English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
په مسکو کې د افغانستان د عکسونو نندارتون
ناټو منځنۍ اسيا “بشپړه نيسي”
د نفاق پاكستان
د روسيې افغاني كوكنار ورسېدل
هند او پاكستان هڅه كوي چې سره پوخلا شي
په روسيه کې يوه افغاني پوه د ډاکټرۍ تزسس دفاع كړ
جرمني د خپل ځان پر وړاندې جګړه اعلان كړه
انقلابي ځايناستي توب
په كابل كې د روسي ژبې او ادبياتو د څانګې د بكلوريا فارغينو په وياړ جشني غونډه وشوه
امريكايي اجيرانو د پاكستان له قوانينو څخه سرغړونه وكړه
امریکا قندهار له طالبانو پاکوی
امریکا د دوو جگړو توان نه لری
دروسیی – افغانستان کاری شورا د افغانستان د بیا رغونی په هکله د مسکو له وړاندیز نه هرکلی کری
په روسيه كې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې د موسسانوغونډه جوړه شوه
له ناتو پرته به د افغانستان راتلونکی څنگه وی؟
د هرات په ولایت کی د امریکا د جنرال قونسگری ودانی په توغندیو ویشتل شوی ده
په خوست کی در پاکستان د استخباراتو اجنت نیول شوی دی
شيرحسن: دحامد کرزي په نوی حکومت کې د مجاهدينو ليري کول يو ناممکن کاردي
سرچينه :ارګومنت نيدلي
مسکواو کابل دمخدره توکو سره دمبارزې دهمکاريو موافقه لاسليک کړه
په ماسكو كې به د بهر اوسېدونكو افغاني ټولنو نړيوال كانگرس جوړ شي
د روسيې ولسمشر د ماسكو له جامع جومات نه كتنه وكړه
ماسكو او واشنگټن د (( افغاني مسئلې )) په اړه همكارۍ ته پراختيا وركوي
افغانستان او روسيه د خپلو پارلمانونو ترمنځ اړيكي ټينگوي
مېدوېدېف : روسيه په افغانستان كې د اغېزمن سياسي سېستم پلوۍ ده
افغانستان په اټومي محاصره کې
پاكستاني پوځي څارگرۍ اى اېس اى واشنگټن ته (( ځان وښود ))
د ماسكو كنفرانس گډونوالو له ېفگېني پريماكوف سره وكتل
امريكايي پلان په كابل كې وارخطايي راپيدا كړه
روسيه به له افغانستان سره مرستو ته دوام وركړي
  مقالې/
اسلام اباد طالبانو ته خاوره پرېږدي
/24.2.2009
     چاپي بڼه اسلام اباد طالبانو ته خاوره پرېږدي
ارتور بلينوف
د (( نېزاويسيمايا ګازېته )) ورځپاڼه

شونی ده چې دمقالو دليکوالانو نظريات د « فارسی.رو» سايت اند سره په ټکر کې وي.

د پاكستان د شمال لويديځ سرحدي ايالت چارواكو د تېرې يكشنبې په ورځ په پېښور كې له طالبانو سره ، د ملكنډ په سيمه كې ، چې د افغانستان پولې ته نږدې موقعيت لري ، د شريعت د قوانينو د پلې كېدو په اړه موافقه لاسليك كړه . په دې ډول چارواكو يو ځل بيا افراط غوښتونكو ځواكونو ته ګذشت وكړ ، هغه ځواكونه چې د پاكستان پر سرحدي سيمو باندې خپل اغېز ښندي . همدغه سيمې دوى په افغانستان كې د جګړې د پرمخ بېولو لپاره د اډو په توګه كاروي .

دغه موافقه د مهمې ستراتيژيكي سيمې په تړاو ده ، چې هغه د سوات واده او هغې ته نږدې سيمې دي . په دغه سيمه كې په دې وروستيو كې د مركزي چارواكو اغېز د كمزرتيا په لور روان دى ، او د ترهګرو كړنې په ټوله كې پر پوځي او د پوليسو پر چوڼيو باندې بريدونه او په هغوى كې چاودنې وار په وار پسې ډېرېږي . د رسنيو د مالوماتو پر بنسټ ، د پاكستان د اردو دولس زره كسيز پوځ ونشو كولاى چې درې زره كسه وسله وال كسان له منځه يوسي .

د دوشنبې په ورځ د ايالتي چارواكو او د وسله والو كسانو د ډګري قوماندان مولانا صوفي محمد ترمنځ خبرو اترو دوام وكړ . د شريعت قانون د پلې كېدو په اړه له موافقې نه وروسته طالبان هڅه كوي چې چارواكي په دې راضي كړي چې له وادې نه پوځي ټولګي وباسي . كه چيرې حكومت په دې برخه كې هم ورته حاضر شي ، نو پاكستانى حكومت به پر دغه خاوره باندې خپله بشپړه څارنه له لاسه وركړي .

له طالبانو سره دغه موافقه د پاكستان د ولسمشر اصف علي زرداري د هغو ډاډمنتياوو پر خلاف ده ، چې ده په دې ورځو كې پاكستان ته د امريكا د متحده ايالاتو په سفر تللي ځانګړي استازي (( ريچارډ هالبروك )) ته په اسلام اباد كې كړې دي . امريكايي استازي نه يوازې له ولسمشر ، بلكې له لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني او د ځمكنيو پوځونو له قوماندان جنرال اشفار پروېز كيياني سره هم لېدنې كتنې كړې دي . د دوى د لېدنو كتنو مهمه موضوع له طالبانو سره په مبارزه كې د اسلام اباد او واشنګټن د همكارۍ كولو په اړه وه ، چې هم په افغانستان او هم په پاكستان كې مخ په فعالېدو دي .

د پاكستان ولسمشر (( هالبروك )) ته دا ډاډ وركړ چې د طالبانو پر وړاندې مقاومت د پاكستان (( د ژوندي پاتې كېدو )) په خاطر مبارزه ده . امريكايي ځانګړي استازي له خپل لوري نه دا ډاډ وركړ چې له پاكستان سره به د امريكايي مرستې د (( كېرري لوګار )) قانون زر تر زره تصويب شي . په دې برخه كې به وسله ورولېږل شي همدا راز به د پاكستان په سرحدي سيمو كې د امريكا د متحده ايالاتو له خوا د (( ترميم پرژوې )) پلې شي . سربېره پر دې پاكستانيانو ته يې دا ژمنه كړې چې واشنګټن به د اسلام اباد استازو ته دا اجازه وركړي چې په هغه غونډه كې برخه واخلي چې ددغې سيمې په اړه د امريكا د متحده ايالاتو د سياست د بيا له سره كتو په خاطر به رابلل كيږي . دغې غونډې ته د كابل پلاوى وربلل شوى دى .

په پېښور كې لاسليك شوې موافقه له دغو موافقو سره هېڅ ډول برابرښت نه لري . د بې بې سي خبريال ، چې څه موده مخكې د سوات وادې ته تللى وو ، د مالوماتو له مخې دغه موافقه د رامنځته شوې دې فاكتو حالاتو په واسطه كلكه شوې ده . دغه سيمه چې له پخوا نه د پاكستان په تشكيل كې يوه كورواكه خاني وه ، د ښكلو غرونو ، منظرو ، زرغونو چمنونو او رڼو چينو په لرلو سره د (( پاكستاني سوېس )) په نامه يادېده . دلته د پاكستان له سويلي پولې نه ګڼ شمېر بهرني سيلانيان راتلل . خو د ۲۰۰۷ ز كال له نوامبر نه راهيسې په دغه واده كې د حكومتي پوځونو او طالبانو ترمنځ جګړې وشوې چې په بهير كې يې نږدې زر كسه ملكي وګړي ووژل شول او ډېر يې دې ته اړوتل چې وتښتي . حكومتي پوځونو په دې وروستيو وختونو كې يوازې ددغې وادې تر ټولو لوى ښار مينګوره هم بشپړ تر څارنې لاندې نه درلود .

په رامنځته شوې وضعه كې د امريكا متحده ايالات وار په وار د پاكستان په خاوره كې د پوځي فعاليتونو پر مخ بېول پخپله غاړه اخلي . ددې كار لپاره بې پيلوټه الوتكې كاريږي . د دوشنبې په ورځ د كورمې ايجنسۍ ، چې د (( فته )) په نامه د قبيلو د فدرالي خاورې په تشكيل كې دى ، په سيمه كې د امريكايي بې پيلوټه الوتكې د هوايي ګوزار په پايله كې يودېرش كسه ووژل شول . طالبان په ټوله كې د بيت الله مقصود له ډلې نه دي . د شنبې په ورځ په همدې ډول يوه بله ډله ، چې د مقصود تر لاس لاندې وه ، ووژل شوه . د نارسمي امريكايي مالوماتو له مخې ، د ۲۰۰۸ زېږديز كال له اګسټ نه ، د امريكا متحده ايالاتو څه دپاسه دېرش دا ډول ګوزارونه پر پاكستان باندې كړي دي .
فارسی.رو
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--