|
|
| مقالې/ |
د افغان پوځ روحيه يې كمزورې كړه
/27.10.2008
الكساندر رېوتوف
الكساندر رېوتوف - د ماسكو د (( كومېرسانت )) ورځپاڼې ژورناليست.
شونی ده چی د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په تکر کی وی.
د روان كال د اكتوبر په ۲۲ په افغانستان كې د ايتلاف ځواكونو په تېروتنې سره د خوست په ولايت كې د حكومتي پوځونو پوسته له منځه وړې ده . د هوايي ګوزار په پايله كې نهه تنه افغان پوځيان وژل شوي دي . رسمي كابل د امريكا د متحده د ايالاتو او ناتو له پوځي قوماندانۍ نه وغوښتل چې ددغې پېښې پلټنه وكړي . بايد وويل شي چې د امريكا د متحده ايالاتو د پوځ جكپوړو استازيو څو څو ځله ويلي ، اړينه ده چې د هغه پراخ هوايي تاكتيك له كارونې نه لاس واخيستل شي چې د پنتاګون له خوا په افغانستان كې ترسره كيږي .
ياده شوې پېښه د افغانستان د خوست ولايت د دووا منډه په سيمه كې د چهارشنبې په شپه رامنځته شوه . د افغانستان د دفاع وزارت په وينا ، د شپې د دوو بجو په شاوخوا كې د ايتلاف ځواكونو چورلكو د حكومتي پوځونو پر پوستې باندې ګوزار وكړ چې په پايله كې نهه پوځيان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي .
خو د ګڼ ولسيزو ايتلافي ځواكونو ( ISAF ) قوماندانۍ بيا ددې پېښې په اړه خپل تعبير وړاندې كړى دى . د ايتلافي ځواكونو د رسمي استازي په وينا ، دا په اصل كې د امريكايي پوځيانو يوه ډله وه چې د خپلې پوځي دندې له اجار كېدو نه وروسته راستنېده . ناڅاپه كاروان د سپكې وسلې او راكټونو تر سخت اور لاندې ونيول شو . ټولګى دې ته اړوت چې د مرستې لپاره هوايي ځواك راوغواړي ، لږ مهال وروسته چورلكو د دښمن د اور ټكي له منځه يووړل .
د ګڼ ولسيزو ځواكونو استازي داسې اټكل وكړ او ويي ويل چې كېداى شي (( دا د هغه غلط پوهاوى لړۍ وي چې تل له غميزو سره تړلې ده )) دده په وينا افغانانو په تياره كې د ايتلاف ځواكونو په سرتېرو باندې د طالبانو ګومان كړى وو . ده دا هم وويل چې لومړى پوستې ډزونه پيل كړل . ايتلافي پوځيان چې تر ډزونو لاندې راغلل نو دې ته اړوتل چې ځوابيه ډزونه پيل كړي ، چورلكې چې راغلې نو دغې پېښې ته يې د پاى ټكى كېښود . د ګڼ ولسيزو ځواكونو قومانداني وايي چې ددې لامل د افغان حكومتي او ايتلافي ځواكونو ترمنځ د فعاليت د نظم نشتوالى دى .
پرون كابل دا غوښتنه وكړه چې د پېښې كره پلټنه دې وشي . د افغانستان ددفاع په وزارت كې يې څرګنده كړې چې (( موږ افغان ولس او پوځ ته دا ژمنه وركوو چې هر څه به وڅاري ، پړ كسان به مالوم شي او زموږ له قانون سره به سم سزا وركړ شي )). دا لومړۍ پېښه نه ده چې د ( ISAF ) د هوايي ځواكونو له لاسه افغان پوځيان او يا هم سوله ييز ملكي وګړي وژل كيږي . په روان كال كې په افغانستان كې د داډول پېښو په پايله كې ۱۵۸ سوله ييز ملكي وګړي وژل شوي . يوازې د ۲۰۰۸ ز كال په جون او جولاى كې په افغانستان باندې ۲۷۲ ټنه بمونه او توغندي غورځول شوي او ويشتل شوي دي . لكه څنګه چې په كابل كې وايي ، دا ډول پېښې د ايتلافي ځواكونو او افغانانو ترمنځ اړېكو همدا راز د افغان پوځ په روحيه باندې منفي اعېز ښندي .
بايد وويل شي چې په افغانستان كې اوسنى كارېدونكى پراخ هوايي تاكتيك له پخوا نه د پنتاګون د جګپوړو جنرالانو له خوا تر نېوكې لاندې نيول شوى او نيول كيږي . له دې ډلې نه يو هم جنرال (( ډېويډ بارنو )) دى چې د ۲۰۰۳ ز كال له اكتوبر نه د ۲۰۰۵ ز كال تر نيمايي پورې په افغانستان كې د امريكا متحده ايالاتو او ناټو ځواكونو قوماندان وو ، ويلي چې دا ډول تاكتيك ډېر بې اغېزه وو او د افغان وګړو له خوا يې د ايساف ځواكونو ملاتړ كماوه . جنرال (( بارنو )) پخپل وخت د هوايي ځواكونو د كارونې ډېره جدي يا كوټلې څارنه كوله . په پايله كې په افغانستان كې د امريكا متحده ايالاتو او ناټو هوايي ځواكونو په ۲۰۰۴ ز كال كې يوازې ۸۶ بمي ګوزارونه وكړل . خو ددغه جنرال له ګوښه كېدو نه وروسته وضعه ورو ورو بدله شوه او په ۲۰۰۷ ز كال كې په هېواد باندې نږدې درې زره هوايي ګوزارونه وشول .
داسې ښكاري چې اوس د ايساف ځواكونو قومانداني په دې پوه شوې چې د افغاني كمپاين مخه بنده شوه او اړينه ده چې ستراتيژي يې په جدي ډول له سره وكتل شي . په افغانستان كې د برتانوي پوځونو جنرال (( مارك كارلټن سميت )) داسې ګڼي چې (( دا جګړه موږ نه شو ګټلاى . ټول هغه څه چې زموږ په توان كې دي او كولاى يې شو هغه دا چې د طالبانو مقاومت تر ټاكلې كچې پورې غلى كړو ، خو د ډاډ وړ پوځي بري ته بايد انتظار ونه ايستل شي )) . دده په ليد په دې مسئله كې فرانسوي همكاران هم دده ملاتړ كوي او وايي چې بري ته په هڅه كې بايد يوازې په پوځ باندې زور وانه چول شي . (( مارك كارلټن سميت )) څرګنده كړه (( موږ غواړو چې د بحث بنسټ ته بدلون وركړو ، د وسلې له ژبې نه يې د خبرو اترو په ژبه بدل كړو . كه چيرې طالبان خبرو اترو ته چمتو وي چې د سياسي روغې جوړې لپاره پيل شي ، دا ډول مخته تګ به پاڅوني غورڅنګ غلى كړي )) .
خو اوسمهال دا ډول چلند د پنتاګون له خوا ، چې په ايساف كې د لومړي ويلون غږوونكى دى ، له مخالفت سره مخامخ دى . د امريكا د متحده ايالاتو د دفاع وزير (( روبرټ كېيټس )) د برتانوي جنرال ياده شوې مفكوره كورټ ماتوونكې (( ماتې خوړونكې )) وبلله . خو له طالبانو سره خبرو اترو ته افغان چارواكو هم كږون موندلى دى . د افغانستان ولسمشر حامد كرزي په دې اعتراف كړى چې د سپټمبر د مياشتې په پاى كې دده استازو د طالبانو له مشرتابه سره لېدنه كتنه كړې چې په مكه كې د سعودي عربستان پاچا عبدالله په منځګړيتوب ترسره شوې ده .
|
| فارسی.رو |
|
|
|