English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
په مسکو کې د افغانستان د عکسونو نندارتون
ناټو منځنۍ اسيا “بشپړه نيسي”
د نفاق پاكستان
د روسيې افغاني كوكنار ورسېدل
هند او پاكستان هڅه كوي چې سره پوخلا شي
په روسيه کې يوه افغاني پوه د ډاکټرۍ تزسس دفاع كړ
جرمني د خپل ځان پر وړاندې جګړه اعلان كړه
انقلابي ځايناستي توب
په كابل كې د روسي ژبې او ادبياتو د څانګې د بكلوريا فارغينو په وياړ جشني غونډه وشوه
امريكايي اجيرانو د پاكستان له قوانينو څخه سرغړونه وكړه
امریکا قندهار له طالبانو پاکوی
امریکا د دوو جگړو توان نه لری
دروسیی – افغانستان کاری شورا د افغانستان د بیا رغونی په هکله د مسکو له وړاندیز نه هرکلی کری
په روسيه كې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې د موسسانوغونډه جوړه شوه
له ناتو پرته به د افغانستان راتلونکی څنگه وی؟
د هرات په ولایت کی د امریکا د جنرال قونسگری ودانی په توغندیو ویشتل شوی ده
په خوست کی در پاکستان د استخباراتو اجنت نیول شوی دی
شيرحسن: دحامد کرزي په نوی حکومت کې د مجاهدينو ليري کول يو ناممکن کاردي
سرچينه :ارګومنت نيدلي
مسکواو کابل دمخدره توکو سره دمبارزې دهمکاريو موافقه لاسليک کړه
په ماسكو كې به د بهر اوسېدونكو افغاني ټولنو نړيوال كانگرس جوړ شي
د روسيې ولسمشر د ماسكو له جامع جومات نه كتنه وكړه
ماسكو او واشنگټن د (( افغاني مسئلې )) په اړه همكارۍ ته پراختيا وركوي
افغانستان او روسيه د خپلو پارلمانونو ترمنځ اړيكي ټينگوي
مېدوېدېف : روسيه په افغانستان كې د اغېزمن سياسي سېستم پلوۍ ده
افغانستان په اټومي محاصره کې
پاكستاني پوځي څارگرۍ اى اېس اى واشنگټن ته (( ځان وښود ))
د ماسكو كنفرانس گډونوالو له ېفگېني پريماكوف سره وكتل
امريكايي پلان په كابل كې وارخطايي راپيدا كړه
روسيه به له افغانستان سره مرستو ته دوام وركړي
  لومړی مخ/
د روسيې ولسمشر د ماسكو له جامع جومات نه كتنه وكړه
/16.7.2009
     چاپي بڼه د روسيې ولسمشر د ماسكو له جامع جومات نه كتنه وكړه

نن د روسيې په تاريخ كې يوه كمپېښه پېښه وشوه . ولسمشر مېدوېديف د ماسكو جامع جومات ته ولاړ . دى د روسيې لومړنى مشر دى چې دې كار ته يې زړه وكړ .

د روسيې مشر جومات ته له ننوتو نه مخكې بوټونه وايستل او له مسلمانانو سره يې په اسلام عليكم سره ستړې مه شي وكړه . د جومات په دننه كې د روسيې د ټولو مسلمانانو مشر مفتي دده انتظار كاوه . دميتري مېدوېديف له هر مفتي سره روغبړ وكړ ، د روسيې د مسلمانانو ځانگړى رول يې ياد كړ او له مذهبي افراطيت سره يې د مقابلې په اړه خبرې وكړې .

ولسمشر وويل ، چې د افراطيت ، له هغه شمېر نه پر مذهبي بنسټ ، د ودې په شرايطو كې ، اړينه ده چې صبر او حوصله په كارنده توگه پراختيا ومومي . دده له ليده ، په دې پروسه كې اسلامي روحانيون لوى رول لوبولاى شي ، او دولت كولاى شي چې د ديني زده كړو چارې پيل او په پښو ودوري . په دې لوري كې له لومړنيو گامونو نه يو هم ، په سوچي كې د اولمپيا د لوبو تر مهاله د جومات جوړول دي . ولسمشر په دې اړه داسې وويل : “ په دې شرايطو كې زموږ گډه او تر ټولو مهمه دنده د صبر او د ديني حوصلې پراخول ، زموږ د گڼ قوميز هېواد د ولسونو د معنوي ارزښتونو ، دودونو او د هغوى د كولتوري بېلابېل والي په وړاندې له غمخورۍ سره چلند كول دي “ .

د روسيې لوى مفتي شيخ راويل عين الدين ، جومات ته د ورتگ په خاطر له ولسمشر نه مننه وكړه . نوموړي وويل : “ موږ ډېره اوږده موده جومات ته زموږ د دولت د مشر د راتگ انتظار كاوه ، او دادى نن د لومړي ځل لپاره زموږ د دولت مشر د جومات د وره له درشل نه راتېريږي . دلته د ټولو راټولو شويو مفتيانو ، د مسلمانانو د روحاني ادارو د مشرانو او په ټوله كې زموږ د اسلامي ټولنې لپاره دا ډېره ستره او تاريخي پېښه ده “ .

د مېدوېديف له ليده ، اسلامي ديني سازمانونه او ټولنې د مدني سولې په پياوړتيا ، روحاني او اخلاقي روزنه ، له افراطيت او د بهرنيانو پر وړاندې له كركې سره مبارزه كې لويه ونډه لري . لكه څنگه چې مېدوېديف وويل ، د روسيې د مسلمانانو په وړاندې په ډېرو هېوادو كې درناوى احساسيږي .

هغه دا هم وويل چې د دولت د مشر ، د روسيې د فدراسيون د ولسمشر ، هر څوك چې وي ، دنده داده چې ټولو ديني لوريو ، په تېره بيا لويو دينونو ، له هغه شمېر نه اسلام دين ته هم پام ولري . مېدوېديف داسې زياته كړه : “ مسلمانان هېوادپال دي او هماغسې له روسيې نه دفاع كوي ، لكه د نورو دينونو پيروان چې يې كوي “ .

د روسيې د مفتيانو شورا د مشر راويل عين الدين ددې هيلې په ځواب كې ، چې تر ۲۰۱۴ ز كاله پورې دې په سوچي كې جومات جوړ شي ، ولسمشر داسې وويل : “ ښكاره خبره ده چې په دې اړه بايد فكر وشي ، دا ډېر سم كار دى “ .

د روسيې ولسمشر مسلمانانو ته داسې امېدواري وركړه : “ ښكاره خبره ده چې جوماتونه بايد جوړ شي ، دا ددې لپاره اړين دى ، چې زموږ مسلمانان وكولاى شي ، ځانونه هوسا احساس كړي او خپل عبادت وكړي . اړينه ده چې د نويو جوماتونو د ودانولو په اړه فكر وشي ، په تېره بيا په هغو ځايونو كې ، چې ډېر مسلمانان ژوند كوي او د گڼ شمېر مېلمنو ورتگ شونى وي “ .

ولسمشر ته د جومات د بيا رغونې او ودانيزو چارو بهير وښودل شو . همدا راز څرگنده شوه ، چې د سانت پيتربورگ په ښار كې د جوړېدونكي جامع جومات ودانيز كارونه به زر تر زره پاى ته ورسيږي .

د رسمي مالوماتو له مخې ، په روسيه كې څه دپاسه شل ميليونه مسلمانان ژوند كوي . كتونكو د نن ورځې له پېښې نه وروسته ، نه يوازې د هېواد د مسلمانانو ، بلكې په ټوله كې ، د ټولې اسلامي نړۍ په وړاندې د كرېملېن د ستراتېژۍ بدلون وليد . ښكاره خبره ده ، چې د روسيې په ټولنيز او سياسي ژوند كې ددغه هېواد د مسلمانو وگړو رول مخ په زياتېدو دى .
فارسی.رو
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--