|
|
| لومړی مخ/ |
د ډله ييز امنيت د تړون سازمان چمتو دى چې په افغانستان كې د وضعې د ټيكاو لپاره له ناټو سره همكاري وكړي
/14.2.2009
نن په ماسكو كې د يوه خبري كنفرانس په ترڅ كې د ډله ييز امنيت د تړون سازمان عمومي منشي (( نيكولاى بورديوژه )) وويل ، چې د ډله ييز امنيت د تړون سازمان چمتو دى ، په افغانستان كې د وضعې د ټيكاو لپاره له شمالي اتلانتيك اتحاد ( ناټو ) سره همكاري وكړي .
د ډله ييز امنيت د تړون سازمان عمومي منشي د (( افغانستان . رو )) د خبري پورتال د خبريال د پوښتنې په ځواب كې وويل : (( د ډله ييز امنيت د تړون سازمان د غړو دولتونو دريځ ، په ترهګريز ضد فعاليت كې له ترهګريز ضد ايتلاف سره د بشپړې مرستې كول دي ، او دا ددې لپاره چې په افغانستان كې ټيكاو تامين شي او په كوشنيو سيمه ييزو جوړښتونو باندې ددغه دولت د ټوټې كېدو مخنيوى وشي .
(( بورديوژه )) د ډله ييز امنيت د تړون سازمان د غړو هېوادو د خاورو له لارې د ترانزيټي بارونو د لېږدونې په تړاو د سازمان د دريځ په تړاو تبصره كې وويل ، چې د سلا مشورو په څه موده مخكينۍ هغه غونډه كې چې په ماسكو كې جوړه شوې او ددغه سازمان د ټولو غړو هېوادو استازو پكې ګډون كړى وو ، غړو هېوادو خپل دا چمتووالى وښود چې نوموړى ترانزيټ به سمبال كړي . (( بورديوژه )) څرګنده كړه : (( د ډله ييز امنيت د تړون سازمان د غړو هېوادو استازو د هغو هېوادو ، چې دغه ترانزيټ به ترې تېرېږي ، د خاورو له لارې د ناپوځي بارونو د لېږد په تړاو د دوى د هېوادو د مشرتابه له لوري منل شوې پرېكړې تاييد كړې )) .
سربېره پر دې نوموړي وويل چې د څه ناڅه پرتليز پوځي ترانزيټ پرېكړه په بېل ډول د هر دولت له خوا كيږي . نوموړي زياته كړه : (( د پوځي بارونو د ترانزيټ په اړه بايد وويل شي ، چې هر دولت په دې تړاو خپل قانون لري چې د ټولو اړينو شرايطو په پلي كولو سره كولاى شي پوځي ترانزيټ سمبال كړي . زه داسې دولت نه پېژنم چې د خپلې خاورې له لارې پوځي ترانزيټ كورټ منع كوي )) .
ددې په څنګ كې ، د ډله ييز امنيت د تړون سازمان د عمومي منشي په وينا ، ددغه سازمان غړي دولتونه د خپلو خاورو له لارې (( په پراخه پيمانه د پوځي تخنيك يا هم پوځيانو د لېږدونې په اړه )) خبرې اترې پرمخ نه بيايي .
(( ن . بورديوژه )) په كابل كې پر دولتي موسسو باندې د وسله والو كسانو د څه موده مخكينيو بريدونو د لړۍ د يادونې په ترڅ كې ، په نړۍ كې ، له هغه شمېر نه په مومبى كې د ګواښونو ورته ځانګړنه ياده كړه . دده په وينا ، نن ورځ د نړۍ يو هېواد هم له دې ډول ګواښونو نه خوندي نه دى .
|
| افغانستان.رو |
|
|
|