English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
په مسکو کې د افغانستان د عکسونو نندارتون
ناټو منځنۍ اسيا “بشپړه نيسي”
د نفاق پاكستان
د روسيې افغاني كوكنار ورسېدل
هند او پاكستان هڅه كوي چې سره پوخلا شي
په روسيه کې يوه افغاني پوه د ډاکټرۍ تزسس دفاع كړ
جرمني د خپل ځان پر وړاندې جګړه اعلان كړه
انقلابي ځايناستي توب
په كابل كې د روسي ژبې او ادبياتو د څانګې د بكلوريا فارغينو په وياړ جشني غونډه وشوه
امريكايي اجيرانو د پاكستان له قوانينو څخه سرغړونه وكړه
امریکا قندهار له طالبانو پاکوی
امریکا د دوو جگړو توان نه لری
دروسیی – افغانستان کاری شورا د افغانستان د بیا رغونی په هکله د مسکو له وړاندیز نه هرکلی کری
په روسيه كې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې د موسسانوغونډه جوړه شوه
له ناتو پرته به د افغانستان راتلونکی څنگه وی؟
د هرات په ولایت کی د امریکا د جنرال قونسگری ودانی په توغندیو ویشتل شوی ده
په خوست کی در پاکستان د استخباراتو اجنت نیول شوی دی
شيرحسن: دحامد کرزي په نوی حکومت کې د مجاهدينو ليري کول يو ناممکن کاردي
سرچينه :ارګومنت نيدلي
مسکواو کابل دمخدره توکو سره دمبارزې دهمکاريو موافقه لاسليک کړه
په ماسكو كې به د بهر اوسېدونكو افغاني ټولنو نړيوال كانگرس جوړ شي
د روسيې ولسمشر د ماسكو له جامع جومات نه كتنه وكړه
ماسكو او واشنگټن د (( افغاني مسئلې )) په اړه همكارۍ ته پراختيا وركوي
افغانستان او روسيه د خپلو پارلمانونو ترمنځ اړيكي ټينگوي
مېدوېدېف : روسيه په افغانستان كې د اغېزمن سياسي سېستم پلوۍ ده
افغانستان په اټومي محاصره کې
پاكستاني پوځي څارگرۍ اى اېس اى واشنگټن ته (( ځان وښود ))
د ماسكو كنفرانس گډونوالو له ېفگېني پريماكوف سره وكتل
امريكايي پلان په كابل كې وارخطايي راپيدا كړه
روسيه به له افغانستان سره مرستو ته دوام وركړي
  مقالې/
د امريكا متحده ايالات د افغانستان لپاره پاكستانى ترانزيت له لاسه وركوي
/11.12.2008
     چاپي بڼه د امريكا متحده ايالات د افغانستان لپاره پاكستانى ترانزيت له لاسه وركوي
اركادي دوبنوف
شونی ده چی د مقالو د لیکوالانو نظرات د " فارسی..رو " سایت اند سره په تکر کی وی.

پاكستاني اورپكو او وسله والو كسانو د تېرې چهارشنبې په شپه د پېښور ښار په اطراف كې ، په افغانستان كې د ناټو غړو هېوادو پوځ د سمبالتيا لپاره په يوه بارسمبالوونكې اډه يو بې سارى او سپين سترگى بريد وكړ . د بريد كوونكو د شمېر په اړه د پاكستاني څارندويو او د اډې د كاركوونكو څرگندونې بېلابېلې دي او يو ډول نه دى چې څو كسانو دغه بريد ترسره كړى دى . پوليس وايي چې د بريد كوونكو شمېر ۳۰ كسه وو ، خو دا نور يې بيا شمېر نږدې لس ځلي زيات يادوي او وايي چې ۲۵۰ كسه ول . خو په نورو خبرو كې بيا د ټولو څرگندونې يو ډول دي . لكه دا چې وايي وسله والو كسانو لومړى د اډې پر ساتونكو ډزونه وكړل او يو يې ترې وواژه . بيا يې ساتونكي بې وسلې كړل ، مقاومت يې غلى كړ ، ورپسې يې د الله اكبر او مړه دې وي امريكا په نارو سره په هغو باروړونكو موټرونو او لاريو ، چې بېلابېل تخنيك او نور توكي پكې بار او افغانستان ته د لېږد لپاره چمتو ول ، بمونه وروغورځول او په رياكتيفي گوليو يې وويشتل .

په دغه بريد كې ۹۶ لارۍ چې خوراكي توكي ، د سون توكي او كارتوس پكې بار ول ، وسوځول شوې . ټول څارونكي په يوه غږ وايي چې په افغانستان كې لويديځ پوځ د اوو كلونو په اوږدو كې د ټولو عملياتو په بهير كې تر دغسې لوى بريد لاندې ، چې دومره لوى مادي زيان يې وراړولى وي ، نه وو راغلى . همدا څه موده مخكې طالبانو يو كاروان چې ۱۲ باروړنكي موټرونه پكې ول ، له پاكستان نه افغانستان ته د تگ پر مهال د خيبر درې په سيمه كې ونيو .

پېښور د پاكستان د شمال لوېديځ ايالت اداري منځۍ ده چې په افغانستان كې د لويدېزو هېوادو د پوځ د سمبالتيا د مهمې ترانزيتي لارې لپاره ډاډمن ځاى دى . دغه توكي له سمندري لارې نه د پاكستان د كراچۍ بندر ته راوړل كيږي ، له هغه ځايه بيا د لاريو په واسطه پېښور ته او له پېښورنه هم د افغاني پولې ، چې په څو لس كيلومترۍ كې ده ، په لور لېږدول كيږي . په افغانستان كې د ناټو د پوځونو د سمبالتيا لپاره په سلو كې ۷۵ بارونه او توكي په همدغه لاره تېريږي .

خو په واشنگټن او بروكسل كې ددغه پاكستاني لېږد رالېږد د امنيت په اړه اندېښنې وار په وار پسې ډېريږي . د وروستي كال په بهير كې د امريكا متحده ايالاتو پوځي قوماندانۍ او پاكستاني پوځ هڅې وكړې چې له افغانستان سره پولې ته نږدې په غرنيو درو كې د پښتني قبيلو د پټارې په سيمه كې د القاعدې او طالبانو اډې له منځه يوسي . دغو عملياتو كوم د پاموړ پايلې ور نه كړې . همدا راز په دغو غرنيو پټو ځايونو كې چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر او اسامه بن لادن پكې پټ شوي ، وخته د انټرنېټي لوبو او كارټوني فېلمونو په افسانوي پرسوناژ بدل شوى دى .

اسلامي افراطيون له يوه نه بل وخت ته لا زړور كيږي ، پاكستاني او د هغوى لوېديزو متحدينو ته دا ښيي چې په دغه سيمه كې دوى د ټولو چارو خاوندان او مشران دي . د نوامبر د مياشتې په ۲۷ نېټه د هند د مومبى پر ښار باندې له ډېر زړور او مسلكي خونړي بريد ، چې ۱۷۱ كسه پكې ووژل شول ، نه وروسته ، اورپكو په پېښور كې پر همدغو د لاريو لوى كاروان باندې له بريد نه لږ مخكې يوه خونړۍ پېښه رامنځته كړه . د ډسمبر په ۵ ماښام د ښار په گڼه گوڼه كې د شعيه گانو جومات او يوه مېلمستون ته نږدې يو موټر په بمي بريد سره والوزول شو ، چې په پايله كې پكې ۲۹ كسه مړه او نږدې ۱۰۰ نور ټپيان شول . ددغو بريدونو ترمنځ امريكايي هوايي ځواكونو د افغانستان پولې ته نږدې د پاكستان په خاوره كې د طالبانو او القاعدې پر ځالو باندې توغنديز گوزار وكړ چې په پايله كې يې ۳ كسه ووژل شول . له دغې پېښې نه وروسته په پېښور باندې د اورپكو غبرگ گوزارونه بايد هممهال د هغوى د پياوړتيا ثبوت ، د اسلام اباد او د امريكا د متحده ايالاتو د كمځواكۍ مانا ولري .

كېداى شي واشنگټن دغه بريدونه دداسې سيده اخطار په توگه درك كړي ، چې په ۲۰۰۹ ز كال كې افغانستان ته د امريكا د متحده ايالاتو د نور ۲۰ كسيز پوځ د لېږنې پلان ، چې نوي انتخاب شوي ولسمشر (( بارك اوباما )) يې خبرتيا وركړې ، به په پاكستان او افغانستان كې اسلامپال په ستونزمن حالت كې ښكېل نه كړي . فكر نه كيږي چې د افغانستان پولې ته نږدې د خونړيو پېښو رامنځته كېدنه او دغه هېواد ته د دريو امريكايي سناتورانو (( جان مكېين )) ، (( جو ليبېرمن )) او (( لينډ سي گرېم )) د تگ هممهالوالى دې تصادفي وگڼل شي . (( مكېين )) چې ان د نوامبر په پيل كې د ولسمشرۍ د ټاكنو پر مهال د (( اوبا ما )) سيال وو ، بېرته هېواد ته له ستنېدو نه وروسته د سپينې ماڼۍ د راتلونكي مشر په هيله به هغه ته د افغانستان د حالاتو په اړه خپل نظر څرگند كړي . څو ورځې مخكې سناتور (( مكېين )) په كابل كې څرگنده كړه چې اوسنى حالت له پخوا نه خراب شوى دى ، او دغه حالت هغه حالت ته ورته دى چې څه موده مخكې په عراق كې وو.

داسې ښكاري چې د رامنځته شويو خونړيو پېښو په پام كې نيولو سره به واشنگټن او بروكسل ، په افغانستان كې د امريكا متحده ايالاتو او ناټو د پوځونو د سمبالتيا لپاره د شمالي ترانزيټي لارې ، يانې د روسيې او منځنۍ اسيا د هېوادو له لارې د ترانزيټي سمبالتيا په برخه كې هلې ځلې پياوړې كړي . ماسكو ناټو ته دا اجازه وركړه چې د روسيې د خاورې له لارې افغانستان ته ناپوځي بارونه ولېږدوي . په ناټو كې د روسيې د فدراسيون استازي (( دميتري راگوزين )) په دې وروستيو ورځو كې خبر وركړى چې د ترانزيټ په اړه وروستني تفصيلات له استانې او تاشكند سره هم همغږي شوي دي .

له دې نه كېداى شي داسې پايله اخيستنه وشي : لومړى دا چې د امريكا متحده ايالاتو نوې اداره ښايي چې دا هڅې وكړي چې په راتلونكې كې د ماسكو پر وړاندې له مخالفت نه ډډه وكړي او لږ تر لږه په افغاني لوري كې د نويو (( پلونو )) جوړول پيل كړي . دويم دا چې د ماسكو او په منځنۍ اسيا كې د هغه د لېوالانو له لوري به دا هڅې پيل شي چې په بيشكېك كې امريكايي پوځي اډه وتړل شي . او بل دا چې په دغه سيمه كې به د زورواكو او سختدرېځه رژيمونو په تړاو د لوېديځ له لوري سخت تريبون رامنځته شي ، چې همدا اوسمهال هم دغسې حالت شتون لري ، دموكراسي استراحت كوي ، او ټيكاو ته اړيزه احساسيږي . تر اوسه پورې په منځنۍ اسيا كې ددې دواړو يو ځاي كېدنه ترسره شوې نه ده .

(( وريميه نووستى ))
فارسی.رو
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--