English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
په مسکو کې د افغانستان د عکسونو نندارتون
ناټو منځنۍ اسيا “بشپړه نيسي”
د نفاق پاكستان
د روسيې افغاني كوكنار ورسېدل
هند او پاكستان هڅه كوي چې سره پوخلا شي
په روسيه کې يوه افغاني پوه د ډاکټرۍ تزسس دفاع كړ
جرمني د خپل ځان پر وړاندې جګړه اعلان كړه
انقلابي ځايناستي توب
په كابل كې د روسي ژبې او ادبياتو د څانګې د بكلوريا فارغينو په وياړ جشني غونډه وشوه
امريكايي اجيرانو د پاكستان له قوانينو څخه سرغړونه وكړه
امریکا قندهار له طالبانو پاکوی
امریکا د دوو جگړو توان نه لری
دروسیی – افغانستان کاری شورا د افغانستان د بیا رغونی په هکله د مسکو له وړاندیز نه هرکلی کری
په روسيه كې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې د موسسانوغونډه جوړه شوه
له ناتو پرته به د افغانستان راتلونکی څنگه وی؟
د هرات په ولایت کی د امریکا د جنرال قونسگری ودانی په توغندیو ویشتل شوی ده
په خوست کی در پاکستان د استخباراتو اجنت نیول شوی دی
شيرحسن: دحامد کرزي په نوی حکومت کې د مجاهدينو ليري کول يو ناممکن کاردي
سرچينه :ارګومنت نيدلي
مسکواو کابل دمخدره توکو سره دمبارزې دهمکاريو موافقه لاسليک کړه
په ماسكو كې به د بهر اوسېدونكو افغاني ټولنو نړيوال كانگرس جوړ شي
د روسيې ولسمشر د ماسكو له جامع جومات نه كتنه وكړه
ماسكو او واشنگټن د (( افغاني مسئلې )) په اړه همكارۍ ته پراختيا وركوي
افغانستان او روسيه د خپلو پارلمانونو ترمنځ اړيكي ټينگوي
مېدوېدېف : روسيه په افغانستان كې د اغېزمن سياسي سېستم پلوۍ ده
افغانستان په اټومي محاصره کې
پاكستاني پوځي څارگرۍ اى اېس اى واشنگټن ته (( ځان وښود ))
د ماسكو كنفرانس گډونوالو له ېفگېني پريماكوف سره وكتل
امريكايي پلان په كابل كې وارخطايي راپيدا كړه
روسيه به له افغانستان سره مرستو ته دوام وركړي
  لومړی مخ/
د ماسكو كنفرانس گډونوالو له ېفگېني پريماكوف سره وكتل
/17.4.2009
     چاپي بڼه د ماسكو كنفرانس گډونوالو له ېفگېني پريماكوف سره وكتل

په افغانستان كې د وضعې په اړه د روان كال د اپرېل په ۱۳ په ماسكو كې د رابلل شوي كنفرانس گډونوالو د روسيې د سوداگرۍ او صنعتي خونو له مشرتابه سره وكتل . د (( افغانستان . رو )) سايټ خبريال خبر راكوي چې د روسيې د فدراسيون د سوداگرۍ او صنعت خونو رئيس ېفگېني پريماكوف او د هغه مرستيال باريس پاستوخوف ، د روسيې او افغانستان د كاري شورا مشر ابوبكر ارساماكوف ، د روسيې د فدراسيون د سوداگرۍ او صنعت خونو د مالوماتو او د ټولنيزو اړېكو مشر الكساندر شكيراندو د افغان ۱۵ كسيز پلاوي هركلى وكړ .

بايد يادونه وكړو چې دغه افغان پلاوى ماسكو ته د (( افغاني بحران : د هغه د ودې شونې سناريو گانې )) د كنفرانس ، چې د اوسني افغانستان د څېړنيزې منځۍ په نوښت او د (( ريانووستي )) خبري اژانس په ملاتړ سره د اپرېل په اتمه جوړ شوى وو ، په كار كې د گډون لپاره ماسكو ته راغلى وو . په دې وروستيو كلونو كې ددغې غونډې په اډانه كې د لومړي ځل لپاره ماسكو ته مخكښ افغان كارپوهان او سياستپوهان ، چې د بېلابېلو سياسي بهيرونو او نظرياتو درلودونكې ول ، له كابله ، له لوېديزو هېوادو او د سيمې له يو شمېر هېوادو نه راغلي ول .

د روسيې د سوداگرۍ او صنعتي خونو رئيس د مېلمنو هركلى وكړ او په ځانگړې ډول يې وويل چې د روسيې سياست د افغانستان په تړاو تل دوستانه وو . شوروي اتحاد د افغانستان په صنعتي او توليدي او ددغه هېواد په خاوره كې يې د ځينو موسسو په ابادولو او وده كې كارنده برخه واخيسته . ېفگيني پرېماكوف وويل چې روسيه كولاى شي په راتلونكې كې هم په دغو برخو كې د افغانستان ښه ملگرې شي .

وروسته د افغان او روسيې د كاري شورا رئيس ابوبكر ارساماكوف د افغان او روسيې د كاري شورا د كار او فعاليت په اړه خبرې وكړې . نن د روسيې كاري كړۍ هره مياشت افغانستان ته څه د پاسه لس زره ټنه اوړه لېږي ، په راتلونكې لنډ مهال كې به دغه هېواد ته د لمرگلي له زړو نه د توليد شويو غوړو د لېږلو حجم تر شپږو زرو ټنو پورې لوړ كړاى شي . د التاى له سيمې نه افغانستان ته د ودانيزو لرگيو لېږد دوام لري . روسي كارپوهانو د سالنگ پر سيند باندې د برېښنا د بند د جوړولو كار پيل كړى دى او دغه بند به تر څلوېښتو ميگا واټو پورې برېښنا توليد كړي ، چې د كابل د كور جوړولو فابريكه او كابل ته نږدې د سمټو د فابرېكي ټولې برېښنايي اړتياوې به پوره كړي .

د شورا د مشر په وينا داسې په پلان كې نيول شوي چې د (( ټو – ۲۰۴ )) ډوله دوې الوتكې به ترميم شي او د كابل او ماسكو ترمنځ په هوايي كرښه كې به په پرله پسې ډول الوتنې كوي .

د روسيې او افغانستان د كاري شورا د څارونكې شورا مشر ، د روسيې د سوداگرۍ او صنعتي خونو د رئيس مرستيال باريس پاستوخوف په ځانگړي ډول وويل چې نننۍ كتنه په داسې ورځو كې ترسره كيږي چې د افغانستان او روسيې ترمنځ د ديپلوماتيكي اړيكو د پيلېدو نوي كاله پوره كيږي . زموږ په هېواد كې به هېڅ وخت دا څوك هېر نه كړي چې هغه هېواد چې تر ټولو لومړى يې نوې روسيه په رسميت وپېژندله هغه افغانستان وو . باريس پاستوخوف وويل : (( ډېره ښه شوه چې موږ زموږ د اړېكو تر ټولو ډېره درنه پاڼه چې هغه پوځي پاڼه وه ، واړوله او اوسمهال د دوستانه او ښه گاونډيتوب د اړېكو دود دوام لري )) . باريس پاستوخوف افغان مېلمانه دې ته راوبلل چې په خپل هېواد كې د افغان او روسيې د كاري شورا د جوړولو په برخه كې زر تر زره كار ترسره كړي او دا كار به د دواړو لوريو ترمنځ د اړېكو په وده كې لوى اهميت ولري .

د افغان پلاوي غړو هر يوه د افغانستان د پارالمان د مشرانو جرگې د نړيوالو اړېكو د څانگې مشر محمد علم ايزدي يار ، د ولسي جرگې وكيل جميل كرزي ، افغان كارپوه عبدالغفور لېوال او د افغانستان د ملي شوراگانو د اتحاديې مشر دوكتور مهدي د افغانستان د مسئلې د هواري په برخه كې د روسيې د راتلونكې رول د پياوړتيا په اړه خبرې وكړې ، د افغانستان او روسيې ترمنځ د سياسي او اقتصادي اړيكو او د دوه اړخيزې گټورې همكارۍ د ټاكلو برخو او لوريو د پراختيا په اړه يې وړانديزونه وكړل .

د روسيې د فدراسيون د سوداگرۍ او صنعتي خونې د روسيې د هغو كمپنيو لورى وركوونكې دي چې د افغانستان په بيا رغونه كې برخه لري . كارپوهان په دې تړاو د اپرېل د ۱۳ نېټې ليدنې كتنې ته ډېر اهيمت وركوي .

له دې نه مخكې د افغان پلاوي غړو د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت له استازو ، د روسيې د فدراسيون د دولتي دوما د نړيوالو اړېكو د كومېټې له وكيلانو او د روسيې د (( روسكي مير )) په نامه د فوند مشرتابه سره ځانگړې لېدنې كتنې كړې وې . د افغان پلاوي غړو د خپل سفر په ترڅ كې د ماسكو ښار د ليدلو وړ ځايونو ليدنه هم وكړه . همدا راز په روسيه كې د اوسېدونكو كډوالو افغانانو په نوښت په ماسكو كې د اوسېدونكو افغانانو او افغان پلاوي ترمنځ لېدنې كتنې هم وشوې . د افغانستان نامتو ، لوى ليكوال او شاعر سلېمان لايق په ماسكو كې اوسېدونكي افغانان له خپلو نويو شعرونو سره اشنا كړل .

د افغان پلاوي غړيو د (( افغانستان . رو )) د سايټ له خبريال سره په خبرو كې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له استازيو او د روسيې د سوداگرۍ او صنعتي خونو له مشرتابه سره له ليدنو كتنو نه ځانگړى قناعت څرگند كړ . د روسيې د بهرنيو چارو په وزارت كې ليدنه كتنه پخپله افغانانو د (( تر ټولو ډېرو ازادو او ښكاره خبرو اترو )) په نامه ونوموله .

په ماسكو كې افغان سفارت هم افغان پلاوى بې پامه پرې نه ښود . په ماسكو كې د افغانستان د اسلامي جمهوريت سفارت د اپرېل د مياشتې په لسمه ماسكو ته د افغان پلاوي د راتگ په وياړ پخپله ودانۍ كې ، چې د ماسكو ښار د (( پاورسكايا )) په كوڅه كې موقعيت لري ، يوه غونډه جوړه كړه چې د افغانستان په اړه د غونډې ټول گډونوال ورته رابلل شوي ول چې په هغوى كې روسي ختيځپوهان او ژورناليستان هم شامل ول .

د كنفرانس بهير هم په افغان او هم په روسي رسنيو كې لوى غبرگون وموند . د كنفرانس په بهير كې ، چې كار يې د (( انلاين )) په ډول ښودل كېده ، له افغان پلاوي سره خبري كنفرانس او د نيويارك او كييف د ښارونو ترمنځ (( تلويزيوني پول )) ترسره شول . د كنفرانس د گډونوالو ويناوې او څرگندونې د روسيې د پلازمېنې په ورځپاڼو كې خپرې شوې . د كنفرانس د پايلو په اړه د كابل رسنيو هم خبرونه خپاره كړل ، له هغه شمېر نه په (( اصلاح )) ورځپاڼه كې دغه كنفرانس ته بشپړه ليكنه ځانگړې شوې وه ، همدا راز ددغه كنفرانس د بهير په اړه افغان ټلوېزيزني چينلونو هم خبرونه خپاره كړل .

داسې انتظار كيږي چې په دې اوونۍ كې به كابل ته د كنفرانس د گډونوالو له ستنېدو نه وروسته په يو شمېر افغان ټلويزيوني چينلونو كې له دوى سره د گردي ميزونو پروگرموانه هم ترسره شي ، چې د ماسكو كنفرانس ته به ځانگړي وي .
افغانستان.رو
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--