English |  فارسی |  پشتو |  Русский
خپلواکه افغاني خپرونه
لومړی مخ
د نفاق پاكستان
د روسيې افغاني كوكنار ورسېدل
هند او پاكستان هڅه كوي چې سره پوخلا شي
په روسيه کې يوه افغاني پوه د ډاکټرۍ تزسس دفاع كړ
جرمني د خپل ځان پر وړاندې جګړه اعلان كړه
انقلابي ځايناستي توب
په كابل كې د روسي ژبې او ادبياتو د څانګې د بكلوريا فارغينو په وياړ جشني غونډه وشوه
امريكايي اجيرانو د پاكستان له قوانينو څخه سرغړونه وكړه
امریکا قندهار له طالبانو پاکوی
امریکا د دوو جگړو توان نه لری
دروسیی – افغانستان کاری شورا د افغانستان د بیا رغونی په هکله د مسکو له وړاندیز نه هرکلی کری
په روسيه كې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې د موسسانوغونډه جوړه شوه
له ناتو پرته به د افغانستان راتلونکی څنگه وی؟
د هرات په ولایت کی د امریکا د جنرال قونسگری ودانی په توغندیو ویشتل شوی ده
په خوست کی در پاکستان د استخباراتو اجنت نیول شوی دی
شيرحسن: دحامد کرزي په نوی حکومت کې د مجاهدينو ليري کول يو ناممکن کاردي
سرچينه :ارګومنت نيدلي
مسکواو کابل دمخدره توکو سره دمبارزې دهمکاريو موافقه لاسليک کړه
په ماسكو كې به د بهر اوسېدونكو افغاني ټولنو نړيوال كانگرس جوړ شي
د روسيې ولسمشر د ماسكو له جامع جومات نه كتنه وكړه
ماسكو او واشنگټن د (( افغاني مسئلې )) په اړه همكارۍ ته پراختيا وركوي
افغانستان او روسيه د خپلو پارلمانونو ترمنځ اړيكي ټينگوي
مېدوېدېف : روسيه په افغانستان كې د اغېزمن سياسي سېستم پلوۍ ده
افغانستان په اټومي محاصره کې
پاكستاني پوځي څارگرۍ اى اېس اى واشنگټن ته (( ځان وښود ))
د ماسكو كنفرانس گډونوالو له ېفگېني پريماكوف سره وكتل
امريكايي پلان په كابل كې وارخطايي راپيدا كړه
روسيه به له افغانستان سره مرستو ته دوام وركړي
اسلام اباد طالبانو ته خاوره پرېږدي
د ډله ييز امنيت د تړون سازمان چمتو دى چې په افغانستان كې د وضعې د ټيكاو لپاره له ناټو سره همكاري وكړي
  خبرونه/
په ماسكو كې به د بهر اوسېدونكو افغاني ټولنو نړيوال كانگرس جوړ شي
/27.7.2009
     چاپي بڼه

روسيې په پلازمېنه كې به د “ په افغانستان كې سوله او ټيكاو “ تر نامه لاندې د نړيوال كانگرس غونډه ترسره شي . لكه څنگه چې د افغانستان . رو مالوماتي پورتال ته خبر رارسېدلى ، په دغه غونډه كې به د گډون لپاره ، په بهر كې د ټولو افغاني ټولنو استازي ماسكو ته راشي .

“ په افغانستان كې سوله او ټيكاو “ تر نامه لاندې د نړيوال كانگرس د رابللو نوښت ، د اوسني افغانستان د څېړنو روسي مركز او له افغان اتباعو سره د مرستې مركز كړى دى .

ددغې جرگې د سمبالوونكو په خپره شوې اعلاميه كې ويل كيږي : “ په افغانستان كې د سوله او ټيكاو تر نامه لاندې د نړيوال كانگرس په كار كې د برخې اخيستو لپاره به د لومړي ځل لپاره د روسيې په پلازمېنه كې ، په روسيه كې ، همدا راز د پخواني شوروي اتحاد په هېوادو ، په اروپايي دولتونو ، امريكا متحده ايالاتو ، هند ، ايران او پاكستان كې د اوسېدونكو افغانانو استازي راټول شي “ . د كانگرس گډونوال به ، په افغانستان كې د سولې او ټيكاو د راتگ په تړاو مهمې مسئلې تر بحث لاندې ونيسي . د جرگې په كار كې به سياسي او ټولنيز شخصيتونه ، همدا راز د افغان كارپوهانو استازي گډون ولري .

د كانگرس سمبالوونكي داسې گڼي ، چې نن ، په افغانستان كې د ولسمشرۍ او پارلماني ټولټاكنو په درشل كې ، په نورو هېوادو كې د اوسېدونكو افغانانو د ټولنو سياسي اهميت پياوړى كيږي . د كانگرس د سمبالوونكې كومېټې په اعلاميه كې داسې ويل كيږي : “ اوسنى ۲۰۰۹ زېږديز كال ، د سياستوالو او كارپوهانو له خوا ، هم په خپله د افغانستان لپاره او هم د هغو هېوادو لپاره ، چې په افغاني پېښو كې ښكېل دي ، يو “ بدلون راوستونكى “ كال وو . دا ناڅاپي نه ده ، چې په ۲۰۰۹ ز كال كې په روسيه ، اروپايي هېوادو او د پارس خليج هېوادو كې ، په افغانستان كې د پېښو په اړه ځانگړي كنفرانسونه ، جرگې او “ گردي مېزونه “ راوبلل شول “ .

په ماسكو كې به د نړيوال كانگرس گډونوال پر داسې مهمو سياسي ، اقتصادي او بشري مسئلو خبرې وكړي ، چې له اوسني افغانستان سره تړاو لري . د جرگې گډونوال هيله لري ، چې د ښكاره خبرو اترو په بهير كې به نه يوازې په افغانستان كې د سولې او ټيكاو د راوستلو په لاره كې د لويو خنډونو يادونه وشي ، بلكې د افغاني اوږده شوي بحران ، چې په ټوله كې پر سيمه ييز امنيت منفي اغېز ښندي ، د لري كولو لپاره وريانټونه هم وړانديز شي .
افغانستان.رو
لومړی مخ
خبرونه
مقالې
افغانان په روسیه کې
Google

RSS




© 2008 د دې خپرونې ټول حقوق له "افغانستان.رو" سایت سره خوندي دی.
شوني ده چې د مقالو د لیکوالانو نظریات د "فارسی.رو" سایت اند سره په ټکر کې وي.
د دې سایت مطالب د ماخذ په ښودلو سره کولای شی وکاروی.
--2.1--