English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
په مسکو کې د افغانستان د عکسونو نندارتون
ناټو منځنۍ اسيا “بشپړه نيسي”
د نفاق پاكستان
د روسيې افغاني كوكنار ورسېدل
هند او پاكستان هڅه كوي چې سره پوخلا شي
په روسيه کې يوه افغاني پوه د ډاکټرۍ تزسس دفاع كړ
جرمني د خپل ځان پر وړاندې جګړه اعلان كړه
انقلابي ځايناستي توب
په كابل كې د روسي ژبې او ادبياتو د څانګې د بكلوريا فارغينو په وياړ جشني غونډه وشوه
امريكايي اجيرانو د پاكستان له قوانينو څخه سرغړونه وكړه
امریکا قندهار له طالبانو پاکوی
امریکا د دوو جگړو توان نه لری
دروسیی – افغانستان کاری شورا د افغانستان د بیا رغونی په هکله د مسکو له وړاندیز نه هرکلی کری
په روسيه كې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې د موسسانوغونډه جوړه شوه
له ناتو پرته به د افغانستان راتلونکی څنگه وی؟
د هرات په ولایت کی د امریکا د جنرال قونسگری ودانی په توغندیو ویشتل شوی ده
په خوست کی در پاکستان د استخباراتو اجنت نیول شوی دی
شيرحسن: دحامد کرزي په نوی حکومت کې د مجاهدينو ليري کول يو ناممکن کاردي
سرچينه :ارګومنت نيدلي
مسکواو کابل دمخدره توکو سره دمبارزې دهمکاريو موافقه لاسليک کړه
په ماسكو كې به د بهر اوسېدونكو افغاني ټولنو نړيوال كانگرس جوړ شي
د روسيې ولسمشر د ماسكو له جامع جومات نه كتنه وكړه
ماسكو او واشنگټن د (( افغاني مسئلې )) په اړه همكارۍ ته پراختيا وركوي
افغانستان او روسيه د خپلو پارلمانونو ترمنځ اړيكي ټينگوي
مېدوېدېف : روسيه په افغانستان كې د اغېزمن سياسي سېستم پلوۍ ده
افغانستان په اټومي محاصره کې
پاكستاني پوځي څارگرۍ اى اېس اى واشنگټن ته (( ځان وښود ))
د ماسكو كنفرانس گډونوالو له ېفگېني پريماكوف سره وكتل
امريكايي پلان په كابل كې وارخطايي راپيدا كړه
روسيه به له افغانستان سره مرستو ته دوام وركړي
  لومړی مخ/
ماسكو او واشنگټن د (( افغاني مسئلې )) په اړه همكارۍ ته پراختيا وركوي
/8.7.2009
     چاپي بڼه ماسكو او واشنگټن د (( افغاني مسئلې )) په اړه همكارۍ ته پراختيا وركوي

د روسيې او امريكا متحده ايالاتو ولسمشر انو دميتري مېدوېدف او بارك اوباما ، د روسيې د خاورې له لارې افغانستان ته د وسلې ، پوځي تخنيك ، پوځي سامان الاتو او پرسونل د ترانزيټې لېږد په اړه د دوو حكومتونو ترمنځ موافقه لاسليك كړه . دغه موافقه پرون ماښام په ماسكو كې د دوو هېوادو د مشرانو د خبرو اترو په پاى كې لاسليك شوه .

د خبرو اترو په پايله كې د دواړو لوريو ترمنځ د افغانستان د وضعې په اړه يوه گډه اعلاميه چمتو شوه ، چې موږ يې بشپړ متن دلته راوړو :

موږ په داسې حال كې چې په افغانستان كې د دوام لرونكې لانجې په تړاو اندېښنه څرگندوو او په دغه هېواد كې د ټيكاو د راوستلو او هلته د ديموكراسۍ د پروسې او اقتصادي پرمختگ په برخه كې د نړيوالې ټولنې د هلو ځلو د اهميت يادونه كوو ، د ترهگرۍ له گواښ ، وسله وال افراطيت او په افغانستان كې د نشه يي توكو له ناقانونه دوران سره معاصرې مبارزې ته خپله وفاداري ښيو . موږ به د ډېرو مهمو ټولنيزو-اقتصادي ، د وگړو د ژوند د كچې د لوړوالي او د هغوى د امنيت د سمبالتيا د دندو په برخو كې د افغانستان د حكومت په گټه او د هغه د شونتياوو د پراختيا لپاره خپلې همكارۍ ته دوام او پراختيا وركړو .

موږ له ترهگرۍ سره د مبارزې په برخه كې د روسيې او امريكا د كاري ډلې په اډانه كې خپل كلك هوډ او پوتنسيال تاييدوو او نيت لرو ، چې په افغانستان كې د ټيكاو په ټولو لوريو كې د گډ كار د ترسره كولو او سمولو په برخه كې دغه ميكانيزم په كارنده توگه په كار واچوو .

موږ چمتو يو چې د افغان ملي اردو او پوليسو د پوتنسيال د ودې او پياوړتيا لپاره ، همدا راز د نشه يي توكو پرضد كار لپاره د ځانگړو كادرونو په روزنه كې د افغانستان د اسلامي جمهوريت له حكومت سره خپلو مرستو ته پراختيا وركړو . په دې برخه كې موږ چمتو يو چې په راتلونكې كې د روسيې او ناټو د گډې شورا تر مشرۍ لاندې د نشه يي توكو پرضد پلان ، په دامودېدووا كې د نړيوال مركز په كارونې سره ، همدا راز په افغاني لوري كې د اروپا د امنيت او همكارۍ سازمان په گډون او په مادريد كې د ياد شوي سازمان د باندينيو چارو د وزيرانو له خوا د ۰۷| ۴ شمېرې شوې پرېكړې په كارونې سره پلى كړو . موږ په داسې حال كې چې د ملگرو ملتو سازمان د امنيت شورا ۱۳۸۶ شمېره پرېكړه ليك او پر هغه نور زياتېدونكي لاسوندونه پلي كوو ، نيت لرو چې په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو د ضرورتونو د لري كولو لپاره ، د روسيې د فدراسيون د خاورې له لارې هغوى ته ترانزيټي لاره سمبال كړو ، چې وكولاى شي نوموړو ځواكونو ته پرې وسايل او سامان الات ورسول شي او په افغانستان كې د ټيكاو د راوستلو په كار كې د نورو دولتونو د گډون هركلى او كلك ملاتړ كوو.

موږ دا مهمه گڼو چې د نشه يي توكو له لېږد رالېږد سره مبارزه هم د افغانستان په دننه او هم له هغه نه بهر كارنده شي ، له هغه شمېر نه ددغه هېواد د بزگرانو د ژوند لپاره د بديلې سرچينې د پيدا كولو له لارې د نشه يي توكو د كاروبار د بندښت او د ملگرو ملتو سازمان د امنيت شورا د ۱۸۱۷ شمېرې پرېكړه ليك سره سم يې مخنيوى وشي .

له نشه توكو ، فساد او همدا راز د سرحدي او نورو جنايتونو له ډولونو سره په مبارزه كې د افغانستان د حكومت د پوتنسيال د پياوړتيا لپاره موږ دا مهمه گڼو ، چې د فساد پر ضد د ملگرو ملتو سازمان د كنوانسيون د پلي كولو په لاره كې دغه هېواد وهڅول شي او د هلو ځلو ملاتړ يې وشي .

په راتلونكې كې په افغانستان كې له ترهگرۍ او نشه يي توكو له جنايت سره د مقابلې په لاره كې د روسيې د فدراسيون او امريكا متحده ايالاتو لپاره اړينه ده ، چې د پانگې د ناقانونه بهير د مخنيوي لپاره يو دوه اړخيز نوښت وكړي ، چې له هغه شمېر نه طالبان ، او په افغانستان كې د نشه يي توكو د لېږد رالېږد د مافيا مسئله هم ده . دغه نوښت به داسې يو تركيب ولري ، چې د نشه يي توكو له لېږد رالېږد او د هغه د ملاتړ كوونكو ډلو سره مبارزې ته ځانگړى وي .

موږ خپل چمتووالى ښيو چې د افغانستان د ترانسپورتي ، انرژۍ او صنعتي شبكې د بيا په پښو درولو په برخه كې مسئلې د روسيې او امريكا ترمنځ په گډه طرحه شي .

موږ دا مهمه گڼو چې په افغانستان كې د ولسمشرۍ او ولايتي ټاكنې سمې ، د هغوى د ترسره كېدو لپاره اړين شرايط او امنيت سمبال او داسې ترسره شي ، چې د ولس د باور وړ وي . دغه ټاكنې بايد ددغه هېواد د بيا رغولو په لاره كې د دموكراتيك او بسيا دولت په توگه يو مهم پړاو شي او ددغه هېواد د سياسي سېستم د ژوند قابليت وښيي . په دې تړاو موږ په افغانستان كې د ټاكنو د نړيوال ملاتړ هركلى كوو او له ټاكنو نه وروسته هغوى له افغانستان سره اضافي مرستې ته رابولو .

موږ د افغانستان د بيارغولو ، په پښو درېدو او په دغه هېواد كې د ټيكاو له مسئلو سره د سيمه ييز چلند پلويان يو ، چې د ملگرو ملتو د مهم رول ادا كول به پكې هرو مرو وي . په دې برخه كې به دواړه هېوادونه د ملگرو ملتو سازمان د امنيت شورا ، عمومي اسامبلې او د )) پاريس پروسې (( سره سم همكاري كوي . موږ همدا راز د روان كال د مارچ په ۲۷ په ماسكو كې د شانگهاى د همكارۍ سازمان تر مشرۍ لاندې د افغانستان په اړه د ځانگړي جوړ شوي كنفرانس او د روان كال د مارچ په ۳۱ په هاگ كې د افغانستان په اړه د نړيوال كنفرانس ، همدا راز په تريېست كې د افغانستان په اړه د لويې اته گونې هېوادو د باندينيو چارو وزيرانو لېدنه كتنه ډېر مهم گڼو .

موږ اړينه گڼو چې د افغانستان او پاكستان ترمنځ گډه همكاري كارنده شي او ددغو هېوادو په وړاندې د ترهگرۍ ، افراط غوښتنې او نشه يې توكو د لېږد رالېږد د گواښ پر وړاندې د دوى گډ كار پياوړي شي . موږ چمتو يو چې ددې ډول گډ كار د اغېز له لوړولو سره مرسته وكړو ، له هغه شمېر نه زموږ تر مشرۍ لاندې د افغانستان او پاكستان ترمنځ داسې غونډې ترسره شي ، لكه په اېكاتېرينبورگ او واشنگټن كې چې ترسره شوې . موږ د هغو بنديزونو ملاتړ كوو چې د ملگرو ملتو سازمان د امنيت شورا د ۱۲۶۷ شمېرې پرېكړه ليك سره سم د القاعدې او طالبانو پر وړاندې لگول شوي او د بنديزونو د رژيم د لا كلكوالي پلويان يو ، ددې موخې لپاره چې هغه څوك گوښه شي ، چې له هغوى نه نړيوالې سولې او امنيت ته گواښ پېښيږي .

موږ د افغانستان د اسلامي جمهوريت د حكومت له لوري د ټاكل شويو هلو ځلو ملاتړ كوو . دغه هلې ځلې د افغانستان د اساسي قانون په رسمي ډول منل ، د القاعدې بې وسلې كول ، له هغې او له هغې سره د نورو اړېكو لرونكو سازمانونو سره د هر ډول اړېكو شلون په پام كې لري .
افغانستان.رو
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--