینا کی څرګنده کړه: « کولی شو په دی اړوند یو څرګند مثال راوړو. ولسمشر حامد کرزی څه موده وړاندی په ډاګه تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کی د ۹ پوځی اډو د لرلو په هکله د امریکا د نیت خبره وکړه، خو د امریکا استاځو سملاسی دا خبر رد کړ. خو وروسته معلومه شوه چی امریکایی متحدین واقعاً هم غواړی په افغانستان کی ۹ پوځی اډی جوړی کړی. په افغانستان کی د روسیی د لویدیځو انډیوالانو دا ډول چلند، په څرګنده، د غیر ضروری بدګمانی سبب ګرزی، د چا لپاره چی په سیمه کی د لویدیځ حضور ډیره دردوونکی موضوع ده. د امریکا له خوا د خبرو پټول د روسیی د ځوابیه غبرګون سبب ګرزی چی په نتیجه کی د افغانستان په لوری کی د روسیی او ناتو پر دوه اړخیزه همکاری منفی اغیزه کوی.

اوس د افغانستان په ستونزمنه غوټه کی د باور مساله په مسلطه مساله بدلیږی. د روسیی د ستراتیژیکی څیړنو د انستیتوت د اسیا او نژدی ختیځ د مرکز مرستیالی یلینی سوپونینی څرګنده کړه: « څرنګه چی ستراتیژیکی څیړنی ښیی، په افغانی ټولنه کی د ملی اردو او پولیسو په هکله د باور لوړه کچه موجوده ده. خو د واکمنی د ملکی موسسو په هکله د افغانانو اعتماد ډیر لږ دی».

په دی توګه، د روسیی د ستراتیژیکی څیړنو د انستیتوت د اسیا او نژدی ختیځ د وتلی کارپوهی په وینا، اوس یوازی په سلو کی ۱۵ افغانان پر خپل پارلمان باور لری چی په هیواد کی د دولتی – سیاسی موسسو له ډلی تر ټولو قانونی ارګان شمیرل کیږی. یلینی سوپونینی زیاته کړه: « د جمهوری ریاست له راتلونکو ټاکنو سره د افغانستان د اتباعو له ډیری لوړی علاقمندی سره سره، په سلو کی ۸۰ رایه ورکوونکی د ۲۰۱۴ کال د اپریل په میاشت کی د رایی ورکولو صندقونو ته له تګ څخه ویره لری».

څرگنده ده چی ټاکنو ته له تګ څخه د زیات شمیر افغانان ویره پر چارواکو د باور د ټیټی سطحی منعکسوونکی ده چی نه شی کولی د خپلو اتباعو امنیت تامین کړی.

په افغانستان کی د جمهوری ریاست د ټاکنو وروستی پړوا د وسله وال اپوزیسیون د جنګیالو د فعالیدو په بهیر کی صورت مومی. دا ټکی د روسیی د بهرنیو چارو د وزارت د افغانستان د څانګی کفیل البیرت خورییف څرګند کړ.

البیرت خورییف وویل: « په افغانستان د مختلفو وسله والو ډلو جنګیالو د ناتو له ځواکونو څخه د افغان ملی اردو او پولیسو ته د مسوولیت د لیږدولو له لحظی ګټه واخیسته. هغوی په نتیجه کی وکولی شوای د هیواد نوو سیمو ته خپل نفوذ پراخه کړی». د روسی دیپلومات په وینا، « په ۲۰۱۳ کال کی وسله والو کسانو نور د افغان ملی اردو او پولیسو له قطعاتو سره د مخامخ جګړی نه ډه ده نه کوله»: « دا کار د افغان پوځیانو په منځ کی د تلفاتو د زیاتیدو سبب شو. د افغانستان د دفاع د وزارت د معلوماتو له مخی، هره میاشت د ملی اردو تقریبا دوه سوه پوځیان وژل کیږی».

په افغانستان کی د زورزیاتی کچه د بین المللی سازمانونو له خوا هم څیړل کیږی. په دی توګه، د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د ارزونو له مخی، په وروستیو وختونو کی په هیواد کی د زورزیاتی سطحه دری ځله زیاته شوی ده.

البیرت خورییف وویل: « چی په خاصه توگه اوضاع د افغانستان په شمال، د قندوز، تخار او بدخشان په ولایتونو کی د اندیښنی وړ ده. اوس د افغانستان په شمال کی د مختلفو وسله والو ډلو – طالبانو، « حزب اسلامی»، «حزب التحریر» او نورو د وسله والو کسانو شمیر تر لسو زرو کسو رسیدلی».

د روسیی د بهرنیو چارو د وزارت کارپوهان په دی باور دی چی د ژمی په رارسیدو د وسله وال اپوزیسیون جنګیالی خپل فعالیتونه کموی. البیرت خورییف وایی، « خو د 2014 کال د پسرلی ّه رارسیدو اوضاع بدلون مومی او د جمهوری ریاست د ټاکنو په اوج کی په افغانستان کی تندلاری ډلی یو ځل بیا خپل فعالیتونو ته زور ورکړی».

روسی دیپلومات زیاته کړه چی د جمهوری ریاست د ټاکنو د وروستی پړاو او د طالبانو د محاربوی فعالیتونو د تحرک مطابقت به دی معنی دی چی د انتخاباتی کمپاین پایلی به تر ډیره حده په طالبانو تړلی وی. البیرت خورییف دا خبره اټکل کړه چی « طالبان کولی شی د هیواد په ۵۰ فیصده خاوره کی د افغان دولت د مشر د ټاکنو مخه ونیسی. د ده په وینا، د نامعلومی مودی لپاره د افغانستان د جمهوری ریاست د ټاکنو د ځنډولو امکان نه شی مستثنی کیدای».

د روسیی کارپوهانو په نظر، په دی توګه، د افغان دولت د مشر د ټاکلو پر بهیر د طالبانو سیاسی اغیزه، د رایه ورکوونکو په نسبت او په افغانی ټولنه کی پخپله د طالبانو سیاسی نفوذ، ډیر جدی ګرزی. لکه څرنګه چی په بروکسل کی د ناتو په مقر کی د افغانستان د څانګی امر نیکولاس ویلیامس څرګنده کړه، طالبان اوس یوازی د ۱۵ فیصدو افغانانو له ملاتړ نه برخه من دی. په دی توګه، هغه سیاسی ځواک چی چی د افغانی ټولنی د اقلیت د ګټو څخه نمایندګی کوی، د ټاکنو د ملی کمپاین چی اکثریت افغانان غواړی په هغو کی برخه واخلی، د ویجاړولو توان لری. په دی هکله د «افغانستان.رو» اطلاعاتی پارتل خبریال خبر ورکړی.
افغانستان.رو
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--