English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
په مسکو کې د افغانستان د عکسونو نندارتون
ناټو منځنۍ اسيا “بشپړه نيسي”
د نفاق پاكستان
د روسيې افغاني كوكنار ورسېدل
هند او پاكستان هڅه كوي چې سره پوخلا شي
په روسيه کې يوه افغاني پوه د ډاکټرۍ تزسس دفاع كړ
جرمني د خپل ځان پر وړاندې جګړه اعلان كړه
انقلابي ځايناستي توب
په كابل كې د روسي ژبې او ادبياتو د څانګې د بكلوريا فارغينو په وياړ جشني غونډه وشوه
امريكايي اجيرانو د پاكستان له قوانينو څخه سرغړونه وكړه
امریکا قندهار له طالبانو پاکوی
امریکا د دوو جگړو توان نه لری
دروسیی – افغانستان کاری شورا د افغانستان د بیا رغونی په هکله د مسکو له وړاندیز نه هرکلی کری
په روسيه كې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې د موسسانوغونډه جوړه شوه
له ناتو پرته به د افغانستان راتلونکی څنگه وی؟
د هرات په ولایت کی د امریکا د جنرال قونسگری ودانی په توغندیو ویشتل شوی ده
په خوست کی در پاکستان د استخباراتو اجنت نیول شوی دی
شيرحسن: دحامد کرزي په نوی حکومت کې د مجاهدينو ليري کول يو ناممکن کاردي
سرچينه :ارګومنت نيدلي
مسکواو کابل دمخدره توکو سره دمبارزې دهمکاريو موافقه لاسليک کړه
په ماسكو كې به د بهر اوسېدونكو افغاني ټولنو نړيوال كانگرس جوړ شي
د روسيې ولسمشر د ماسكو له جامع جومات نه كتنه وكړه
ماسكو او واشنگټن د (( افغاني مسئلې )) په اړه همكارۍ ته پراختيا وركوي
افغانستان او روسيه د خپلو پارلمانونو ترمنځ اړيكي ټينگوي
مېدوېدېف : روسيه په افغانستان كې د اغېزمن سياسي سېستم پلوۍ ده
افغانستان په اټومي محاصره کې
پاكستاني پوځي څارگرۍ اى اېس اى واشنگټن ته (( ځان وښود ))
د ماسكو كنفرانس گډونوالو له ېفگېني پريماكوف سره وكتل
امريكايي پلان په كابل كې وارخطايي راپيدا كړه
روسيه به له افغانستان سره مرستو ته دوام وركړي
  لومړی مخ/
مېدوېدېف : روسيه په افغانستان كې د اغېزمن سياسي سېستم پلوۍ ده
/17.6.2009
     چاپي بڼه مېدوېدېف : روسيه په افغانستان كې د اغېزمن سياسي سېستم پلوۍ ده

د روسيې د فدراسيون ولسمشر دميتري مېدوېدېف د افغانستان له ولسمشر حامد كرزي سره د لېدنې كتنې پر مهال وويل ، چې روسيه په افغانستان كې د عصري او اغېزمن سياسي سېستم د جوړېدو پلوۍ ده . نوموړي وويل : (( موږ به ټول هغه څه ، چې په موږ پورې اړه لري ، ترسره كړو چې افغانستان وكولاى شي خپل عصري او اغېزمن سياسي سېستم او په راتلونكې كې د سمسورتيا په لور تلونكي دولت په توگه وده وكړي )) .

د روسيې دولتي ټلويزيون د غونډې د گډونوالو د نارسمي لېدنې كتنې ځينې برخې وښودې . د روسيې ، چين او قزاقستان مشران ، مېدوېديف ، خوځزين تاو او نظربايف په مخكې ، د اوزبكستان ، تاجكستان او قرغزستان مشران د دوى له شا او حامد كرزى د دوى په منځ كې په دويم كتار كې روان ول ، چې له خپل تاجكي سيال سره يې كارنده خبرې كولې . نور گډونوال له هغه شمېر نه د پاكستان ولسمشر زرداري له كرزي نه ترشا په درېيم كتار كې روان وو .

د افغانستان او روسيې د ولسمشرانو ترمنځ خبرې اترې د روسيې د ايكاتېرينبورگ په ښار كې د شانگهاى د همكارۍ سازمان د غونډې په اډانه كې ترسره شوې .

د روسيې ولسمشر د خبرو پر مهال د ټوليزو گواښونو يادونه وكړه او په دې تړاو يې د هېوادو ترمنځ د دايمي سلا مشورو اهميت په ځانگړي ډول ياد كړ .

د افغانستان ولسمشر په خپل وار د روسيې د فدراسيون له ولسمشر نه په وروستيو اوو كلونو كې كې له افغانستان سره د مرستې په خاطر مننه وكړه . په تېره بيا هغه له ترهگرۍ سره په مبارزه كې د روسيې له مرستې نه ځانگړې مننه څرگنده كړه . د دغو دوو هېوادو مشرانو همدا راز د دوه اړخيزو اړېكو پر مسئلو ، په اقتصادي او بشري برخو كې د همكارۍ د كچې په اړه خبرې وكړي .

د روسيې د ولسمشر په توگه د دميتري مېدوېديف له ټاكل كېدو نه راهيسې دا ددغو دوو ولسمشرانو دويمه ليدنه كتنه ده ، چې ترسره كيږي . د دوو هېوادو د مشرانو لومړنۍ ليدنه كتنه پروسږ كال په دوشنبې كې ترسره شوه . هغه مهال د خبرو اترو په پايله كې داسې خبر وركړ شو ، چې د روسيې ولسمشر به افغانستان ته يو رسمي سفر وكړي .

سبا ته به د شانگهاى د همكارۍ سازمان په غونډه كې حامد كرزى خپله وينا واوروي . انتظار كيږي چې افغان ولسمشر به له خپل قرغزي سيال قربان بېك باقيېف سره هم ليدنه كتنه وكړي .

د روان كال د جون په ۱۵ د روسيې د ايكاتېرينبورگ په ښار كې ، د روسيې ، افغانستان او پاكستان د مشرانو دميتري مېدوېدېف ، حامد كرزي او اصف علي زرداري ترمنځ درې اړخيزې خبرې اترې ترسره شوې . بايد يادونه وكړو چې په روان كال كې دا ډول لېدنې كتنې په واشنگټن ، انقرې او تهران كې هم ترسره شوې .

مېدوېديف او زرداري د خبرو پر مهال د ترهگرۍ د مسئلو له مبارزې سره د ډله ييزو هلو ځلو پلوي څرگنده كړه . كرزي همدا راز د لوريو پام په اقتصادي او سوداگريزو برخو كې همكارۍ ته راواړاوه .
افغانستان.رو
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--