English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
په مسکو کې د افغانستان د عکسونو نندارتون
ناټو منځنۍ اسيا “بشپړه نيسي”
د نفاق پاكستان
د روسيې افغاني كوكنار ورسېدل
هند او پاكستان هڅه كوي چې سره پوخلا شي
په روسيه کې يوه افغاني پوه د ډاکټرۍ تزسس دفاع كړ
جرمني د خپل ځان پر وړاندې جګړه اعلان كړه
انقلابي ځايناستي توب
په كابل كې د روسي ژبې او ادبياتو د څانګې د بكلوريا فارغينو په وياړ جشني غونډه وشوه
امريكايي اجيرانو د پاكستان له قوانينو څخه سرغړونه وكړه
امریکا قندهار له طالبانو پاکوی
امریکا د دوو جگړو توان نه لری
دروسیی – افغانستان کاری شورا د افغانستان د بیا رغونی په هکله د مسکو له وړاندیز نه هرکلی کری
په روسيه كې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې د موسسانوغونډه جوړه شوه
له ناتو پرته به د افغانستان راتلونکی څنگه وی؟
د هرات په ولایت کی د امریکا د جنرال قونسگری ودانی په توغندیو ویشتل شوی ده
په خوست کی در پاکستان د استخباراتو اجنت نیول شوی دی
شيرحسن: دحامد کرزي په نوی حکومت کې د مجاهدينو ليري کول يو ناممکن کاردي
سرچينه :ارګومنت نيدلي
مسکواو کابل دمخدره توکو سره دمبارزې دهمکاريو موافقه لاسليک کړه
په ماسكو كې به د بهر اوسېدونكو افغاني ټولنو نړيوال كانگرس جوړ شي
د روسيې ولسمشر د ماسكو له جامع جومات نه كتنه وكړه
ماسكو او واشنگټن د (( افغاني مسئلې )) په اړه همكارۍ ته پراختيا وركوي
افغانستان او روسيه د خپلو پارلمانونو ترمنځ اړيكي ټينگوي
مېدوېدېف : روسيه په افغانستان كې د اغېزمن سياسي سېستم پلوۍ ده
افغانستان په اټومي محاصره کې
پاكستاني پوځي څارگرۍ اى اېس اى واشنگټن ته (( ځان وښود ))
د ماسكو كنفرانس گډونوالو له ېفگېني پريماكوف سره وكتل
امريكايي پلان په كابل كې وارخطايي راپيدا كړه
روسيه به له افغانستان سره مرستو ته دوام وركړي
  لومړی مخ/
مېدوېديف : كه په پاكستان كې د ترهګرۍ ستونزې هوارې نشي ، د افغاني بحران له منځه تګ ناشونى دى
/5.2.2009
     چاپي بڼه مېدوېديف : كه په پاكستان كې د ترهګرۍ ستونزې هوارې نشي ، د افغاني بحران له منځه تګ ناشونى دى

د روسيې ولسمشر (( دميتري مېدوېديف )) داسې ګڼي چې كه په ګاونډي پاكستان كې د ترهګرۍ ستونزې هوارې نشي ، په افغانستان كې د وضعې ښه كېدل ناشونى دى . په دې اړه د روسيې هېواد مشر د فبرورۍ په څلورمه نېټه په هغه خبري كنفرانس كې څرګنده كړه ، چې د ډله ييز امنيت د تړون سازمان د غړو هېوادو د مشرانو د غونډې د پايلو اخيستنو لپاره رابلل شوى وو .

د (( دميتري مېدوېديف )) په وينا ، د افغاني بحران په له منځه وړلو كې بايد يوازې له ترهګرۍ سره په مبارزه باندې زور وانه چول شي . د روسيې د هېواد مشر په ليد ، د افغاني ستونزې د هوارېدو پروسه (( بايد يوازې پوځي عنصر پخپل تركيب كې ونه لري )) . د روسيې ولسمشر داسې ګڼي ، اړينه ده چې (( په افغانستان كې د نوي پرمختللي عصري سياسي سېستم له راپيدا كېدوسره مرسته وشي ، خو ددې په څنګ كې بايد پخپله د افغانستان كولتور او دود هېر نشي )) .

د روسيې ولسمشر همدا راز د ډله ييز امنيت د تړون سازمان د غړو هېوادو د اوپراتيفي غبرګون د ګډو پوځي ځواكونو د جوړولو اړيزه څرګنده كړه ، او داسې په پلان كې نيول شوې چې دغه ځواكونه به د پوځي تېري د په شا تمبولو ، له نړيوالې ترهګرۍ ، افراط غوښتنې او د نشه يي توكو له ګواښ سره د مبارزې په برخه كې د ځانګړو عملياتو د سرته رسولو لپاره وكارول شي . د (( دميتري مېدوېديف )) په وينا د زر غبرګون ځواكونه به داسې سمبال شي لكه (( د ناټو همدې ته ورته ځواكونه چې سمبال دي )) .

د روسيې ولسمشر داسې ګڼي چې د زر او اوپراتيفي غبرګون ځواكونو جوړول د منځنۍ اسيا هېوادو ګټو ته ځواب وايي . د (( دميتري مېدوېديف )) په وينا ، له افراط غوښتنې سره د مبارزې په مسئلو باندې اړينه ده چې په بشپړ ډول بوخت شو : (( دا كار بايد په پرله پسې ډول د سيمې د ټولو هېوادو په راجلبولو سره پر مخ ولاړ شي . له دې مسئلې سره له هر څه ړومبى زموږ د ډله ييز امنيت د تړون د سازمان انډېوالان لېوالتيا لري ، په تېره بيا په دې اړه د منځنۍ اسيا هېوادنه فكر كوي ، ځكه چې هغوى په سيده ډول له افغانستان سره نښتي پراته دي )) .

(( دميتري مېدوېديف )) د افغاني بحران د هواري په اړه د ولسمشر (( بارك اوباما )) په مشرۍ د امريكا د متحده ايالاتو د مشرتابه كارندتياوې لوړې وارزولې . نوموړي وويل : (( د افغانستان د چارو د حالت په اړه د امريكا د متحده ايالاتو د ادارې لومړي ګامونه موږ ته ډاډمنتيا رابښي )) . د (( دميتري مېدوېديف )) له ليده ، په قرغزستان كې د امريكايي هوايي پوځي اډې (( ماناس )) بندېدل به په سيمه كې له ترهګرۍ سره مبارزه كمزورې نه كړي ، ځكه چې دغه مبارزه (( د اډو په شمېر پورې اړه نه لري )) . ولسمشر وويل : (( كه چيرې د پوځي اډو په شمېر باندې د ترهګرو شمېر كمېداى دا به ډېر ښه كار واى ، خو مبارزه په نور څه پورې هم اړه لري )) .

د افغانستان له خاورې نه د نشه يي توكو د ګواښ پر وړاندې او په منځنۍ اسيا كې له افراط غوښتنې سره د مبارزې مسئلې د روسيې د ولسمشر له خوا ، د ډله ييز امنيت د تړون سازمان د كارندتيا د مهمو لوريو په توګه ياد شول .
افغانستان.رو
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--