English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
په مسکو کې د افغانستان د عکسونو نندارتون
ناټو منځنۍ اسيا “بشپړه نيسي”
د نفاق پاكستان
د روسيې افغاني كوكنار ورسېدل
هند او پاكستان هڅه كوي چې سره پوخلا شي
په روسيه کې يوه افغاني پوه د ډاکټرۍ تزسس دفاع كړ
جرمني د خپل ځان پر وړاندې جګړه اعلان كړه
انقلابي ځايناستي توب
په كابل كې د روسي ژبې او ادبياتو د څانګې د بكلوريا فارغينو په وياړ جشني غونډه وشوه
امريكايي اجيرانو د پاكستان له قوانينو څخه سرغړونه وكړه
امریکا قندهار له طالبانو پاکوی
امریکا د دوو جگړو توان نه لری
دروسیی – افغانستان کاری شورا د افغانستان د بیا رغونی په هکله د مسکو له وړاندیز نه هرکلی کری
په روسيه كې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې د موسسانوغونډه جوړه شوه
له ناتو پرته به د افغانستان راتلونکی څنگه وی؟
د هرات په ولایت کی د امریکا د جنرال قونسگری ودانی په توغندیو ویشتل شوی ده
په خوست کی در پاکستان د استخباراتو اجنت نیول شوی دی
شيرحسن: دحامد کرزي په نوی حکومت کې د مجاهدينو ليري کول يو ناممکن کاردي
سرچينه :ارګومنت نيدلي
مسکواو کابل دمخدره توکو سره دمبارزې دهمکاريو موافقه لاسليک کړه
په ماسكو كې به د بهر اوسېدونكو افغاني ټولنو نړيوال كانگرس جوړ شي
د روسيې ولسمشر د ماسكو له جامع جومات نه كتنه وكړه
ماسكو او واشنگټن د (( افغاني مسئلې )) په اړه همكارۍ ته پراختيا وركوي
افغانستان او روسيه د خپلو پارلمانونو ترمنځ اړيكي ټينگوي
مېدوېدېف : روسيه په افغانستان كې د اغېزمن سياسي سېستم پلوۍ ده
افغانستان په اټومي محاصره کې
پاكستاني پوځي څارگرۍ اى اېس اى واشنگټن ته (( ځان وښود ))
د ماسكو كنفرانس گډونوالو له ېفگېني پريماكوف سره وكتل
امريكايي پلان په كابل كې وارخطايي راپيدا كړه
روسيه به له افغانستان سره مرستو ته دوام وركړي
  لومړی مخ/
ماسكو له پښتنو سره خبرو اترو ته لېوالتيا لري
/24.11.2008
     چاپي بڼه ماسكو له پښتنو سره خبرو اترو ته لېوالتيا لري
ايرينا څارېگارودڅېوا
ايرينا څارېگارودڅېوا - د RBC د خبري اژانس مبصره.

شونی ده چی د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په تکر کی وی.

د طالبانو يوه مشر ملا برادر په دې ورځو كې ويلي چې د طالبانو غورځنگ نه غواړي له افغان چارواكو سره خبرې اترې ترسره كړي . دده په وينا تر هغو پورې چې بهرني ځواكونه په هېواد كې وي ، د خبرو اترو ترسره كول يو بې مانا كار دى . د طالبانو د غورځنگ ، حامد كرزي حكومت او نړيوالو ځواكونو ترمنځ بې باوري د خبرو اترو پروسه ستونزمنوي او دا په ښكاره د افغانستان ، چې په بېړې سره په توره سوړه ، د افراط غوښتونكو په مېشتځاى او د نشه يي توكو پر بزغلي بدليږي ، په گټه نه دى . وضعه نوره په دې هم پېچلې كيږي چې ددغه هېواد د تر ټولو لوى قام پښتانه ټول په تېروتنې سره له طالبانو سره يو ځاى او ټول طالبان گڼل كيږي ځكه خو ټول د خبرو اترو له پروسې نه ايستل شوي دي. اړينه ده چې دغه اډانې او كلېشې ماتې شي ، له طالبانو سره د پښتنو د يوځاى كولو او گډولو مخنيوى وشي او له پښتنو قبايلو سره بشپړې ارزښتمنې خبرې اترې وشي . روسيه بايد ددغې پروسې پازوال ځواك شي ، ځكه چې روسيه له بل هر نړيوال دولت نه ډېر له باثباته افغانستان سره لېوالتيا لري .

د تېرې يكشنبې په ورځ د افغانستان ولسمشر حامد كرزي څرگنده كړه چې چمتو دى له طالبانو سره خبرې اترې پيل او ددې لپاره چې ملا عمر د هېواد په بيا رغولو كې بشپړه برخه واخلى ، هغه ته (( پخوانى ښه نوم او حقوقي حالت )) ورپه برخه كړي . كرزي وويل چې كه چيرې تېروتلي طالبان خپل هېواد ته راستانه او له القاعدې سره هر ډول اړېكي غوڅ كړي ، چمتو دى پخپله يې د امنيت ضمانت وكړي .

خو د سې شنبې په ورځ طالبانو دغه وړانديز ونه مانه او رد يې كړ. د دوى د استازي قاري يوسف په وينا ، د كرزي گرانټي بې مانا ده ځكه چې دى پخپله د خپل ځان د امنيت مسوليت نه لري او د بهرنيو ځواكونو په مرسته يې تكيه كړې ده . په دې ډول طالبانو د خبرو اترو د پيل لپاره خپل جوت او ټاكلى شرط وړاندې كړ ، چې هغه پرته له كوم جوړ جاړي نه ، له افغانستان نه د بهرنيو ځواكونو وتل دي .

په داسې شرايطو كې چې د امريكا متحده ايالات او د دوى متحدين په پرله پسې ډول په افغانستان كې خپل پوځي شتون پياوړى كوي ، د سيمه ييزو چارواكو او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په اړه نشي كېداى كوم څه وويل شي ، په داسې حال كې چې ددغو خبرو اترو اړيزه لا ډېر وخته احساس شوې وه . په افغانستان كې حالت ډېر سخت بحراني ټكى ته نږدې شوى دى . هېواد په ډېر گړنديتوب سره د نړيوالې افراط غوښتنې او نشه يې توكو د سوداگرۍ په منځۍ بدليږي او په دغه توره سوړه كې نه يوازې گاونډي دولتونه ، بلكې هغه هېوادونه چې گډه پوله ورسره نه لري لكه روسيه ، قرغزستان او توركيه هم ښكېلېږي . همدوى له افغانستان او پاكستان نه د خطر (( بې ثباتۍ صادرېدنې )) پر وړاندې په ډېر پېچلي حالت كې دي او همدغه هېوادونه تر ټولو ډېر د افغاني نشه يي توكو له لېږد رالېږد نه كړيږي . د نشه يې توكو د څارنې د نړيوالې كومېټې د مالوماتو له مخې ، نږدې په سلو كې پېنځه نوي نشه يې توكې روسيې ته له افغانستان نه راځي .

په اوسنيو شرايطو كې ددغو ستونزو هوارېدنه ناشونې ښكاري . متحد پوځونه يوازې د افغانستان كوشنۍ برخه تر څارنې لاندې لري ، په داسې حال كې چې طالبان په پرله پسې ډول د خپلو برياوو جشنونه كوي . په سيمه كې د نړيوالو پوځونو زياتېدنه په حالت كې بدلون نشي راوستلاى . په هېواد كې توليدي اقتصادي سېستم ، د وگړو لپاره كارځايونه ، سم قضايي سېستم او د چارواكو په وړاندې باور نشته . دا ټول ددې مانا لري چې د افغاني ستونزې د هوارېدو موډل ، لارې او ډولونه بايد بدل شي .

د روسيې (( د ودې خوځښت )) ريس (( يوري كروپنوف )) ، چې څه موده مخكې افغانستان ته تللى وو ، د РБК daily سره په مركه كې وويل : (( د افغانستان ستونزه يوازې د حل يوه لار لري چې هغه په منځني ختيځ كې د يوه واحد ، خپلواك او پياوړي هېواد جوړېدل دي . په دې لوري كې بري ته د رسېدو لپاره اړينه ده چې په لېږدول شوې مدرنيزه كېدنې كې نوښت رامنځته شي ، د هېواد د اقتصاد ، د هغه تولېدي سېستم او ټولې اقتصادي ،توليدي او سوداگريزې څانگې چې په بشپړ ډول له منځه تللې دي ، په فعال ډول ټول په پښو ودرول شي ، په دې لړ كې په هېواد كې د وسپنې لارې داسې دهلېز جوړ شي چې ايران او پاكستان د افغانستان له لارې سره ونښلوي ، په دې ډول به د وسپنې لاره د هېواد د اقتصادي ودې په يوه منځۍ بدله شي )) .

په افغانستان او سيمه كې د وضعې د ښه كېدو د يوه نوي پرېكنده پړاو مسئول بايد روسيه شي . زموږ هېواد يو نړيوال هېواد دى چې تر ډېرې كچې ددې غوښتونكى دى چې افغاني ستونزه هواره شي ، ځكه چې د هغې د نه هوارېدو ادامه او ځنډ په سيده ډول د روسيې ملي گټو ته زيان اړوي .

ددې لپاره چې د افغانستان د بيا رغولو او په پښو درلو پروسه په اړين لوري برابره او د هغې زر تر زره برى لاس ته راشي ، روسيه به دې ته اړوزي چې د امريكا متحده ايالاتو او د دوى د متحدينو له لوري له سختې سيالۍ سره مخامخ شي ، ځكه چې دغه هېوادونه څو كلونه كيږي چې پر دغه هېواد باندې بشپړ اغېز لري . خو له دغه فاكټور سره سره د روسيې فدراسيون بايد د افغاني ستونزې په هوارېدنه كې د يوه مشر ځواك په توگه شامل شي او په دغه هېواد كې متحدين په تنگ كړي .

دغه چانس له پښتنو سره د خبرو اترو په پيل پورې تړلى دى . وروسته له هغه نه كله چې په نويېمو كلونو كې په افغانستان كې طالبان راپورته شول ، د هېواد د ټولو ستونزو پازه ( مسئوليت ) پر پښتنو واچول شوه ، او وروسته له هغه نه كله چې د امريكا د متحده ايالاتو او د دوى د شمالي اتلانتيك د متحدينو پوځونو په افغانستان تېرى وكړ ، پښتانه كورټ له سياسي پروسې نه گوښه كړاى شول او په هېواد كې په ټولو تېروتنو ، گناگانو او بديو ، همدا راز په افغانستان كې د متحدو بهرنيو ځواكونو په ټولو ناكاميو كې دوى پړه وبلل شول . (( كزلي اتپوشېنيې )) .

د طالبانو غورځنگ د يوه پښتني سازمان په توگه جوړ شوى وو او په سر كې يې پښتانه ول او اوس هم ايتنيكي پښتانه دي ، خو د مهال په تېرېدو سره له دوى سره نورې ايتنيكي ډلې هم يو ځاى شوې چې د هغوى له شمېر نه يوه هم اوزبكان دي . زما په اند له يوه سره ټول پښتانه له طالبانو او يا هم د هغوى له ايډيالوژۍ سره تړل يوه لويه تېروتنه ده . د افغانستان . رو د خبري پورتال پازوال چلوونكي ښاغلي عمر نثار له РБК daily سره په مركه كې وويل چې (( ټول پښتانه د طالبانو د سختدرېځه نظرياتو او ايډيالوژۍ پلويان نه دي )) .

پښتانه د افغانستان تر ټولو لوى شمېر لرونكى ولس دى چې د افغانستان د خاورې په ډېره برخه او پاكستان كې وضعه ټاكي . كله چې له افغانستان نه شوروي پوځونه ووتل نو روسيې يوازې په افغاني تاجكو او اوزبكو باندې حساب وكړ ، ځكه خو بايد روسيه خپل سياست سم كړي . اړينه ده چې د طالبانو او ټولو پښتنو د يو ډول گڼلو نومبدى او ناولى پراكتيك پاى ته ورسوي ، د پښتنو له روڼاندو او مخورو سره ، د نوي منځني ختيځ په سيمه كې د يوه مهم ځواك په توگه ، خبرې اترې پيل كړي . لكه څنگه چې كتونكي او كارپوهان وايي ، ددې لپاره داسې كوم لوى خنډونه نشته . ښاغلي نثار وويل : (( زه نن ورځ د روسيې او پښتنو ترمنځ د خبرو اترو د پيلولو په وړاندې هېڅ ډول خڼدونه نه وينم . زما په اند پښتانه ددې لپاره چمتو دي . روسيه په داسې حال كې چې د افغانستان له ټولو ولسونو سره ښې دوستانه اړېكي لري ، كولاى شي په افغانستان كې د قومونو ترمنځ پخلاينه كې مرسته وكړي )) .

له پښتنو سره گړندى كار د روسيې د انرژۍ ، د غرونو د ابادۍ او ترانسپورتي كمپنيو ته دا شونتيا وركوي چې په افغانستان كې ددغه هېواد د هايدرو انرژۍ ، د مسو او يورانيمو د كانونو په رايستنه او د وسپنې لارې د سېستم د جوړولو په تړاو نوې پروژې په كار واچوي .

آر- بی - سی آژانس.
فارسی.رو
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--