English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
افغانی جهاد د پاکستانی جنرال میراث دی
په مسکو کی د افغانستان په باره کی بین المللی سیمینار جوړ شو
"روسان افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړوي"
افغان حکومت طالبانو ته د نوي دفتر وړانديز وکړ
د ټولو افغانانو لپاره د کابل جان ټولنیزې شبکې تاسیس
کرزی اوباما په دروهنه تورنوی
ایا امریکا به له تروریزم سره مبارزی ته د پاکستان په خاوره کی دوام ورکړی؟
په افغانستان کی د چارو وضعه د خوشبینی وړ نده
په روسيه کې د عيسوۍ شوې افغانې نجلۍ په باب
امريكا هيله لري چي تاجكستان به له افغانستان څخه د پوځونو په وتلو كي فعاله ونډه واخلي
افغانستان او اذربایجان د سفارتونو د پرانیستلو په هکله موافقه کړی ده
زیات شمیر پناه وړونکی چی تاجکستان ته راغلی د افغانستان اوسیدونکی دی
طالبان دې د نېمروز بریدونو په اړه دریځ روښانه کړي
فراه کې ۱۲ پوليس او قومندان يې طالبانو ته اووښتي
سر له نن به ځانګړي او د شپې عمليات افغان ځواکونه کوي
د امريکا سفير د عملياتو پر افغاني کېدو خوښي وښوده
روسيې له ډبليو ايف پي سره د ٤١ کاماز ډوله موټرو مرسته وکړه
ندهار کې ٥٠ ټنه تر وخت تېر درمل له منځه يوړل شول
عطامحمد د سولې پروسې مشروط ملاتړ وکړ، خو فهيم دا اړتيا وبلله
جنرال الن: د افغان او نړيوالو ځواکونو اړيکې پياوړې دي
ده کابل نه پنجوايي ته پر تللي پلاوي وسلوال بريد شوى
کيميرون: د کندهاره پېښه بده او اغيز لرونکې ده
زلمی رسول د سولې پر سر خبرو لپاره قطر ته ځي
د سپین بولدک چاودنې څلور افغان مسافر ووژل
ملي امنیت وايي د یوه سیاسي ګوند د مشر د وژنې طراحان یې نیولي
امریکايي پوځيانو ته په قرآن سوځونې سزا ورکول کېږي
'په تېرو څو کالو کې له افغانستانه نژدې پنځه میلیارد ډالر ایستل شوي'
د هلمند په یوه کور کې چاودنې اووه کسه ووژل
کرزی: احساسات مو وښودل، نور ارامي په کار ده
د شوروی اتحاد له خوا په ننګرهار کی جوړشوی کانال د ورانیدو په حال کی دی
  مقالې/
د امريكا متحده ايالات روسيه په افغانستان كې همكارۍ ته رابولي اولګه اليونووا
/25.1.2009
     چاپي بڼه د امريكا متحده ايالات روسيه په افغانستان كې همكارۍ ته رابولي اولګه اليونووا

اولگا الینووا – د (( کامیرسانت )) مبصر.

شونی ده چی د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په تکر کی وی.

په نږدې ختيځ او منځنۍ اسيا كې د امريكا د متحده ايالاتو د وسله والو ځواكونو لوى قوماندان (( دېويد پيتريوس )) په پاكستان كې د خپل سفر د پاى ته رسولو په ترڅ كې نږدې هېښنده او كمپېښه څرګندونه وكړه . نوموړي خبر وركړى چې د امريكا متحده ايالاتو په افغانستان كې د امريكايي پوځونو د سمبالتيا لپاره د اضافي لارو په اړه له روسيې او د منځنۍ اسيا له هېوادو سره موافقه كړې ده . خو له دې سره سره چې د روسيې ځينې سرچينې د جنرال (( پيتريوس )) په خبرو كې يوڅه ښنده وينې ، خو بيا هم دده څرګندونې كېداى شي دا مانا ولري چې د امريكا د متحده ايالاتو نوې اداره روسيې ته دا وړانديز كوي چې له جيوپوليتيكي پلانونو څخه په يوه داسې افغاني پلان پيل وكړي چې ددې لپاره لومړيتوب ولري . ددې په بدل كې ماسكو كولاى شي د واشنګټن د روسيې لپاره د داسې ځورونكو موضوع ګانو په اړه ځوابيه نغوتو باندې حساب وكړي لكه په ختيځه اروپا كې د امريكا د متحده ايالاتو له لوري د مدافع ضد توغوندي ددفاع سېستم ځاى پر ځاى كول .

د جنرال اعتراف

(( جنرال پيتريوس پاكستان ته د خپل سفر پر مهال له هغو ژورناليستانو سره ، چې له ده سره مل ول ، په خبرو كې ويلي چې موږ افغانستان ته د شمال له لوري د بارونو د رسولو لپاره اضافي لارې لټولې او په دې تړاو موافقې شوې دي . په دې ډول ويلاى شو چې اوس موږ د سوداګريزو بارونو د ترانزيټ او نورو خدمتونو په تړاو داسې موافقه لرو ، چې د منځنۍ اسيا څو هېوادونه او روسيه پكې شامل دي )) . جنرال زياته كړه چې د افغاني ترانزيټ د نويو لارو په اړه نوموړى په دغه سيمه باندې د خپل څه موده مخكيني سفر پر مهال موافقې ته رسېدلى دى . دى په دې اړه په تفصيل سره ونه غږېد ، خو د امريكا متحده ايالاتو او ناټو استازو د (( اى ار )) اژانس ته څرګنده كړه چې (( دوى د نويو لارو په تړاو له پورته يادو شويو هېوادو سره د موافقې لاسليكولو ته نږدې دي )) .

روسي سرچينې چې د افغاني ترانزيټ له مسئلې سره اشنا دي ، داسې وګڼله چې جنرال (( پيتريوس )) ځينې غوښتنې او هيلې د واقعيت په توګه ګڼي . (( د روسيې او ناټو د موافقې له مخې د روسيې د خاورې له لارې د ناټو اتحاد كولاى شي چې يوازې ناپوځي بارونه ولېږدوي ، او دا هغه بارونه دي چې پرته له هغوى نه د ناټو پوځونه نشي كولاى په افغانستان كې شتون ولري ، چې هغه خوراكتوكي ، كالي او دارو درمل دي )) . دا څرګندونې ځينو روسي سرچينو ته د روسيې د فدراسيون ، د فدراسيون شورا د نړيوالو اړيكو د كومېټې مشر (( ميخاييل مرګېلوف )) وكړې . ددغه سناتور په وينا ، په دې تړاو روسيې هېڅ ډول كومې موافقې لاسليك كړې نه دي او په همدې ډول د جنرال (( پيتريوس )) له لوري د روسيې يادونه يوازې افغانستان ته د شمالي دهليز د شتون د فاكټ يادول وو .

د پوښتل شويو كارپوهانو له نظره ، د هغو هېوادو نوملړ ، چې په دې وروستۍ اوونۍ كې جنرال ((پيتريوس )) ورته سفر كړى ، ددې شاهدي وركوي چې واشنګټن د روسيې د لارو بديل طرحه كوي . (( پر افغانستان او پاكستان سربېره پيتريوس قرغزستان ، قزاقستان ، توركمنستان او تاجكستان ته هم سفرونه وكړل او نږدې په ټولو ځايونو كې د ترانزيټ په اړه دوه اړخيزې موافقې لاسليك شوې دي . دا څرګندونې د اوسني افغانستان د څېړنو د منځۍ كارپوه (( اندرى سېرېنكه )) يو شمېر روسي سرچينو ته كړې دي . دا موافقې د روسيې له ګډون نه پرته له نوموړو هېوادو سره په سيده ډول شوې دي . دغه موافقې د امريكا متحده ايالاتو ته دا شونتيا وركوي چې نه يوازې ناپوځي بارونه ولېږدوي ، دغه لاره د روسيې له خاورې نه او بيا د منځنۍ اسيا له هېوادو نه دا څو كاله كيږي چې تېريږي او فعاليت كوي ، بلكې د كسپين يو نوى ترانزيټ به هم پرانيزي چې د امريكا متحده ايالاتو لپاره ډېر مهم دى )) . د كسپين لاره داسې په پام كې نېول شوې چې د ناټو بارونه به د ګورجستان له لارې اذربايجان ته وروسته به له سمندري لارې نه قازاقي بندر (( اقتاو )) ته او له هغه ځايه به د اوزبكي خاورې له لارې افغانستان ته لېږدول كيږي .

د افغانستان په لور د نوې لارې ضرورت د امريكا متحده ايالاتو او ناټو لپاره په لومړي ګام كې له دې لامله ده چې د افغانستان او پاكستان په پوله كې حالت خراب شوى دى . د ناټو د باروړونكو موټرو پر كاروانونو باندې د طالبانو له لوري د پرله پسې بريدونو لامله تېره اونۍ د خيبر لاره ، چې په دې وروسيتو كې افغانستان ته د ناټو د پوځي بارونو د رسولو بنسټيزه لاره ده ، بنده وه . د روسيې د (( څ اي اس اې )) د مركز ريئس ښاغلي عمر نثار يو شمېر خبري رسنيو ته وويل چې (( اوسمهال د ناټو لپاره يوازې شمالي ترانزيټ پاتې دى چې ناپوځي بارونه پرې ولېږدوي . د روسيې د هوايي قلمرو له لارې د ناپوځي بارونو د ترانزيټي لېږدونې په اړه له فرانسې او جرمني سره هم موافقه شتون لري ، خو دا ترانزيټ دا شونتيا نه وركوي چې په افغانستان كې وار په وار زياتېدونكى پوځ سمبال كړي . زه دا مستثنا نه ګڼم چې امريكايان به له روسيې سره د پوځي ترانزيټ په اړه موافقه وكړي ، خو د ناټو او روسيې ترمنځ د دوه اړخيزو اړېكو د پېچلتوب په پام كې نيولو سره ، ښايي چې په دې برخه كې به د كسپين لار غوره وګڼل شي ، چې د روسيې په خاوره پورې به تړاو ونه لري )) .

د روسي سرچينو د خبرو له مخې واشنګټن د كسپين ترانزيټ په اړه له ګورجستان او اذربايجان سره مقدماتي موافقه كړې ده . ښاغلي نثار وويل : (( له كابل نه د رارسېدلو خبرونو له مخې ، توركمنستان تر اوسه پورې په دې پلان كې د ګډون لپاره هوكړه نه ده كړې ، خو له توركمنستان سره خبرې روانې دي ، خو تر هغو پورې قزاقستان كولاى شي چې د توركمنستان ځاى ونيسي او څومره چې زه خبر يم له استانې سره هم په دې اړه موافقه شوې ده )) .

په ماسكو كې د واشنګټن د كسپين د پلان د طرحې په تړاو باور نه لري ، ځكه چې دا پلان نه يوازې چې د ډېر لګښت درلودونكى ګڼي ، بلكې داسې چې پاى نه لري . سناتور (( مرګېلوف )) په دې ډاډمن دى چې (( كسپين داسې يو حالت لري چې ددغه ترانزيټ په اړه د كسپين د حوزې ټول هېوادونه ، له هغه شمېر نه ايران هم بايد موافقه وكړي . امريكايان نشي كولاى چې د ايران موافقې ته دې كوم امېد ولري . ان لا د تېر كال په مني كې جنرال (( پيتريوس )) موږ ته په دې اعتراف وكړ چې پاكستاني ترانزيټ ته د دوى كوم امېد پاتې نه دى او ټول امېد يې روسيې ته دى . په دې ډول ويلاى شو چې امريكايان دوې لارې لري ، يا د روسيې ترانزيټ ، يا هم بل هېڅ يو . ))

د روسي سناتور په وينا د روسيې د فدراسيون د خاورې له لارې د ناټو د پوځي بارونو د ترانزيټ په اړه موافقه (( كېداى شي د خبرو اترو لپاره يوه موضوع شي )) . په پاكستان كې د جنرال (( پيتريوس )) خبرې په اصل كې دا مانا لري چې د امريكا متحده ايالات غواړي دا خبرې اترې پيل كړي .

د ماسكو سيګنالونه

د افغاني ترانزيټ مسئله نن ورځ د امريكا متحده ايالاتو لپاره ډېر مهم رول لري . په تېره بيا د (( بارك اوباما )) د نوې ادارې ددغو پلانونو په پام كې نيولو سره چې د روان كال په بهير كې به په دغه هېواد كې د امريكايي پوځ شمېر تر شپيتو زرو پوځيانو پورې لوړ كړاى شي . سربېره پر دې ان لا د سپينې ماڼۍ په خاطر د مبارزې په بهير كې ښاغلي (( اوباما )) دا په ډاګه كړه چې په افغانستان كې د طالبانو پرضد په بري سره د عملياتو پاى ته رسونه به سر له نن نه د امريكا لپاره يو له ډېرو مهمو جيوپوليتيكي پلانونو څخه وي . ددغه پلان د بري لپاره كېداى شي نوې اداره په بشپړ ډول له دې سره لېوالتيا ولري چې افغانستان ته د اضافي بارونو د رسولو لپاره له ماسكو سره جوړه راشي . په داسې حال كې چې دا كار د ناټو لپاره د نورو دا ډول لارو د شونتياوو كارېدنه نه ردوي .

ددې اټكل په ګټه دا ويل هم شتون لري چې په پاكستان كې د (( دېويد پيتريوس )) څرګندونه دا ډول هغه لومړنى سيګنال نه دى ، چې واشنګټن يې ماسكو ته رالېږي . په دې ورځو كې د روسيې د ولسمشر (( دميتري مېدوېديف )) هغه ليك ، چې افغان مشر حامد كرزي ته يې لېږلى او په هغه كې يې له افغانستان سره د پوځي مرستې وړانديز كړى ، د لوستونكو لپاره ډاګيزه شوى دى . لكه څنګه چې د (( څ . اي . اس . اې )) مشر ښاغلي عمر نثار ځينو سرچينو ته داسې خبر وركړ ، چې په دې اړه خبر د حامد كرزي د نږدې كسانو له خوا افشا شوى دى ، خو د ولسمشر (( مېدوېديف )) د وړانديزونو په اړه لوېديزو اژانسونو ته د افغان مشر د مطبوعاتي سكرټر له خوا خبر وركړ شوى دى . لكه څنګه چې د افغان – امريكايي موافقو پر بنسټ افغانستان ته د درېيمو هېوادو له لوري د وسلې لېږل منع دي ، يوازې د امريكا متحده ايالاتو ته د خبر وركولو په صورت كې به د دغو وړانديزو نو منل د حامد كرزي لپاره شوني واى . د امريكايانو د كږون مانا په دې حالت كې كېداى شي يوازې يوه وي ، هغه دا چې هغوى چمتو دي چې روسيې ته دا شونتيا وركړي چې افغانستان ته په وسلې وركولو باندې ګټه وكړي ، چې دا به په افغاني لوري كې د امريكا او روسيې پر پياوړې همكارۍ باندې يوه ښه زياتونه وي .

دا ورياڼت به روسيې ته ټاكلې ګټه ورپه برخه كړي . عمر نثار وويل چې (( د افغان پوځ په تشكيل كې د شوروي توليد ګڼ شمېر زړې چورلكې او ترانسپورتي الوتكې ، همدا راز اورنۍ وسله شتون لري . خبره دا ده چې روسيه كولاى شي افغان پوځ ددغه تخنيك د پرزو له پلوه سمبال كړي . دا هغه پيسې نه دي چې دولتي لېوالتيا راوپاروي . روسي چارواكو ته اړينه ده چې پر سيمه باندې د اغېز حپله برخه تر لاسه كړي ، ځكه چې افغانستان د كسپين پر سيمه باندې د څارنې يو ډګر دى )) .

سناتور (( مرګېلوف )) هم له همدې سره موافق دى . نوموړي وويل: (( موږ د حامد كرزي د نظام له پياوړتيا سره لېوالتيا لرو . دا ښكاره ده چې دلته خبره په افغانستان كې زموږ د پوځونو په اړه نه ده ، خو موږ كولاى شو چې د پوځي كارپوهانو په چمتووالي كې مرسته وكړو )) . سناتور دا هم وويل چې (( روسيه كولاى شي د حامد كرزي له رژيم سره له دې نه مهمه مرسته هم وكړي )) .

ځكه خو ماسكو ته د (( بارك اوباما)) د ادارې له لوري راتلونكي سيګنالونه كېداى شي د امريكا متحده ايالاتو لپاره د جيوپوليتيكي پلان په برخه كې ګډ كار ته د روسيې د بلنې په توګه تعبير شي . ددغه وړانديز د منلو او په بري سره د هغه د پلي كېدو په صورت كې ماسكو كولاى شي په دې حساب وكړي ، چې د ګڼ شمېر نړيوالو ستونزو په اړه يې اندېښنه د واشنګټن له لوري د پوهېدو وړ شي ، هغه مهال نو كېداى شي د امريكا او روسيې اړيكي لوړې كچې ته ورسيږي . په دغو اړېكو كې وروستى ډېر ښه او لنډ پېر په ۲۰۰۱ زېږديز كال كې ، په افغانستان كې د هغه مهال د دوو هېوادو له ګډې همكارۍ نه پيل شو .

((کامیرسانت))، مسکو.
فارسی.رو
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--