English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
په مسکو کې د افغانستان د عکسونو نندارتون
ناټو منځنۍ اسيا “بشپړه نيسي”
د نفاق پاكستان
د روسيې افغاني كوكنار ورسېدل
هند او پاكستان هڅه كوي چې سره پوخلا شي
په روسيه کې يوه افغاني پوه د ډاکټرۍ تزسس دفاع كړ
جرمني د خپل ځان پر وړاندې جګړه اعلان كړه
انقلابي ځايناستي توب
په كابل كې د روسي ژبې او ادبياتو د څانګې د بكلوريا فارغينو په وياړ جشني غونډه وشوه
امريكايي اجيرانو د پاكستان له قوانينو څخه سرغړونه وكړه
امریکا قندهار له طالبانو پاکوی
امریکا د دوو جگړو توان نه لری
دروسیی – افغانستان کاری شورا د افغانستان د بیا رغونی په هکله د مسکو له وړاندیز نه هرکلی کری
په روسيه كې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې د موسسانوغونډه جوړه شوه
له ناتو پرته به د افغانستان راتلونکی څنگه وی؟
د هرات په ولایت کی د امریکا د جنرال قونسگری ودانی په توغندیو ویشتل شوی ده
په خوست کی در پاکستان د استخباراتو اجنت نیول شوی دی
شيرحسن: دحامد کرزي په نوی حکومت کې د مجاهدينو ليري کول يو ناممکن کاردي
سرچينه :ارګومنت نيدلي
مسکواو کابل دمخدره توکو سره دمبارزې دهمکاريو موافقه لاسليک کړه
په ماسكو كې به د بهر اوسېدونكو افغاني ټولنو نړيوال كانگرس جوړ شي
د روسيې ولسمشر د ماسكو له جامع جومات نه كتنه وكړه
ماسكو او واشنگټن د (( افغاني مسئلې )) په اړه همكارۍ ته پراختيا وركوي
افغانستان او روسيه د خپلو پارلمانونو ترمنځ اړيكي ټينگوي
مېدوېدېف : روسيه په افغانستان كې د اغېزمن سياسي سېستم پلوۍ ده
افغانستان په اټومي محاصره کې
پاكستاني پوځي څارگرۍ اى اېس اى واشنگټن ته (( ځان وښود ))
د ماسكو كنفرانس گډونوالو له ېفگېني پريماكوف سره وكتل
امريكايي پلان په كابل كې وارخطايي راپيدا كړه
روسيه به له افغانستان سره مرستو ته دوام وركړي
  خبرونه/
امريكايي ودانيز تخنيك به د روسيې او منځنۍ اسيا له لارې افغانستان ته ولېږدول شي
/14.1.2009
     چاپي بڼه امريكايي ودانيز تخنيك به د روسيې او منځنۍ اسيا له لارې افغانستان ته ولېږدول شي

داسې ښكاري چې په افغانستان كې د امريكايي پوځ د شمېر د زياتوالي په اړه د امريكا د متحده ايالاتو د نوي ولسمشر (( بارك اوباما )) هيله به ددغه پوځ د ودانيز تخنيك د سمبالتيا لارو ته په بنسټيز ډول بدلون وركړي . له پاكستان نه راغلې غرنۍ خطرناكې لارې نشي كولاى چې وار په وار هغه زياتېدونكي بارونه پرې راتېر شي چې نن ورځ يې امريكايي زغره وال موټرونه پوځي اډو ته رسوي .

د لويو درستيزانو د متحدې كومېټې رئيس د امريكا د سمندري پوځ جنرال (( مايك مولېن )) څرګنده كړې ، چې په افغانستان كې به امريكايي ځواكونه تر ۲۰ – ۳۰ زرو كسانو پورې زيات شي ، او لويه برخه به يې د ۲۰۰۹ ز كال په لومړيو شپږو مياشتو كې دغه هېواد ته ولېږدول شي . بايد يادونه وشي چې اوسمهال په افغانستان كې ۳۱ زره امريكايي سرتېري او افسران شتون لري . له دغه شمېر نه يې ۱۴ زره د ناټو د متحدو ځواكونو په تشكيل كې شامل او ۱۷ زره نور يې هم له اروپايي متحدينو نه په خپلواكه توګه فعاليت كوي .

د پوځيانو د شمېر له زياتولي سره سم به د پوځي – تخنيكي او نورې سمبالتيا د حجم د ژور زياتوالي ضرورت راپيدا شي . خو د قاغوشونو او د پوځي شبكې د ټولو اړخونو د بېړنۍ ودانونې مسئله يې تر ټولو ډېره جدي پاتې ده . د امريكايي پوځونو لوژستيك دا نيت لري چې خوراكي توكي او كارتوس د همګټو هېوادو د منځنۍ اسيا پوځي هوايي ډګرونو ته ورسوي ، خو د ودانيز تخنيك او ودانيزو توكو مسئله يې بيا ډېره ستونزمنه ده .

ددې لپاره يوازينۍ معقوله لاره شتون لري چې هغه د بالتيك بندرونو ته د تخنيك ، لرګو ، ګول سيخونو ، سمټو او نورو توكو رسول دي . له هغه ځايه اړينه ده چې دغه توكي د وسپنې په لارو د روسيې د خاورې له لارې تر هغو وروستيو تمځايونو او سټېشنونو پورې ورسيږي چې نومونه يې له هغه مهاله ټولې نړۍ ته ښه جوت دي ، كله چې ۳۰ كاله پخوا شوروي اتحاد خپل پوځونه افغانستان ته ننه ايستي ول . اوس تاريخ تكراريږي . همدا نن امريكايي باروړونكي موټرونه ، ايكسكواتورونه ، بېلدوزرونه ، او كرېنونه د هغو غاښو او كوتلونو له لارې لېږدول كيږي ، چې د شوروي پوځي كامازو موټرو چلوونكو ته ښه مالوم دي .

امريكايي سياستوال داسې څرګندوي چې له اختلافونو او د اړېكو له سوړوالي سره سره ، روسيې هېڅوخت ناټو او امريكا ته ددې مخنيوى نه دى كړى چې د ځمكني ترانسپورت په واسطه خپلو پوځونو ته ، چې په افغانستان كې ترهګريز ضد عمليات ترسره كوي ، د دې د خاورې له لارې ناپوځي بارونه ولېږدوي .
فارسی.رو
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--