English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
افغانی جهاد د پاکستانی جنرال میراث دی
په مسکو کی د افغانستان په باره کی بین المللی سیمینار جوړ شو
"روسان افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړوي"
افغان حکومت طالبانو ته د نوي دفتر وړانديز وکړ
د ټولو افغانانو لپاره د کابل جان ټولنیزې شبکې تاسیس
کرزی اوباما په دروهنه تورنوی
ایا امریکا به له تروریزم سره مبارزی ته د پاکستان په خاوره کی دوام ورکړی؟
په افغانستان کی د چارو وضعه د خوشبینی وړ نده
په روسيه کې د عيسوۍ شوې افغانې نجلۍ په باب
امريكا هيله لري چي تاجكستان به له افغانستان څخه د پوځونو په وتلو كي فعاله ونډه واخلي
افغانستان او اذربایجان د سفارتونو د پرانیستلو په هکله موافقه کړی ده
زیات شمیر پناه وړونکی چی تاجکستان ته راغلی د افغانستان اوسیدونکی دی
طالبان دې د نېمروز بریدونو په اړه دریځ روښانه کړي
فراه کې ۱۲ پوليس او قومندان يې طالبانو ته اووښتي
سر له نن به ځانګړي او د شپې عمليات افغان ځواکونه کوي
د امريکا سفير د عملياتو پر افغاني کېدو خوښي وښوده
روسيې له ډبليو ايف پي سره د ٤١ کاماز ډوله موټرو مرسته وکړه
ندهار کې ٥٠ ټنه تر وخت تېر درمل له منځه يوړل شول
عطامحمد د سولې پروسې مشروط ملاتړ وکړ، خو فهيم دا اړتيا وبلله
جنرال الن: د افغان او نړيوالو ځواکونو اړيکې پياوړې دي
ده کابل نه پنجوايي ته پر تللي پلاوي وسلوال بريد شوى
کيميرون: د کندهاره پېښه بده او اغيز لرونکې ده
زلمی رسول د سولې پر سر خبرو لپاره قطر ته ځي
د سپین بولدک چاودنې څلور افغان مسافر ووژل
ملي امنیت وايي د یوه سیاسي ګوند د مشر د وژنې طراحان یې نیولي
امریکايي پوځيانو ته په قرآن سوځونې سزا ورکول کېږي
'په تېرو څو کالو کې له افغانستانه نژدې پنځه میلیارد ډالر ایستل شوي'
د هلمند په یوه کور کې چاودنې اووه کسه ووژل
کرزی: احساسات مو وښودل، نور ارامي په کار ده
د شوروی اتحاد له خوا په ننګرهار کی جوړشوی کانال د ورانیدو په حال کی دی
  مقالې/
افغانستان او دويمه نړيواله جگړه
/12.11.2008
     چاپي بڼه افغانستان او دويمه نړيواله جگړه
گيورگي ېژوف
ليكوال : گيورگي پيتروويچ ېژوف ، د شلمې پېړۍ په پنځوسمو او شپېتمو كلونو كې يې په كابل كې كار كاوه ، د افغانستان د اقتصاد په برخه كې بوخت وو ، اوسمهال د ماسكو دولتي پوهنتون د اسيايي او افريقايي هېوادو په انستيتوت كې استاد.

شونی ده چی د مقالو د لیکوالانو نظرات د "فارسی.رو" سایت اند سره په تکر کی وی.

د ۱۹۴۱ ز كال په نوامبر كې د افغانستان د ديني روحانيونو ، پوځيانو ، قبيلوي مشرانو ، د سوداگرۍ استازو ، د حكومت غړيو ، د ولسي او مشرانو جرگې د وكيلانو زر كسه تر ټولو لوى او اغېزمن استازي په كابل كې په لويه جرگه كې ، چې د هېواد تر ټولو لوى اورگان دى ، راټول شوي ول . دغه لويه جرگه په بېړنيو حالاتو كې ددې لپاره رابلل شوې وه چې د هېواد د كورني او بهرني سياست د مهمو مسئلو په اړه غور او څېړنه وكړي .

د جرگې په اجنډا كې يوه مسئله ځاى شوې وه چې هغه په دويمه نړيواله جگړه كې د افغانستان د ځاى او د هغه د بهرني سياست ټاكل وو . د جرگې گډونوالو د ويناوو او بحث په پايله كې يوه پرېكړه وكړه چې په هغې كې داسې راغلي وو : (( موږ د افغانستان د ولسي وگړو استازي داسې څرگندوو چې هغه سياسي كرښه چې د اعليحضرت له خوا په هېواد كې تعقيبيږي ، زموږ له غوښتنې سره سمون لري او په بشپړ ډول سمه گڼل كيږي...هېڅ يوه بهرني دولت ته به په هېڅ يوه بڼه كومه اجازه ورنكړ شي چې زموږ د هېواد خاوره يا د هغې كومه برخه ونيسي ، زموږ د گران هېواد خاوره د ځمكنيو او هوايي پوځي عملياتو د ترسره كولو لپاره وكاروي او يا هم د جگړې پر مهال د هغې له بركته كوم امتيازونه تر لاسه كړي )) .

افغان مشري دغې پرېكړې ته د رسېدو لپاره اوږده او ستونزمنه لار ووهله . د دويمې نړيوالې جگړې له پيل نه مخكې كلونو كې افغانستان په ډېره پيمانه په نړيوال سياست كې ښكلېل وو . د لويو پانگوالو هېوادو ترمنځ د مخالفتونو شدت په افغانستان كې هم راڅرگند شو . افغان حكومت نه غوښتل او يا خو يې هم نشو كولاى چې پخپل بهرني سياست كې له شوروي اتحاد سره د همكارۍ مخكښ حالت وكاروي ، كه څه هم په تېرو كلونو كې همدغې همكارۍ د هېواد د ملي خپلواكۍ له پياوړتيا سره مرسته كړې وه .

افغان واكمنانو هڅې كولې چې د پانگوالو هېوادو ترمنځ له مخالفتونو نه په كار اخيستلو او په دغو مخالفتونو باندې په ډډې لگولو سره منځلارى سياست پرمخ بوزي . په داسې حال كې چې له محور هېوادو جرمني ، ايټاليا او جاپان سره يې اړيكي پراخول ، دغو هېوادو هڅې كولې چې پخپل منځ كې د بېلا بېلو سيالي كوونكو هېوادو ترمنځ سياسي – اقتصادي انډول وساتي او په دې ډول يوه ته هم دا شونتيا ورنكړي چې لاسبرى حالت خپل كړي . ددې په څنگ كې هغوى دا هيله لرله چې د انگلستان او محور هېوادو ترمنځ د اختلافونو سختېدنه په افغانستان كې د شته رژيم د ساتنې ، د بهرنۍ سوداگريزې راكړې وركړې ، د بهرنۍ مرستې لاس ته راوړلو او داسې نورو لپاره ښه شرايط چمتو كوي .

بايد وويل شي چې ددې لپاره مالومو بنسټونو شتون درلود . څومره چې د جرمني جگړه رانږدې كېده په هماغه پيمانه دغه هېواد هڅې كولې چې په افغانستان كې ځان كلك كړي ، ځكه چې د شوروي اتحاد او برتانوي هند ترمنځ يې په منځنۍ اسيا كې مهم ستراتيژيكي حالت نيولى وو . ان د افغانستان په شاهي كورنۍ كې داسې غړي ول چې له جرمني سره د ټينگو اړيكو پلويان ول . ددې لپاره چې په افغانستان كې خپل دريځونه كلك كړي ، جرمني د پراخې كارونې توكو ، پوځي ، صنعتي سامان الاتو د پېرودلو لپاره افغانستان ته كرېډېټونه وركول ، د موسسو د ودانولو او سامان الاتو د تړلو ( بسته كارۍ ) په برخه كې يې د مرستې لپاره كابل ته خپل كارپوهان لېږل ، همدا راز جرمنۍ هوايي كمپنۍ (( ليوفتگانز )) كابل ته الوتنې پيل كړې . د نجات د لېسې ، چې په جرمني ژبه پكې تدريس كېده ، ډېرى فارغانو ته په جرمني كې د زده كړو د ادامې لپاره زده كړيالو ته ټاكلي معاشونه وركول كېدل . افغان افسرانو د جرمني په بېلابېلو پوهنتونونو او ان د ستر درستيز په اكاډېمۍ كې زده كړې كولې . جرمني داسې پلان درلود چې له دغو خلكو نه د افغان روڼ اندو په چاپېريال كې جرمني پلوه قشر جوړ كړي . سربېره پر دې په ښكاره ډول د ورانكارۍ چارې هم ترسره كېدې ، په تېره بيا د افغانستان په سويل او د هند په شمال لوېديزو ايالتونو كې ، چېرته چې جرمني څارگرو د انگرېزانو او پښتني قبيلو ترمنځ له دښمنانه اړېكو نه په كار اخيستلو سره هغوى په پيسو او وسلو سمبالول او پروپاگنډي فعاليت يې كاوه . پخپله په افغانستان كې د جرمنيانو په مرسته ورانكارې ډلې جوړېدې .

ددې په څنگ كې جرمني په افغانستان باندې له سياسي پلوه هم زور واچاوه . جرمنيانو په نرمو لهجو سره افغان حكومت ته دا وړانديزونه كول چې د برتانوي چارواكو پرضد د هند په شمال لويديځ سرحدي ايالت كې د پښتني قبيلو پاڅون چمتو كړي . د جرمني مشرتابه د پلان له مخې دغه پاڅون كولاى شواى چې د هند په نورو سيمو كې پاڅونونه راوپاروي . په داسې حالت كې انگلستان بايد د اروپا له جبهې نه د خپلو پوځونو يوه برخه هند ته واستوي چې په دې ډول به په اروپا كې د هټلري جرمن جگړه اسانه كړي . كه چيرې افغانستان د انگلستان پرضد د پاڅون ملاتړ او له هغه سره مرسته كړې واى ددې په بدل كې فاشيستي المان ژمنه كړې وه چې د افغانستان خاوره ډېره پراخه او له هغې سره د برتانوي هند د شمال لوېديځ ځينې سيمې لكه بلوڅستان ، سند ، لوېديځ پنجاب او كشمير يو ځاى كړي . كه څه هم افغان حكومت دغه وړانديز ونه مانه ، خو بيا هم ددغه حكومت سياست جرمنيانو ته د خپل ورانكار فعاليت لپاره پراخ ډگر وركاوه ، هغه ورانكار فعاليت چې له هرڅه لومړى د شوروي اتحاد پرضد وو.

شوروي حكومت څو ځله افغان مشرتابه ته له داسې وړانديز سره پاملرنه وكړه چې په افغانستان كې د جرمني اتباعو فعاليت ته پام وكړي ، ځكه چې دغه فعاليت د افغانستان او شوروي ترمنځ اړيكو خرابولو ته ځانگړى شوى دى . د ظاهر شاه حكومت ، ددې لپاره چې ثبوت كړي چې افغانستان په رښتيا هم د ناپېيلتوب سياست په مخ كې لري ، له افغانستان نه د نږدې دوه سوه هغو جرمنيانو او ايټالويانو د ايستنې پرېكړه وكړه چې د ديپلوماتيكو استازوليو استازي نه ول او څرگنده يې كړه چې دا كار يوازې ددې لپاره وشو چې يو ځل بيا وښيي چې له خپلو گاونډيو سره د افغانستان دوستي ، له هغه شمېر نه له شوروي اتحاد سره رښتونې ده . په افغانستان كې د جرمني ديپلوماتيكه استازولي د ۱۹۴۵ ز كال تر اگسته پورې وه ، هغه مهال د شوروي متحدينو په ټينگار د جرمني سفارت كاركوونكي شوروي چارواكو ته وسپارل شول .

ناپېيلي سياست چې افغان مشرتابه په هماغه لرې كلونو كې اعلان كړى وو ، په وروستيو كلونو كې هم ادامه لرله ، په تېره بيا د سړې جگړې په كلونو كې كله چې افغانستان د امريكا متحده ايالاتو او شوروي اتحاد ترمنځ د سيالۍ ډگر وگرزېد او له دغو مخالفتونو نه يې هم په ډېر مهارت سره كار اخيست .
افغانستان.رو
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--