|
|
| خبرونه/ |
افغانستان او روسيه د خپلو پارلمانونو ترمنځ اړيكي ټينگوي
/4.7.2009
د افغانستان د پارلمان د مشرانو جرگې د مشر د مرستيال سيد حميد گيلاني په بلنه ، د روسيې د پارلمان د فدراسيون شورا د مشر مرستيال الكساندر تورشين په دې ورځو كې كابل ته تللى وو .
لكه څنگه چې د "افغانستان . رو" انټرنېټپاڼې ته خبر رارسېدلى ، د الكساندر تورشين د كابل سفر ، د روسيې د فدراسيون د دموگرافۍ ، مهاجرت او سيمه ييزې ودې د انستيتوت په كارنده مرستې سره چمتو شوى وو او د ۲۰۰۹ ز كال د مى د مياشتې په نيمايي كې په ماسكو كې د افغانستان او روسيې ترمنځ د اړيكو په اړه د ترسره شوې جرگې يوه قانونمنده پايله وه .
بايد يادونه وشي ، چې د روسيې په پلازمېنه كې ددغې جرگې ، چې د روسيې او افغانستان لويو سياستوالو پكې برخه اخيستې وه او د روسيې او افغانستان ترمنځ د ديپلوماتيكي اړيكو نويېمې كليزې ته ځانگړې شوې وه ، سمبالوونكى هم د دموگرافۍ ، مهاجرت او سيمه ييزې ودې انستيتوت وو .
د روسيې د فدراسيون شورا د مشر مرستيال الكساندر تورشين ، د افغانستان او روسيې د اړيكو په اړه جرگې د گډونوالو له لوري د شويو وړانديزونو ملاتړ وكړ ، د روسيې او افغانستان د پارلمانونو ترمنځ يې د ډيالوگ په وده كې په خپله برخه واخيسته .
الكساندر تورشين په كابل كې د مشرانو جرگې له مشر صبغت الله مجددي ، د ولسمشر له مرستيال كريم خليلي ، د ښوونې او روزنې له وزير فاروق وردك ، همدا راز له نشه يي توكو سره د مبارزې له وزير جنرال خدايداد او د كورنيو چارو د وزير له مرستيال داود سره ليدنې كتنې وكړې . د روسيې د پارلمان د مشرانو جرگې له مشرانو څخه د يوه مشر په وياړ ، د سيد حميد گيلاني له خوا د كابل په انتركانتينېنتال هوټل كې مېلمستيا جوړه شوه ، چې د افغانستان د پارلمان د ولسي جرگې سناتوران ، وكيلان او د ملي شورا كاركوونكي ورته رابلل شوي ول .
الكساندر تورشين په كابل كې له افغان سيالانو سره د ليدنو كتنو پر مهال ، د ۲۰۰۹ ز كال په مى كې په ماسكو كې د افغانستان او روسيې تر منځ د اړېكو په اړه جرگې ، د ښوونې او روزنې ، ددغو دوو هېوادو ترمنځ د اقتصادي او كولتوري همكارۍ په اړه مسـئلو باندې خبرې وكړي . روسي استازي او افغان وكيلانو همدا راز د كابل او ماسكو ترمنځ د پارلماني اړېكو د ټينگښت د ټولو مسئلو په اړه خبرې وكړې . د خبرو په ترڅ كې د نشه يي توكو د لېږد رالېږد مسئلې ته ځانگړى پام واړول شو .
الكساندر تورشين په كابل كې داسې وړانديز وكړ ، چې د ۲۰۰۹ ز كال په مني كې دې يو سيمه ييز پارلماني كنفرانس ترسره شي ، چې روسيه ، افغانستان ، د شانگهاى د همكارۍ سازمان غړي هېوادونه ، ايران ، پاكستان او هند پكې گډون ولري . د روسي سناتور له دغه وړانديز نه د افغان پارلمان غړو ملاتړ وكړ . بايد يادونه وكړو ، چې د افغانستان د مسئلې په اړه د پارلمانونو ترمنځ د گډ كنفرانس مفكوره د ۲۰۰۹ ز كال د اپرېل په مياشت كې د افغانستان د ولسي جرگې وكيل جميل كرزي وړاندې كړې وه . هغه مهال نوموړي په ماسكو كې د (( افغاني بحران او د ودې شونې سناريوگانې )) تر نامه لاندې نړيوال كنفرانس كې برخه اخيستې وه . دغه كنفرانس په روسيه كې د اوسني افغانستان د څېړنيز مركز له خوا جوړ شوى وو .
الكساندر تورشين همدا راز وړانديز وكړ ، چې د افغانستان د كليوالي وگړو په منځ كې د نالوستۍ د له منځه وړلو لپاره دې د افغانستان او روسيې ترمنځ يو گډ پروگرام جوړ شي . د روسي سناتور له ليده ، دغه پروگرام بايد د ښوونكو د شمېر ډېر زياتوالى ، د هغوى كيفي او مسلكي چمتووالى په پام كې ولري . د الكساندر تورشين له ليده ، دا به ډېره سمه وي ، چې د افغاني كليوالي ښوونځيو د ښوونكو د چمتووالي لپاره ، په كابل كې د پخواني شوروي اتحاد د پوهنې او كولتور په ودانۍ كې يو مركز جوړ شي . ددې لپاره اړينه ده چې لومړى دغه ودانۍ له سره ترميم او جوړه شي .
افغان استازو د روسي سناتور د وړانديز ملاتړ وكړ . له نشه يي توكو سره د مبارزې وزير جنرال خدايداد الكساندر تورشين ته دا خبر وركړ ، چې درې اوونۍ مخكې ټول پوډريان او بې كوره كسان ، په كابل كې د پخواني شوروي اتحاد د پوهنې او كولتور له ودانۍ نه د جنگلك فابرېكې ته لېږدول شوي دي . نوموړي ويلي ، ددې لپاره چې پوډريان هلته بيا ځاى پر ځاى نشي ، په دغه پرېښودل شوې ودانۍ به ساتندويان ودروي .
اړينه ده وويل شي ، چې د ۲۰۰۹ ز كال د مى په ۱۴ په ماسكو كې د روسيې او افغانستان ترمنځ د اړېكو په اړه د جرگې په پرېكړه ليك كې د روسيې د فدراسيون رسمي چارواكو ته وړانديز شوى ، چې په كابل كې د شوروي د وختونو د پوهنې او تخنيك ودانۍ بيا جوړه او هغه دې په افغانستان كې د روسيې د كولتوري او اقتصادي مركز په توگه كارنده كړي .
د افغانستان او روسيې د اړېكو د جرگې گډونوالو د روسيې د فدراسيون حكومت ته داسې وړانديز وكړ ، چې په روسيه كې په بېلابېلو څانگو كې د لوړو زده كړو په برخه كې د افغان زده كړيالو لپاره د بورسونو شمېر په كال كې له سلو څخه پېنځو سوو ته زيات كړي او د لسو كسو دوكتورا كانديدانو او دوكتورانو ته د زده كړيالۍ معاش حواله كړي .
همدا راز د جرگې گډونوالو د ولاديمير پوتين حكومت دې ته راوباله ، چې (( د لومړي نېك نيت په توگه )) د كندهار ، هرات ، ننگرهار او بلخ په ولايتونو كې يوه يوه لېسه پرانيزي (( ددغو لېسو كار فعال كړي ، ټول اړين وسايل يې سمبال كړي ، چې له هغه شمېر نه ښوونكي او استادان ، لابراتوارونه او كمپيوټري ټولگي هم دي . د روسيې او افغانستان د اړېكو د جرگې گډونوال د روسيې د فدراسيون حكومت ته دا وړانديز كوي ، چې (( په راتلونكې كې دې د ښوونې او روزنې دغه شبكه د شونتيا تر بريده د افغانستان نورو ولايتونو ته هم پراخه شي )) .
|
| افغانستان.رو |
|
|
|