English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
افغانی جهاد د پاکستانی جنرال میراث دی
په مسکو کی د افغانستان په باره کی بین المللی سیمینار جوړ شو
"روسان افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړوي"
افغان حکومت طالبانو ته د نوي دفتر وړانديز وکړ
د ټولو افغانانو لپاره د کابل جان ټولنیزې شبکې تاسیس
کرزی اوباما په دروهنه تورنوی
ایا امریکا به له تروریزم سره مبارزی ته د پاکستان په خاوره کی دوام ورکړی؟
په افغانستان کی د چارو وضعه د خوشبینی وړ نده
په روسيه کې د عيسوۍ شوې افغانې نجلۍ په باب
امريكا هيله لري چي تاجكستان به له افغانستان څخه د پوځونو په وتلو كي فعاله ونډه واخلي
افغانستان او اذربایجان د سفارتونو د پرانیستلو په هکله موافقه کړی ده
زیات شمیر پناه وړونکی چی تاجکستان ته راغلی د افغانستان اوسیدونکی دی
طالبان دې د نېمروز بریدونو په اړه دریځ روښانه کړي
فراه کې ۱۲ پوليس او قومندان يې طالبانو ته اووښتي
سر له نن به ځانګړي او د شپې عمليات افغان ځواکونه کوي
د امريکا سفير د عملياتو پر افغاني کېدو خوښي وښوده
روسيې له ډبليو ايف پي سره د ٤١ کاماز ډوله موټرو مرسته وکړه
ندهار کې ٥٠ ټنه تر وخت تېر درمل له منځه يوړل شول
عطامحمد د سولې پروسې مشروط ملاتړ وکړ، خو فهيم دا اړتيا وبلله
جنرال الن: د افغان او نړيوالو ځواکونو اړيکې پياوړې دي
ده کابل نه پنجوايي ته پر تللي پلاوي وسلوال بريد شوى
کيميرون: د کندهاره پېښه بده او اغيز لرونکې ده
زلمی رسول د سولې پر سر خبرو لپاره قطر ته ځي
د سپین بولدک چاودنې څلور افغان مسافر ووژل
ملي امنیت وايي د یوه سیاسي ګوند د مشر د وژنې طراحان یې نیولي
امریکايي پوځيانو ته په قرآن سوځونې سزا ورکول کېږي
'په تېرو څو کالو کې له افغانستانه نژدې پنځه میلیارد ډالر ایستل شوي'
د هلمند په یوه کور کې چاودنې اووه کسه ووژل
کرزی: احساسات مو وښودل، نور ارامي په کار ده
د شوروی اتحاد له خوا په ننګرهار کی جوړشوی کانال د ورانیدو په حال کی دی
  مقالې/
افغانستان په اټومي محاصره کې
/31.5.2009
     چاپي بڼه افغانستان په اټومي محاصره کې
ضيا الحق ساپى
شونی ده چی د مقالو دلیکوالانو نظرات د "فارسی.رو" سایت اند سره په تکر کی وی.

افغانستان زما له پاره پاک او سپېڅلى نوم دى ، تل يې له لوړو او ژورو په ډک تاريخ وياړم او وياړېدلى يم . په هېواد او خپل تېر تاريخ باندې د وياړ احساس مې هغه وخت لا پياوړى او د غرور سر مې د قطب منار په شان لوړ شي چې زه کله زاړه ډهلي ته لاړشم او د افغاني شاهانو د قدرت او عظمت نښې ووينم . مګر هېره دې نه وي چې زما دا د وياړ احساس يو بل ځوروونکى احساس بدرګه کوي ، دا ځوروونکى احساس زموږ له اوسنۍ بې وسۍ او ناچارۍ څخه خړوبېږي . بې وسي خو لا څه کوې ، چې اوس خو لا څوک زموږ هويت هم نه مني . د پردو څخه خو ګيله نشته ، خو د افسوس خبره خو دا ده چې ځينې پردي پالي افغانان د افغانيت او افغانستان سره هم مخالف دي .

له ستر يما نه تر لوى احمدشاه پورې دغه هېواد د سيمې د ځواک ، پوهې او فرهنګ زانګو اوهمدارنګه د ډېرو فرهنګونو د تقاطع حيثيت درلود . که څه هم کله نا کله د زبرځواکو تر يرغل لاندې راغلى ، خو هر وخت د دغه هېواد خپلواکۍ غوښتونکو خلکو له خپل هېواد نه په افغاني غرور او اسلامي احساساتو دفاع کړې ده . چې په دې توګه خلکو خپله هېوادنۍ دنده او اېماني مسوليت په ښه توګه تر سره کړى دى . خو په خواشينۍ سره بايد ووايم هغه مسوليت چې واکمنانو د خپلو خلکو او هېواد په وړاندې درلود ، نه يوازې دا چې تر سره يې نه کړ ، بلکې مظلوم ولس او هېواد ته يې لا نورې ستونزې هم وزيږولې . په دې هېواد کې داسې کسان هم واک ته ورسېدل چې افغانان يې د نوم په اخيستلو هم شرمېږي . د بېلګې په توګه د شاه شجاع او ببرک کارمل نومونه يادولى شو .

روسانو او انګرېزانو دا هېواد د نا اهله واکمنانو په مرسته ټوټې ټوټې کړ . چا ترېنه پنجده او واخان او چا ترې پېښور او بلوچستان بېل کړل .

نولسمه پېړۍ په همدې اړ او دوړ پاى ته ورسېده ، خو په شلمه پېړۍ کې هم د افغانانو نولس ، شل نه شول . د يوې بلې بلا سره مخ شول ، چې د دې بلا پر سر د کمونېزم تاج و . که څه هم افغاني ټولنه يوه ځانګړې دوديزه ټولنه وه ، د کمونيزم په مانا او مفهوم ډېرى خلک نه پوهېدل او نه هم دغه هېواد د کمونستي مفکورو د پلي کولو له پاره وړ بستر درلود خو بيا هم د نا پوهو واکمنو او پردي پالو په لاس دغه هېواد د کمونېزم او امپريالېزم د مبارزې مرکز وګرزېد . افغانانو د تل په څېر خپله اسلامي او افغاني دنده ښه تر سره کړه او خپل مقدس جهاد يې د برياليتوب تر کچې ورساوه ، خو بيا هم نا اهله لډرانو ( ليډرانو ) خپله دنده پر ځاى نه شواى کړاى او دا هېواد يې د سيمه ييزو ځواکونو او مذهبي ډلو د مبارزې مرکز وګرزاوه . د اېران افراطي شيعه اېزم ، د سعودي وهابېزم او د پاکستان پراختيا غوښتنې په اور کې يې افغانان وسوزول .

دا لړۍ روانه وه ، چې پاکستان نوې لوبه د نوي او مقدس نامه لاندې پيل کړه او د پنځمې سوبې د جوړولو خوبونه يې ليدل . چې د دوى دا خوب تر يوه حده رښتيا هم شو، خو پاى يې ونه موند . ځکه د دوى دا خوب د٢٠٠١ کال د سپټمبر يوولسمې پېښې سرچپه تعبير کړ . دغې پېښې د نړيوالو پام د افغانانو ستونزو ته وګرزاوه . خو د نړيوالو دغې پاملرنې او سخاوتمندانه مرستو د افغانستان ستونزې اوارې نه شواى کړى . چې د دې يو عمده لامل د نا اهله واکمنو د ناپوهۍ او د بل د غلامۍ پايله ده . په هر حال ، د افغانستان ټولو واکمنو افغانستان د خپل ځان او همغې ورځې له پاره غوښتى او تل په دې فکر کې وو ، چې څنګه خپل ځان او خپله کورنۍ په واک کې وساتي . هېڅکله يې د افغانستان په راتلونکي او د افغانانو په برخليک سوچ نه دى کړى . چې زما د دې ادعا ښه ثبوت ، د افغانستان اوسنۍ اټومي محاصره ده . که چېرې دوى د افغانستان او افغانانو د راتلونکي له پاره فکر کړى واى . تدبير يې نيولى واى ، نو نن به افغانان نه يوازې دا چې د اقتصادي او امنيتي ستونزو سره مخامخ نه واى بلکې د افغانستان د ستراتيژيک موقعيت په پام کې نيولو سره به اوس افغانستان د سيمې د سردار هېواد په توګه خپل عمده او اساسي رول درلوداى . د افغانستان واکمنو ، تل افغانانو ته دروغ ويلي دي او د افغانانو د خوشباورۍ او ښه نيت نه يې ناوړه ګټه اخيستې ده او تل يې ولس په تشو لاپو غولولى دى . په هر صورت دا ټولې ستونزې به ومنو ، خو د دې يوې ستونزې حل ، په افغاني غرور ماته ناشونى ښکاري . چې هغه اوس د افغانستان اټومي محاصره ده . د نړۍ اوسنيو حالاتو دا ثابته کړې ده چې د اټومي ځواک لرونکي هېوادونه د نورو د تجاوز نه په امان دي او ځانونه د نړۍ په کچه د يوه قوت په توګه راڅرګندوي او غواړي چې د ضعيفو هېوادونو د برخليک په ټاکلو کې مهم رول ولوبوي . د ساري په توګه کله چې په ٢٠٠٨ کال د نومبر په ٢٦ پاکستاني ترورېستانو د هندوستان ممبيي ښار تر تروريستي بريد لاندې ونيو ، نو په دې وخت کې د هندوستان د خلکو او حکومت غوسه تر دې حده پورې وه چې هره شېبه د دې شونتيا وه چې هندوستان په پاکستان نظامي بريد وکړي ، خو يوازينى شى چې هندوستان يې له دې بريد نه راوګرزاوه ، هغه د پاکستان اتومي ځواک و . دا مې د يوه ساري په توګه يادونه وکړه .

نن چې موږ په کوم هېواد کې اوسېږو او يا د کوم هېواد په اړه خبرې کوو ، هغه افغانستان دى او که چېرې حالات په همدې ډول روان وي نو په نږدې راتلونکي کې به افغانستان په پوره توګه په يوه اټومي محاصره کې راګير شي . زموږ ختيځ ، جنوب او جنوب لوېديځ ته د پاکستان په نامه يو نا خلفه او بې ثباته هېواد پروت دى ، چې د دې هېواد ټول واک په اټومي وسله سنبال او بې سره فوځ سره دى. په شمال شرق کې مو چين دى چې د نړى تر ټولو لوى نظامي ځواک او اتومي قدرت لري . په شمال کې مو تاجکستان هېواد پروت دى چې د افغانستان سره په پوله کې يې روسي ځواکونه د مخدره توکو د مخنيوي په نامه پراته دي . چې روسيه هم د سيمې او نړۍ يو پېژندل شوى اټومي ځواک دى چې ٢٨٠٠ ښکاره اټومي سرګلولې لري . او داسې ويل کېږي چې ترکمنستان او قزاقستان هم د اټومي وسلې د لاسته راوړلو له پاره هلې ځلې کوي . په همدې توګه په لوېديځ کې مو اېران ( د افغانستان تلپاتې دښمن ) پروت دى ، چې د اېران د اټومي وسلې د ترلاسه کولو خبره خو اوس ټولو نړيواالو ته د لمر په شان څرګنده ده . د دې ټولو ځواکمنو هېوادونو په منځ کې په خېټه وږى ، بې وسلې ، د پرديو په مرسته ولاړ ، خوار او بېوزلى افغانستان پروت دى . نو اوس تاسې ووايئ چې اوس افغانستان د اټومي ځواکونو په محاصره کې دى او که نه ؟

ايا زمونږه واکمن د دغې خطرناکې محاصرې له پاره کوم تدبير لري او کنه ؟

ايا د اټومي ځواک سره مبارزه په افغاني غرور شونې ده ؟

زه په زغرده ويلى شم چې د دې پوښتنو ، ځوابونه منفي دي .

او بله دا چې ، که نن د اېران او امريکې متحده ايالاتو اړيکې سمې شي . نو روښانه خبره ده چې د امريکې له پاره به اېران نسبت افغانستان ته لومړيتوب ولري بيا به نو د افغانستان برخليک په تهران کې ټاکل کېږي ، او يا هم د افغانستان نه نړيوال ځواکونه ووزي نو بيا به افغانستان د نولسمې پېړۍ په شان دا ځل د اېران ، پاکستان او سعودي عربستان د مبارزې مرکز وي . د دې ستونزې نه د وتلو له پاره د لاندينيو حل لارو وړانديز کوم .

لومړى تر ټولو اسانه او ارزانه لاره د افغانستان اوسنيو تړونونو ته پراختيا ورکول دي . هغه تړونونه چې افغانستان يې د امريکې د متحده ايالاتو ، انګلستان او ناټو سره لري . دغه تړونونه بايد د ستراتيژيکې ملګرتيا تر کچې پورې ورسول شي .

که څه هم د پورته ذکر شوو هېوادونو د پخوانيو تړونونو زياتره برخې په تياره کې پاتې دي . خوپه دې تړون کې چې څه ښکاره دي ، هغه داچې دغه ډول تړونونه تر ډېره د لويو قدرتونو په ګټې پورې تړلي وي . تر هغې پورې چې د دوى ګټې په کې خوندي وي نو نوموړي تړونونه د اجرا وړ وي خو کله چې د دوى ګټې تامين نه شي کړى ، بيا نو فسخه کول يې هم د دوى په لاس کې دي .

٢ــ د نړۍ په کچه د غير اټومي هېوادونو تر منځ د يوه سازمان جوړول دي . څرنګه چې افغانستان د دويمې نړيوالې جګړې په درشل کې د ناپېيلو هېوادونو سازمان موسس او غړى و او د همدې غړيتوب له برکته ، افغانستان د جګړې له ناوړه پايلو څخه په امان پاتې شو ، نو اوس هم د غيراتومي هېوادونو تر منځ د يوه نظامي سازمان جوړېدلو ته اړتيا ليدل کېږي . داسې يو سازمان چې د ناټو په څېر د يوې ګډې موخې له پاره د غړو هېوادونو له ګټو څخه د اټومي ګواښ سره د مخ کېدو په مهال په ګډه سره دفاع وکړي . لکه څرنګه چې د ناټو نظامي سازمان وکولى شواى ، چې لوېديځه اروپا د کمونيزم له خطر څخه وساتي . که څه هم په يو ويشتمه پېړۍ کې عامه افکار د نظامي سازمانو سره موافق نه دي ، ځينې څېړونکي خو د يوه نړيوال سازماني دولت د رامنځته کېدو سوچونه وهي او ځينې د ملګرو ملتو د اوسني سازمان د امنيت د شورى پراختيا غواړي او يا خو د ملګرو ملتو د مجمع د واکونو پراختيا غواړي ، زما په اند يوازې دا به هم ستونزه حل نه شي کړى ، ځکه که د ملګرو ملتو د امنيت شورى پراخه هم شي خو نوي غړي به يې بيا هم ، اتومي ځواکونه او يا لوى نظامي زبرځواکونه وي ، چې وړو او بېوزلو هېوادونو ته به يې ګټه ونه رسېږي . که څه هم اوس په نړۍ کې د ملګرو ملتونو نړيوال سازمان شتون لري او د نړۍ د سولې او امنيت لويه او درنده دنده يې په غاړه ده ، خو بيا يې هم په نړۍ کې سوله او امنيت تامين نه شواى کړى ، په عراق باندې د امريکې يرغل ، په لبنان باندې د اسراييلو يرغل او په جورجيا باندې د روسيې يرغل هغه نړيوالې بېلګې دي چې ملګرو ملتونو ونه شواى کړى ، چې د داسې ناخوالو مخه ونيسي .

نو د پورته بېلګو په پام کې نيولو سره دا ويلى شو چې د نړۍ غير اټومي هېوادونه او د نظامي پلوه ضعيف هېوادونه په يو ويشتمه پېړۍ کې د لوى خطر ( دولتي ټرورېزم ) سره مخامخ دي . ځينې څېړونکي دغه خطر ټرورېزم بولي ، خو تر انفرادي او ډله ييز ټرورېزم څخه دولتي ټرورېزم د سولې او امنيت له پاره ډېر خطرناک دى .

د دولتي ټرورېزم سره مبارزه د ضعيفو هېوادو له پاره په يوازې سر ناشونى کار دى ، که د بېلګې په توګه افغانستان ځواک د سيمې د هېوادو له ځواکونو سره پرتله کړو ، نو د موضوع د روښانتيا په برخه کې به زموږ سره مرسته وکړي . په دې وروستيو کې د افغانستان حکومت په سيمه کې د ځواک د توازن د رامنځته کېدو له پاره د خپل نظامي ځواک د زياتولو ادعا کوي او د نړيوالو نه د مرستې غوښتنه کوي . او هيله لري چې د افغانستان فوځي ځواک څلور سوه زرو کسانو ته ورسوي . جالبه خو دا ده چې زمونږه حکومت ته د سيمې د هېوادونو فوځي قوت نه دى معلوم . يوازې پاکستان اوه سوه زره فوځ ، څلور سوه زره ملېشه او په کشمير او صوبه سرحد کې په سلګونو زره تر غاښو پورې مسلح بنسټ پالي ځواکونه لري . اېران ، چين او روسيه خو لا په ځاى پرېږده . نو دا څنګه کېدى شي چې په څلور لکه کسانو باندې دې په سيمه کې نظامي انډول برابر شي . په داسې حال کې چې ټول ګاونډي هېوادونه مو هم د کيفيت او هم کميت له مخې زموږ سره ډېر واټن لري او تر ډېره په ځان بسيا دي . په داسې حال کې چې زموږ دا اوسنۍ اويا زريزه تش په نامه ملي اردو ته د بوټانو بندونه هم د بهرنيانو په مرسته رانيول کېږي .

هو هرو مرو يوه نظامي اتحاد ته اړتيا ليدل کېږي.

د دغه اتحاد د رامنځته کېدو له پاره بايد افغانستان سرلارى شي ، ځکه چې تر هر بل هېواد زيات افغانستان له دې خطر سره زيات مخ دى او په اټومي محاصره کې راګير او د ناړامه هېوادونو په ګاونډ کې پروت دى . خو دا سازمان جوړونه يو اسانه کار هم نه دى . هرو مرو به د نړۍ زبر ځواک هېوادونه د دې د جوړېدو په وړاندې خنډونه رامنځته کړي او که جوړ هم شي خو د نړې زبرځواک هېوادونه به يې په خپله ګټه د استعمالولو هڅه وکړي . نو په دې اساس ويلى شو ، چې د دې سازمان جوړول او اداره کول ځواکمن مديريت او پياوړي عزم ته اړتيا لري . له ټولو مخالفتونو سره سره به دا سازمان ډېر زيات پلويان هم ولري . جنوبي کوريا ، جاپان ، د منځني ختيځ عربي هېوادونه او ډېرى افريقايي هېوادونه به د دې سازمان د غړيتوب له پاره لېواله وي .خو د دغې ادعا پورته کول ، پر مخ وړل او بالاخره په کرسۍ کېنول يوې قوي ، پاکې او متحدې ډېپلوماسۍ ته اړتيا لري . خو په افسوس سره بايد ووايو چې مونږه اوس دغسې يوه پياوړې او هېواد ته وفاداره د ډېپلوماسۍ دستګاه نه لرو . دا کار په ډي ډي ار شوو جنګسالارانو او په ناکامه شوو وزيرانو ناشونې ده .

دا سازمان بايد دوې موخې ولري ، لومړى ، د نړۍ په کچه د اتومي بې وسلې کولو او د اټومي وسلې د پراختيا مخنيوى دويم ، د اټومي ځواکونو سره د مخامخ کېدو په صورت کې د غړو هېوادونو د ګټو نه په ګډه سره دفاع .

که څه هم لومړى هدف د ملګرو ملتو اټومي شورى تعقيبوي ، خو د ملګرو ملتو اټومي شورى د ځينو هېوادونو له پاره د منلو وړ نه ده ، او د لويو ځواکونو د جاسوسي ادارې په سترګه ورته ګوري ، (ايران ) .

٣ـ تر ټولو د غرور نه ډکه او د افغاني شان سره برابره لار دا ده چې افغانستان بايد د راکيټي دفاعي سيستم لاسته راوړي . چې دا هم د افغانستان د سولې غوښتنې څېرې سره برابر دى او هم د افغان شان سره . خو په افسوس او ډېر افسوس سره به ووايم چې زما دا خوب به زما د ژوند تر پايه پورې يو خوب او خيال پاتې شي ، ځکه چې موږ د دې کار نه اقتصادي ځواک لرو او نه علمي وړتيا . کاشکي ! چې وکولى شو چې ژر تر ژره يې لاسته راوړو .

نو اوس تاسې ووايئ چې افغانستان د اټومي محاصرې نه د ژغورنې له پاره بله لاره لري او کنه ؟
فارسی.رو
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--