English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
په مسکو کې د افغانستان د عکسونو نندارتون
ناټو منځنۍ اسيا “بشپړه نيسي”
د نفاق پاكستان
د روسيې افغاني كوكنار ورسېدل
هند او پاكستان هڅه كوي چې سره پوخلا شي
په روسيه کې يوه افغاني پوه د ډاکټرۍ تزسس دفاع كړ
جرمني د خپل ځان پر وړاندې جګړه اعلان كړه
انقلابي ځايناستي توب
په كابل كې د روسي ژبې او ادبياتو د څانګې د بكلوريا فارغينو په وياړ جشني غونډه وشوه
امريكايي اجيرانو د پاكستان له قوانينو څخه سرغړونه وكړه
امریکا قندهار له طالبانو پاکوی
امریکا د دوو جگړو توان نه لری
دروسیی – افغانستان کاری شورا د افغانستان د بیا رغونی په هکله د مسکو له وړاندیز نه هرکلی کری
په روسيه كې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې د موسسانوغونډه جوړه شوه
له ناتو پرته به د افغانستان راتلونکی څنگه وی؟
د هرات په ولایت کی د امریکا د جنرال قونسگری ودانی په توغندیو ویشتل شوی ده
په خوست کی در پاکستان د استخباراتو اجنت نیول شوی دی
شيرحسن: دحامد کرزي په نوی حکومت کې د مجاهدينو ليري کول يو ناممکن کاردي
سرچينه :ارګومنت نيدلي
مسکواو کابل دمخدره توکو سره دمبارزې دهمکاريو موافقه لاسليک کړه
په ماسكو كې به د بهر اوسېدونكو افغاني ټولنو نړيوال كانگرس جوړ شي
د روسيې ولسمشر د ماسكو له جامع جومات نه كتنه وكړه
ماسكو او واشنگټن د (( افغاني مسئلې )) په اړه همكارۍ ته پراختيا وركوي
افغانستان او روسيه د خپلو پارلمانونو ترمنځ اړيكي ټينگوي
مېدوېدېف : روسيه په افغانستان كې د اغېزمن سياسي سېستم پلوۍ ده
افغانستان په اټومي محاصره کې
پاكستاني پوځي څارگرۍ اى اېس اى واشنگټن ته (( ځان وښود ))
د ماسكو كنفرانس گډونوالو له ېفگېني پريماكوف سره وكتل
امريكايي پلان په كابل كې وارخطايي راپيدا كړه
روسيه به له افغانستان سره مرستو ته دوام وركړي
  مقالې/
پاكستاني پوځي څارگرۍ اى اېس اى واشنگټن ته (( ځان وښود ))
/10.5.2009
     چاپي بڼه پاكستاني پوځي څارگرۍ اى اېس اى واشنگټن ته (( ځان وښود ))
اندرى سېرېنكه
شونی ده چی د مقالو د لیکوالانو نظرات د "فارسی.رو" سایت اند سره په تکر کی وی.

د ځينو افغان كارپوهانو له ليده اوسمهال په پاكستان كې د پوځي كودتاه احتمال ډېر دى . لكه څنگه چې څه موده مخكې څرگنده شوه د پاكستان د پوځي څارگرۍ ( اى اېس اى ) مشر شجاع پادشاه ونه غوښتل چې په پاكستان او افغانستان كې د امريكا د متحده ايالاتو له ځانگړي استازي ريچارد هالبروك او امريكايي جنرال مايك مولېن سره وگوري .

لږه موده وروسته د پاكستاني پوځي څارگرۍ مشر په اسلام اباد كې د لويې برتانيا له استازي سره وكتل .

د كارپوهانو له نظره په پاكستان كې د ټولنيزې-سياسي وضعې د سختېدو په پام كې لرلو سره ، د واشنگټن او لندن له جگپوړو استازو نه د پاكستان د ځانگړو چوپړونو ( چې د پاكستاني دولت (( زړى )) دى ) د مشرۍ دا ډول ځان گوښه كول ددې شاهدي وركوي چې په سيمه كې د امريكا د متحده ايالاتو او لويې برتانيا له پلانونو نه د پاكستان لوړه پوځي مشري په جدي توگه ناراضي ده .

په دې تړاو ځينې افغان كارپوهان وايي چې شونې ده چې په راتلونكې لنډ مهال كې په پاكستان كې بېړنى پوځي حالت اعلان شي . په دغه هېواد كې له كورنۍ پېچلې سياسي وضعې سره سره اسلام اباد د پخوا په شان په افغانستان كې پر سياسي پروسې باندې خپل اغېز ته دوام وركوي او د ځينو هغو افغان سياستوالو ملاتړ كوي چې د افغانستان د ولسمشرۍ د څوكۍادعا لري . يو شمېر كارپوهان دا هم وايي چې كېداى شي په پاكستان كې پوځي كودتاه ترسره شي او په اسلام اباد كې پوځيان واك ته ورسيږي ، چې دا د پاكستان لپاره له سياسي بحران نه د وتو (( عادي لاره )) ده .

اړينه ده وويل شي چې د جنرال پادشاه دېمارش وروسته له هغه نه وشو ، كله چې د پاكستان د باندينيو چارو وزير شاه محمود قريشي له يوه ځايي ټلوېزيوني چينل سره مركه وكړه . د پاكستان د باندينيو چارو وزير د اپرېل په شلمه پخپله مركه كې څرگنده كړه چې پاكستاني چارواكي غواړي د هېواد د ځانگړو چوپړونو اى اېس اى په جوړښت كې (( كادري پاكونه )) وكړي . پاكستاني وزير قريشي وويل چې د پاكستانۍ پوځي څارگرۍ په اپارات كې دغه پاكونه يوه اړوتي ځانگړنه لري . ددې په څنگ كې قريشي د اى اېس اى كار او كارندتيا مثبته وارزوله . دده په وينا دغه سازمان د نورو ټولو پاكستاني ادارو په پرتله له ترهگرۍ سره په مبارزه كې ډېر كار كړى دى : (( دغو ځانگړو چوپړونو په دې وروستيو څو كلونو كې د القاعدې او طالبانو څه د پاسه ۷۰۰ افراط غوښتونكي له منځه وړي دي )) .

خو څه موده وړاندې د مارچ په ۱۹ د افغانستان د ملي امنيت ادارې يوه داسې اعلاميه خپره كړه چې په هغې كې ويل شوي چې د ۲۰۰۹ ز كال د فبرورۍ په مياشت كې په كابل كې پر حكومتي ودانيو باندې د طالبانو په بريد كې پاكستاني لاس شتون درلود . د افغان څارگرۍ د مالوماتو له مخې په افغان پلازمېنه كې د ځينو وزارتونو او ادارو پر ودانيو باندې د وسله والو جنگياليو په بريد كې پاكستاني څارگرۍ اى اېس اى لاس درلود . په دې وروستيو كې له اسلام اباد نه د امريكا د متحده ايالاتو او ناټو لويې غوښتنې د افغانستان او پاكستان په سرحدي سيمو كې له طالب افراط غوښتونكو سره د اى اېس اى د اوپراتيفي ټولگيو له خوا د ملاتړ او مرستو بندول وو .

كېداى شي داسې وويل شي چې د بارك اوباما له ځاني استازي او برتانوي ديپلومات نه د پاكستان د پوځي څارگرۍ د مشر جنرال شجاع پادشاه ځان گوښه كول د واشنگټن په وړاندې د پاكستان د پوځي ادارې له خوا د پروټسټ يوه بڼه او ځانگړى خبردارى دى ، ځكه چې دې ته اړايستل شوى چې په اى اېس اى كې پاكونې وكړي او ددغه خبرداري سختوالى اړينه نه ده بې ارزښته وگڼل شي .
فارسی.رو
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--