|
|
| مقالې/ |
دتاجکستان هېواد دشمالې ترانزيټ دبنسټېزې کړۍ په دهليز بدليږي
/31.1.2009
ليکوال: عمر نثار- دافغانستان دعصري مطالعاتو دمرکز مدير.
شونی ده چې دمقالو دليکوالانو نظريات د « فارسی –رو» سايت اند سره په ټکر کې وي.
دروسيي اودمنځنۍ اسيا ديوشمېر هېوادونو ،دخاوري له لاري دټرانزيټې موافقي په باب دامريکا دمتحده ايالاتو دنيويارک ټايمز ورځپاڼې دروان زيږديزکال دجنوري دمياشتي پر۲۱امه يومطلب خپورکړی اوليکې: تيره اونۍ دناټو دباروړونکو موټروپراکمالاتې کتارونو داورپکو له خوا غلچکې بريدونه شوي،چې په ترځ کې ئې،دخيبر دره،چې په افغانستان کې دناټو ځواکونو داکمالاتو لپاره ترټولو مهمه لاره بلل کيږي بنده شوه.
دغه ورځپاڼه زياتوي چې،روسيه غواړي په افغانستان کې،دناټوځواکونو لپاره دسون مواد برابرکړي،اوهمدا اوس دغه هېواد ددې امکانات لري چې،دخپلې خاوري له لاري،دوژونکو توکيوپرته،نورهرڅه افغانستان ته دروسيي له ځمکنۍ لاري وليږدوي،خو په افغانستان کې ميشت دايساف ځواکونوته به دوسلو اومهماتو دلېږد اجازه ورنه کړي.
په افغانستان کې دامريکا دمتحده ايالاتو اوناټو دميشتو ځواکونولپاره يوه بنسټېزه ستونزه داده چې،غواړي ځواکونوته ئې،بي له ځنډه په پرله پسی اطمينانې توګه،پوځي او ناپوځي بارونه ورسيږي.
تردې ورستيو وختو پورې ناټوپه افغانستان کې،خپلو پرتو سرتېروته دخيبرددری له لاري اکمالات کول،اودناټو ځواکونو لپاره ښه ترانزيټي لاره بلل کيدله،خو په ورستيو څو مياشتوکې له دغي سيمي څخه دبارونولېږد،لويدېځې نړۍ ته يولړ ستونزي رامنځ ته کړي دي. دپاکستان اردو دولسمشر جنرال پرويزمشرف تراستعفا وروسته دخيبرپه دره کې خپله ولکه له لاسه ورکړه،پرويز مشرف دواشنګتن دفشار له امله دې ته اړشو چې ،خپله څوکۍ خوشي کړي.
د۲۰۰۸ زيږدېزکال داپريل پر۴ نيټه درومانيا په مرکز بخارست کې،يوتړون لاسلېک شو،چې ترمخې به ئې دناټو تړون غړی هېوادونه دروسيي اومنځنۍ اسيا دهېوادونو دخاوري دلاري په افغانستان کې خپلو پرتو سرتیرو ته اکمالات کوي اوله وژونکو توکو پرته،نور هر څه افغانستان ته دروسيي دځمکنۍ لاري لېږدول کېدای شي،چې دغه تړون دامريکا دمتحده ايالاتو لپاره يوحياتي ارزښت لري.
دافغانستان پرلور،دنوي لاری ضرورت دامريکا دمتحده ايالاتو لپاره ځکه ډیر مهم اواړين دی، چې دامريکا نوی اداري اعلان کړه چې،دروان کال په اوږدو کې به په دغه هېواد کې دامریکائي ځواکونو په شمېر کې زياتوالی راولی.
دامريکا متحده ايالاتونه په پام کې لري چې د۲۰څخه تر۳۰زرو تنو پورې اضافي سرتيري افغانستان ته واستوي.
په منځنې ختېځ او منځنې اسيا کې دامريکا دمتحده ايالاتو دوسله والو ځواکونو لوی قوماندان جنرال(ديويدپيتريوس) د۲۰۰۹ ميلادي کال دجنوری په نېمائې کې، دمنځنۍ اسيا يو شمېر هېوادونو ته سفرونه وکړل ،او په دغو هېوادونوکې ېې، دافغان ترانزيټې لاري په اړه له هېوادونو سره په جلا جلا توګه دوه اړخېزي موافقی لاسلېک کړی دي.
دپخوانې شوروی اتحاد دغه خپلواک هېوادونه دډله ايزي دفاع په تړون کې هم غړيتوب لري. دمنځنۍ اسيادهېوادونوته دسفر په لړ کې (ديويدپيتريوس) وروستی تم ځای دتاجکستان هېواد وو.يقيني خبره ده،چې تاجکستان يوله هغوهېوادونو څخه دی چې دترانزيټي بارونو درسولو لپاره ډيري اسانتياوی لري.
دتاجکستان دبهرنيوچارو وزير همراه خان ظريفي دجنوری پر۲۱ نيټه ويلي وو:چې دوشنبه چمتوده دناټوسره دبارونو دلېږد په اړه موافقه لاسلېک کړي،اوبيا دتاجکستان دخاوري له لاري افغانستان ته پوځي بارونه ولېږدوي.
ديادونۍ وړده چې جنرال (ديويدپيتريوس) په اسلام اباد کې دخبريالانو سره دمرکۍ په ترځ کې ویلي و، چې دروسيي سره هم دناپوځي توکيو دترانزيټ په اړه هوکړه شوي ده او دپوځي توکو پرته،نور هرڅه دروسيي دخاوري له لاري افغانستان ته لېږدول کېدای شي. پوښتنه پيدا کيږي چې،څنګه کېدای شي ناپوځي بارونه تر تاجکستان پورې ورسيږي اوبيا په هغه هېواد کې په پوځي توکيو واړول شی اوافغانستان ته ولېږدول شي،ددې پوښتنی په ځواب کې واشنګټن پوست ورځپاڼۍ دپنتاګون ديوی سر چېني په قول لېکئ.
پوځي اوناپوځي بارونه کېدای شي دقفقاز له لاري دمنځنۍ اسيا هېوادونو ته ورسول شي،وروسته بيا دغه بارونه دتاجکستان دپولی نه قندوزته اوياهم دازبکستان له لاري څخه مزارشريف ته انتقال شي،خو دقندوز اوکابل ترمنځ پر پاخه سړک دبارونو لېږد به ډيري اسانتياوي رامنځ ته کړي.
دتاجکستان دبهرنيوچارو وزير دخپل هېواد دخاوري له لاري دمالونو دترانزيټ پر ښه والی اوښېګڼي ټينګاروکړ اوزياته ئې کړه په ورستيو څوکلونو کې دامو دسيند پرسر څوپلونه جوړ شوی دي،چې تاجکستان له افغانستان سره نښلوي.
همراه خان ظريفي وائې چې (( تاجکستان ددې شونتيا لري ،چې په افغانستان کې دناټو پوځيانو ته سوداګريز توکي ولېږدوي)). دافغانستان دولت دکلونو راهيسی په دی تمه وو چې په هېواد کې ئې ميشت دايساف ځواکونه داسلام اباد له انحصار څخه خلاص شي. کابل، دامريکا دمتحده ايالاتو ،روسيي اودمنځنۍ اسيا دهېوادونو ترمنځ دترانزيټي موافقي هرکلی کړی دی همدارازبايد وويل شي چې دپنج درود پر سر ټول پلونه دامريکادمتحده ايالاتو په مالې لګښت رغول شوي اودجوړیدوکار ئې په ۲۰۰۱زيږديز کال کې پيل شو په افغا نستان کې دناټو پوځيانوپوځي بارونه به دپنج درود پر سر پرهغه لوی پل چې دجوړيدو کار ئې په ۲۰۰۷ ميلادي کال کې بشپړ شو اولګښت ئې دامريکا متحده ايالاتو په غاړه اخستی و.وليږدول شي.
اوه کاله مخکې چې،ددغه پله کار پيل شو هيچا داګمان نه کاوه،چې يو وخت به ددغه پله له لاري په افغانستان کې ميشتو بهرنیو ځواکونو ته پوځي بارونه لېږدول کيږي .
|
| افغانستان.رو |
|
|
|