English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
په مسکو کې د افغانستان د عکسونو نندارتون
ناټو منځنۍ اسيا “بشپړه نيسي”
د نفاق پاكستان
د روسيې افغاني كوكنار ورسېدل
هند او پاكستان هڅه كوي چې سره پوخلا شي
په روسيه کې يوه افغاني پوه د ډاکټرۍ تزسس دفاع كړ
جرمني د خپل ځان پر وړاندې جګړه اعلان كړه
انقلابي ځايناستي توب
په كابل كې د روسي ژبې او ادبياتو د څانګې د بكلوريا فارغينو په وياړ جشني غونډه وشوه
امريكايي اجيرانو د پاكستان له قوانينو څخه سرغړونه وكړه
امریکا قندهار له طالبانو پاکوی
امریکا د دوو جگړو توان نه لری
دروسیی – افغانستان کاری شورا د افغانستان د بیا رغونی په هکله د مسکو له وړاندیز نه هرکلی کری
په روسيه كې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې د موسسانوغونډه جوړه شوه
له ناتو پرته به د افغانستان راتلونکی څنگه وی؟
د هرات په ولایت کی د امریکا د جنرال قونسگری ودانی په توغندیو ویشتل شوی ده
په خوست کی در پاکستان د استخباراتو اجنت نیول شوی دی
شيرحسن: دحامد کرزي په نوی حکومت کې د مجاهدينو ليري کول يو ناممکن کاردي
سرچينه :ارګومنت نيدلي
مسکواو کابل دمخدره توکو سره دمبارزې دهمکاريو موافقه لاسليک کړه
په ماسكو كې به د بهر اوسېدونكو افغاني ټولنو نړيوال كانگرس جوړ شي
د روسيې ولسمشر د ماسكو له جامع جومات نه كتنه وكړه
ماسكو او واشنگټن د (( افغاني مسئلې )) په اړه همكارۍ ته پراختيا وركوي
افغانستان او روسيه د خپلو پارلمانونو ترمنځ اړيكي ټينگوي
مېدوېدېف : روسيه په افغانستان كې د اغېزمن سياسي سېستم پلوۍ ده
افغانستان په اټومي محاصره کې
پاكستاني پوځي څارگرۍ اى اېس اى واشنگټن ته (( ځان وښود ))
د ماسكو كنفرانس گډونوالو له ېفگېني پريماكوف سره وكتل
امريكايي پلان په كابل كې وارخطايي راپيدا كړه
روسيه به له افغانستان سره مرستو ته دوام وركړي
  مقالې/
امريكايي پلان په كابل كې وارخطايي راپيدا كړه
/28.3.2009
     چاپي بڼه امريكايي پلان په كابل كې وارخطايي راپيدا كړه

ولاديمير سكوسيرېف
منبع: (( نیزاویسامایا گازیتا ))

شونی ده چی د مقالو د لیکوالانو نظرات د "فارسی.رو" سایت اند سره په تکر کی وی.

د امريكايي جگپوړو مامورينو له څرگندونو نه په افغانستان او پاكستان كې د امريكا د متحده ايالاتو د نوې ستراتيژۍ جزييات ډاگيزه كيږي . ددغې ستراتيژۍ له عناصرو نه يوه هم دا هڅه ده چې له طالبانو سره روغه جوړه وشي او هغوى په يوه سياسي گوند بدل شي . هند ، ايران او روسيه د طالبانو د قانوني كېدو پر خلاف دي او ددغو هېوادو استازي به د شانگهاى د همكارۍ سازمان په هغه غونډه كې سره راټول شي چې سبا په ماسكو كې جوړيږي .

د امريكا د متحده ايالاتو اوسنۍ ادارې د تېرې ادارې په توپير پرېكړه وكړه چې افغانستان او پاكستان د خبر رسوونكو كانالونو په توگه وويني . لكه څنگه چې په افغانستان او پاكستان كې د واشنگټن ځانگړى استازى (( ريچارډ هالبروك )) وايي ، ان كه چيرې په افغانستان كې ډېر ښه حكومت هم واى ، بيا به هم په دغه هېواد كې د ژوند د ښه كېدو شونتيا شتون نه درلوداى ، تر هغه مهاله ، تر څو چې د پاكستان د قبايلو په سيمه كې د هغو ياغيانو اډې شتون لري ، چې په خپلواكه توگه له پولې نه دواړو خواوو ته تگ راتگ كوي .

په ويتنام كې د جگړې پر مهال امريكايان له همدغسې ستونزې سره مخامخ شوي ول . هغه مهال دوى له دې نه سر ټكاوه چې د سويلي ويتنام چارواكي له شمالي ويتنام سره پوله ترڅارنې لاندې نه لري او د ويتنام د دموكراتيك جمهوريت د منظم پوځ سرتېري له پارتيزانانو سره اوږه په اوږه جنگيږي . د امريكا د متحده ايالاتو ولسمشر (( ريچارډ نيكسن )) هڅې وكړې چې د سختو بمباريو په واسطه له (( بهر نه د راننوتنو )) مخنيوى وكړي ، خو دې كار يوازې د امريكايانو د ماتې مهال اوږد كړ .

په افغانستان او پاكستان كې هم امريكايان هوايي لاسبري لري ، خو له ښه مرغه د سيمه ييزو وگړو پرضد پر سختو او پرله پسې بمباريو لاس نه پورې كوي ، بلكې له بې پيلوټه الوتكو نه كار اخلي او خال خال ځايونه بمباري كوي . خو په دغه سيمه ، يانې سويلي اسيا كې هم د جگړې بهير د دوى په گټه نه دى . د (( اوباما )) اداره په داسې حال كې چې په دې ښه پوه شوه چې يوازې د زور له لارې پر طالبانو برى نشي گټلاى ، نو يې پرېكړه وكړه چې د جوړ جاړي له لارې له دښمن سره جوړ راشي . ددغه جوړ جاړي جوله ، چې له دواړو لوريو نه پر خبرو اترو او سياسي تېرېدنو باندې بنسټ لري ، د امريكايي جگپوړو چارواكو له څرگندونو نه ورو ورو راډاگيزه كيږي .

په افغانستان كې د امريكا د متحده ايالاتو سفير (( ووډ ويليام )) انگليسۍ اونيزې (( Observer )) ته داسې وويل : امريكا به دې ته چمتو شي چې د افغانستان په سياسي پروسه كې د طالبانو گډون پرېږدي . هغوى كولاى شي چې سياسي گوند جوړ كړي او په ټاكنو كې برخه واخلي . دا هم بايد وويل شي چې ښايي امريكا خپل رضايت له دې سره څرگند كړي چې د ملگرو ملتو سازمان له تورو لېستونو نه د طالب مشرانو نومونه لري شي او له زندانونو نه د حكومت د مخالفو ډلو غړي خپلواك شي . ښايي چې د افغانستان په اساسي قانون كې د بدلونونو په اړه بحثونه هم ترسره شي .

وروستنۍ خبره په ځانگړي ډول د پام وړ ده . افغانستان له تيوريكي پلوه يو خپلواك دولت دى ، خو د امريكا متحده ايالاتو سفير پرته له كومو ناسيده خبرو نه له رسنيو سره د اساسي قانون د سمونونو په اړه خبرې كوي . دا موضوع د افغانانو لپاره ډېره حساسه موضوع ده ، په تېره بيا د دوى د مشرانو لپاره . په اساسي قانون كې د سمونونو په تړاو تربحث لاندې موضوعگانو نه يوه هم د ولسمشر د واك كمول دي . داسې په پام كې نيول شوي چې دده د واك يوه برخه د ادارې مشرتابه ته ، چې د لومړي وزير دندې به ترسره كوي ، وركړ شي .

ددغو وړانديزونو لپاره پلمه په واشنگټن او د ناټو د غړو هېوادو په نورو پلازمېنو كې له ولسمشر حامد كرزي نه د نارضايتيو ښودنه ده . ده ونشو كولاى چې دولتي فساد او د نشه يې توكو كارو بار له منځه يوسي . دا ادعاوې مدللې دي ، خو نشو كېداى چې په كابل كې دردمند غبرگون راونه پاروي . د ولسمشر استازي په اساسي قانون كې د سمونونو په اړه وړانديز چټيات وبلل .

كرزي ونشو كولاى چې د متحدينو باور د كړنې په ډگر كې پلى كړي ، خو اوس يا پخپله يا هم د امريكايانو په خوښه د طالبانو له ځينو استازو سره پټې خبرې پر مخ بيايي . په دوبۍ كې د كابل د استازي او د اسلامپالو د نه پوخلا كېدونكي مشر گلبدين حكمتيار ، چې يو وخت د افغانستان د حكومت مشر وو ، ترمنځ لېدنه كتنه شوې ده . د ياغيانو له ځينو نورو مشرانو سره هم تړاوونه ټينگ شوي دي .

دا خبرې اترې به د بري څومره كابو ( چانس ) ولري ؟ سفير (( ووډ )) وايي چې طالبانو مقدماتي شرط وړاندې كړ ، هغه دا چې بهرني پوځونه بايد له هېواد نه وايستل شي . سفير وايي چې دا جدي او سمه خبره نه ده . بيا به نو څه شى د سياسي روغې جوړې لپاره بنسټ شي ؟ د داسې يوه بنسټ پيدا كول خورا ستونزمن كار دى ، ځكه چې د طالبانو غورځنگ پر پښتنو تكيه لري او دغه ولس هم په افغانستان او هم په پاكستان كې مېشت دى . ددغه ولس شمېر تخمينا څلوېښتو ميليونو ته رسيږي . د دوى ډېرى خپلو قبيلوي دودونو ته وفادار پاتې دي او روږدي نه دي چې ان د خپلو چارواكو تابع وي ، بهرني خو ها خوا پرېږده .

د روسيې د پوهنو اكاډمۍ د ختيځپوهنې د انستيتوت د منځني او نږدې ختيځ د څانگې مشر (( وياچيسلاف بېلاكرېنيڅكي )) د (( نېزاويسيمايا گزيته )) ورځپاڼې سره په مركه كې وويل چې د طالبانو غورځنگ نږدې شل كاله مخكې د پاكستاني څارگرۍ له خوا په دې امېد جوړ شو چې افغانستان تر خپلې څارنې لاندې راولي . خو نن ورځ دغه غورځنگ په يوه خپلواك ځواك بدل شوى ، ځواكونه يې په دواړو دولتونو كې دي خو له مفكوروي او سازماني پلوه پخپل منځ كې تړاو لري . طالبان ملا محمد عمر د خپل مشر په توگه مني ، چې پر افغانستان باندې د امريكايانو له تېري نه مخكې د طالبانو د غورځنگ مشر وو . دى او دده نور پلويان جوړ جاړى نه مني . كه چيرې طالبان له مخالفينو سره جوړ هم راشي ، نو هغه به د يوه بري گټونكي لوري په توگه وي نه د بايلوونكي لوري په توگه . كارپوه وويل چې د امريكا متحده ايالات او ناټو له طالبانو سره د خبرو اترو د لارې په غوراوي سره په ښويه لار باندې تگ پيلوي .

سبا په ماسكو كې د شانگهاى د همكارۍ سازمان له خوا د افغانستان په اړه كنفرانس پرانيستل كيږي . هندي رسنيو داسې خبر وركړى چې د هند ، روسيې او ايران استازي هڅې كوي ددغې لېدنې كتنې پر مهال د طالبانو پرضد د كړنو د منظموالي په اړه پخپل منځ كې موافقه وكړي . د روسيې د بهرنيو چارو په وزارت كې يې داسې څرگنده كړې چې په دې اړه دوى كوم مالومات نه لري .

(( بېلاكرېنيڅكي )) داسې گڼي چې د امريكا د متحده ايالاتو او د دوى د متحدينو له لوري پر طالبانو باندې د فشار كمېدل د افغانستان گاونډيانو ته كوم ښه څه په لاس نه وركوي . په پايله كې به په منځنۍ اسيا كې اسلامپال افراطيون زيات شي چې دا به هرو مرو د قفقاز په وضعه هم خپل اغېز وښندي .
فارسی.رو
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--